د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

په لومړي وار د پښتو موسیقۍ د ودې لپاره یو انستیتیوت جوړ شو


 د پښتو موسیقۍ انتستیتوت پرانستونکې غونډه
د پښتو موسیقۍ انتستیتوت پرانستونکې غونډه

د پښتو موسیقۍ په نوم د نوي جوړ شوي انسټیټیوټ مسوولان وايي، دوی د افغاني هنرونو په ځانګړي ډول د پښتو موسیقۍ د ساتونکې په توګه د دې هنر د ودې لپاره کار کوي.

په سویډن کې د پښتو موسیقۍ په نوم د نوي پرانیستل شوي انسټیټیوټ (پي ایم اې) مسوولان وايي، د پښتنو په سیمه کې موسیقي او نور ښکلي هنرونه تر فشار لاندې ساتل شوي او که وضعیت همداسې دوام وکړي ښايي د پښتنو د تاریخي وطن هیڅ فرهنګي ارزښت له تجاوز او دسیسو خوندي پاتې نه شي.

د دغه انسټیټیوټ مشر هارون پاچا د انستیتوت د پرانستې په مراسمو کې وویل:

"پي ایم اې باور لري چې پښتو موسیقي د پښتون ملت سازۍ د یوې وسیلې په توګه کارول کېدای شي، دغه شان د دې هنر له لارې د پښتون ولس او د وریښمو په لار د نورو پرتو ولسونو ترمنځ د سولې او ثبات د رامنځته کولو په برخه کې هم ترې ګټه اخیستل کېدای شي، چې ورسره به د سیمې ټولینزې اړیکې او اقتصادي پرمختګ رامنځته کیږي، پي ایم ای به د پښتني