د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

ځانګړی راپور

Sorry! No content for ۲۶ مرغومی. See content from before

دوشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۳

په افغانستان کې د نجونو د دیني تعلیم یوه صحنه
په افغانستان کې د نجونو د دیني تعلیم یوه صحنه

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ۲۰۲۴ کال د افغان ښځو او نجونو پر حقونو له ځپونکو اقداماتو سره مل و. په دې کال کې د یوه قانون له مخې د ښځې غږ " عورت" وبلل شو او له نجونو د تحصیل د دوام یوازینۍ هیله، چې په نیمه عالي طبي موسسو کې زده کړې وې، هم واخیستل شوه.

افغان نجونې وایي، ۲۰۲۴ کال یې د بندیزونو له کبله سختې ورځې وګاللې.

" زه د قابله ګي پوهنځي د دویم سمستر محصله ومه، کله چې د حکومت له لوري د نجونو پر طبي زده کړو بندیز ولګېده، د دې خبر په اوریدو متاثره شوم "

سعدیه د هغو زرګونه افغان نجونو له ډلې یوه ده چې پرنیمه لوړو طبي زده کړو د طالبانو د وروستي بندیز قرباني ده.

سعدیه وایي، د زده کړو د دوام د دغې یوازنۍ هیلې اخیستو یې هېوادوالاو ته د خدمت کولو ارمانونه نیمګړي کړي او په خبره یې اوږدمهال کې به یې ناوړه اغیز ټول ولس احساس کړي." دا کار یوازې د نجونو په زیان نه دی، بلکې د هېواد د راتلونکې په زیان دی. راتلونکې کې به افغانستان د ښځینه ډاکټرانو له نشتون سره مخامخ شي، په ټولنه کې به د مور او ماشوم مړینه ورځ تر بلې زیاتیږي. ۲۰۲۵ کال لپاره مې هیله همداده چې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار فرصتونه برابر شي."

پر نجونو د طبي زده کړو بندیز

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال بخت الرحمان شرافت د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په دریمه د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوه غونډه کې په دغو موسسو کې د نجونو د شمولیت او د زده کړو د دوام د مخنیوي اعلان وکړ.

له دې اعلان سره سم، چې د راپورونو له مخې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر شوی، په لسګونو طبي موسسو کې چې د قابله ګۍ، غاښونو، نرسینګ او لابراتور په برخو کې یې زده کړې ورکولې د نجونو په ورتګ بندیز ولګېد.

" د طب پوهنځي په اتم سمستر کې وم چې طالبان راغلل، له همغه وخته مې د زده کړو ارمان نیمګړی پاته دی."

دا ۲۵ کلنه ګل رخ ارمل خبرې دي چې وایي، په عمومي طب کې د زده کړو له بندیز وروسته یې یوازنۍ هیله همدغه د نیمه لوړو زده کړو طبي موسسو ته وه.

د کابل دغه اوسیدونکې وایي، دا او ټولې ټولګیوالې یې اوس له ډيرې ناهیلۍ له رواني ستونزو سره مخامخ شوي او زیاتوي، زیاته پر دې رنځیږي چې د غږ اوریدو هیڅ مرجع یې معلومه نه ده." د پوهنتونونو بندېدل ډيره زیاته بده اغیزه لري، زه خپله ۲۵ کاله عمر لرم، خو ډير کله داسې کیږي چې تر سهاره خوب نه شم کولای او دې ته فکر کوم چې څه وخت به مې بیرته درسونه شروع کیږي. ډيرې شپې مې مور راباندې غسه کیږي او راته وایي، مسکن یا د عصابو دوا وخوره او ویده شه."

د امرباالمعروف او نهی عن المنکر قانون او د ښځو پر ژوند یې اغیز

په ۲۰۲۴ کال کې پر نیمه طبي زده کړو له بندیز سربیره د امر باالمعروف او نهی عن المنکر قانون هم په یوشمېر ټولنیزو برخو کې د ښځو پر حضور د بندیزونو لامل شو.

دغه قانون چې د اګست په وروستیو کې نافذ او د عدلیې وزارت له خوا په رسمي جریده کې چاپ شو، څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري.

د یاد قانون په ۱۳مه ماده کې د ښځو د ټول بدن پټول لازمي بلل شوي او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم ضروري دي.

د یادې مادې په بل جز کې د ښځو غږ هم عورت بلل شوی او په کې راغلي چې ښځې په لوړ غږ سندرې، نعتونه او قرائت نه شي ویلی.

دغه قانون په یوشمېر ولایتونو کې نجونې په رسنیو کې له کار کولو منعه کړې.

د کندهار یوې اوسیدونکې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، د همدې ټولنیز او کاري محدودیت له کبله له هېواده کډوالۍ ته اړ شوې او دا مهال یې یوه هېواد کې پنا اخیستې.

د ښځو پر ټولنیز ژوند نور محدودونکي فرمانونه

د ( ACAPS) په نوم یوه سویسي خپلواک بنسټ د ډسمبر په ۲۴مه وویل، د طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ کال د جولای له لومړۍ څخه د ډسمبر تر دویمې ټولټال ۱۶ فرمانونه او تګلارې صادې کړي چې د خلکو د ژوند بېلابېل اړخونه یې اغیزمن کړي دي.

د دغه بنسټ د ارزونې له مخې ۸ دغه فرمانونه او تګلارې په ملي کچه او پاته نور یې په ولایتي کچو صادر شوي چې تر ډيره یې هدف په ټولنیزو برخو کې د ښځو د ګډون مخنیوی و.

د ښځو فعاله لطیفه خرم وایي، طالبان چې د ښځو په اړه څه ډول مفکوره لري، د دې په ټکو له اسلامه مخکې زمانې ته ورته ده." دوی دې دغو بندیزونو ته اسلامي نوم نه ورکوي، په اسلام کې ښځو ته پوره حق ورکړل شوی دی. ښځه له جامعې نه نه ده محرومه شوې. مونږ ویلی شو چې اسلام ښځه عزتمنده ګڼلې ده. دوی په کوم حق ښځه له تعلیم او اجتماع نه منع کوي او له ښځې نه هغه حق اخلي چې چې قران او رسول ورکړی دی. "

طالبانو د ښځو په اړه خپلو فرمانونو او تګلارو کې ویلي چې دوی د اسلام په چوکاټ او افغاني دود په اډانه کې د ښځو د حقونو تامین ته ژمن دي. هغه ادعا چې ګڼ شمېر افغانان او فعالان ورسره موافق نه دي او دغه فعالان استدلال کوي چې افغانستان په تاریخ کې د مبارزې له ډګرونو نیولې تر علمي ډګرونو پورې داسې یوشمېر ښځې روزلي چې نومونه یې د نړۍ په تاریخونو کې ثبت دي.

د دې ترڅنګ د اسلامي نړۍ یوشمېر وتلي مفتیان او پوهان هم د طالبانو د حکومت یوشمېر تګلارې اسلامي نه، بلکې له اسلامه د هغوی سخت دریځه تعبیر او تفسیر بولي.

مفتي منیر شاکر چې ډير کله په خپلو څیړنو سره د اوسنۍ دورې یوشمېر ملایان او دیني علما ننګوي، د قراني ایتونو او دغه راز احادیثو په رڼا کې وایي چې ښځې د تعلیم او کار حق لري." الله تعالی په قران شریف کې انسانیت مخاطب کړی دی، یوازې نرینه یې نه دی مخاطب کړی. نو که ښځې څوک په مسلمانانو کې حسابوي نو علم او تعلیم ورباندې فرض دی. دغه راز د زکات په اړه ایتونو کې راځي چې که ښځې تجارت او کاروبار وکړو، د دوی په کې خپله حصه ده. طبقات ابن سعد اتم جلد ډک دی له دې ډول کیسو نه.کوم کسان چې د احادیثو دا کتابونه مني، هغوی څنګه وایي چې ښځې کاروبار نه شي کولای."

د ښځو د حقونو او تعلیم په برخه کې د طالبانو د مشرتابه محدودونکي فرمانونه کله نا کله د دوی د کابینې دیوشمېر غړو او پلویانو له نیوکو سره هم مخامخ شوي، خو دغه نیوکې په دې کچه کې نه دی چې د حکومت پر پریکړو دې اغیز وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل او بیا یې د هغوی په مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

پر دې سربیره په نړیوالو او ملي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګول شوی، د هغوی سینګارتونونه تړل شوي او پارکونو، حمامونو او ورزش ځایونو ته د هغوی تګ منع شوی دی.

پر ښځو یوشمېر سفري بندیزونه هم لګول شوي او له معینې فاصلې ورهاخوا له محرم پرته د سفر اجازه هم نه لري.

نجونې دا مهال یوازې تر شپږمو ټولګیو پورې په ښونځیو، دغه راز دیني مدرسو او یوشمېر خصوصي ښوونیزو کورسونو کې د زده کړو اجازه لري.

د ډسمبر په وروستیو کې داسې راپورونه هم خپاره شول چې هرات ولایت کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې کورسونو ته له تګه هم منع شوي.

په ننګرهار کې هم د همدې ډول بندیز راپورونه ورکړل شوي، خو رسمي سرچینو یې لا تایید نه دی کړی.

په ظاهره د همدې بندیزونو له کبله د طالبانو حکومت هم له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دي پیژندلی.

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو ادارو او بنسټونو د طالبانو له حکومته غوښتي چې له دغو بندیزونو لاس په سر شي، خو تراوسه دغو نړیوالو غبرګونونو په عملي ډګر کې هیڅ اغیز نه دی درلودلی.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی توماس نیکلاسن چې څو اونۍ وړاندې کابل ته تللی و وایي، د طالبانو د کابل چارواکو د هغو بندیزونو په اړه وضاحت نه دی ورکړی چې پر نجونو او ښځو لګول شوي دي.

هغه له افغانستانه د بیرته تګ پر مهال ویلي چې اروپایي ټولنه د دغه هېواد وضعیت ته ډيره اندیښنه لري." زه افغانستان په داسې حالت کې پریږدم چې لا هم په دغه هېواد کې د سیاسي، اقتصادي او بشري حقونو او ټولنیز وضعیت په اړه ژوره اندیښنه لرم. په ځانګړې توګه هغه وضعیت په اړه چې افغانستان د وروستیو فرمانونو د پلي کولو له کبله ور روان دی."

د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو او ټولنو هم د طالبانو د حکومت پر یوشمېر تګلارو نیوکې کړي.

د چارو کتوونکي وایي، که طالبان په دغو محدودونکو تګلارو له سره غور ونه کړي، ورځ تر بلې به د دوی او ولس ترمنځ واټن ډير، د حکومت انزوا به یې ژوره او له هېواده به د ځوانانو او کدرونه تیښته زیاته شي.

 د پښتو موسیقۍ انتستیتوت پرانستونکې غونډه
د پښتو موسیقۍ انتستیتوت پرانستونکې غونډه

د پښتو موسیقۍ په نوم د نوي جوړ شوي انسټیټیوټ مسوولان وايي، دوی د افغاني هنرونو په ځانګړي ډول د پښتو موسیقۍ د ساتونکې په توګه د دې هنر د ودې لپاره کار کوي.

په سویډن کې د پښتو موسیقۍ په نوم د نوي پرانیستل شوي انسټیټیوټ (پي ایم اې) مسوولان وايي، د پښتنو په سیمه کې موسیقي او نور ښکلي هنرونه تر فشار لاندې ساتل شوي او که وضعیت همداسې دوام وکړي ښايي د پښتنو د تاریخي وطن هیڅ فرهنګي ارزښت له تجاوز او دسیسو خوندي پاتې نه شي.

د دغه انسټیټیوټ مشر هارون پاچا د انستیتوت د پرانستې په مراسمو کې وویل:

"پي ایم اې باور لري چې پښتو موسیقي د پښتون ملت سازۍ د یوې وسیلې په توګه کارول کېدای شي، دغه شان د دې هنر له لارې د پښتون ولس او د وریښمو په لار د نورو پرتو ولسونو ترمنځ د سولې او ثبات د رامنځته کولو په برخه کې هم ترې ګټه اخیستل کېدای شي، چې ورسره به د سیمې ټولینزې اړیکې او اقتصادي پرمختګ رامنځته کیږي، پي ایم ای به د پښتني هنرونو د ساتونکې په توګه کار کوي او په لومړي سر کې به د پښتو موسیقۍ د هر اړخیزې ودې لپاره څېړنې کوي."

نوموړي زیاته کړه چې په کابل، جلال اباد، کندهار، پېښور او کوټه کې له څېړنو نیولې په امریکا، اروپا او اسټرالیا کې تر سلا مشورو وروسته یې د پښتو موسیقۍ د خونديتوب لپاره دا لومړی ګام اخیستی دی.

که څه هم د دغه انسټیټیوټ د فعالیت د څرنګوالي په اړه ډیر جزییات نه دي ورکړل شوي خو ویل شوي، دا اداره به هڅه وکړي چې د انټرنیټ په نړۍ کې انلاین کور جوړ کړي تر څو پښتانه سندرغاړي له دې لارې خپل هنر نړیوال بازار ته ورسوي.

یو شمیر پښتانه هنرمندان او فرهنګیان دا اقدام ستايي.

سندرغاړی نعیم توري وايي، اوس مهال چې د پښتنو په سیمو کې سخت دریځۍ په پښتو موسیقۍ سیورې غوړولی د دغه ډول یوې ادارې جوړېدا اړینه وه.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

" اوس مهال په لر او بر کې د سخت دریځۍ له امله د پښتو موسیقۍ د ودې هلې ځلې په ټپه ولاړې دي، دا چې په اروپا کې هنرمندان د پښتو موسیقۍ د ودې لپاره یوه اداره رامنځته کوي دا یو نیک اقدام دی، په دې سره به نوي هنرمندان ورزول شي او د پښتو موسیقۍ ته یو وار بیا یو نوی ژوند ورکړل شي."

څېړونکي او لیکوال عبدالغفور لیوال بیا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"له بده مرغه افغان موسیقي او په ټوله کې د افغان فرهنګ د ودې لپاره دولتي امکانات نشته، په داخل د افغانستان کې نه یوازې دې برخې ته پام نه کیږي بلکې دې هنرونو ته د ممنوع هنرونو په سترګه کتل کیږي، نو ځکه زه داسې فرهنګ کوم چې د هنرمندانو او فرهنګي فعالانو خپل ابتکار کولای شي په راتلونکې کې د پښتنې موسیقۍ د ودې او پراختیا لپاره د یوازیني امکان په توګه پرې حساب وشي."

دا هڅې او فعالیتونه په داسې حال کې دي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته په موسیقۍ بندیز لګول شوی او ان د موسیقۍ ځینې الې د دوی له خوا ماتې شوي او اور ورچول شوی دی.

د روان لمریز کال د زمري یا اسد میاشتې په دېرشمه نېټه د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ولس ته د حساب ورکولو په نوم په یوه غونډه کې وویل، په تېر کال کې یې د موسیقۍ ۲۱ او ۳۲۸ الې تخریب او له‌منځه وړي دي.

د طالبانو حکومت موسیقي حرامه بولي.

پر موسیقۍ د طالبانو حکومت دې بندیزونو ته په پام ډیری افغان سندغاړي او موسیقي غږوونکي له هیواده وتلو ته اړ شوي دي.

دغو هنرمندانو، چې ډېری یې ګاونډیو هيوادونو پاکستان او ایران ته تللي په وار وار له ازادي راډيو سره په خبرو کې د سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزوشکایتونه کړي دي.

خو د پښتو موسیقۍ د انستیتوت مسولانو ډاډ ورکړی چې چې دوی به په راتلونکې کې د بې وزله هنرمندانو لاس نیوی کوي، ځوان هنرمندان به وروزي او په ټوله کې به د پښتو موسیقۍ د راتلونکې او ودې لپاره کار وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG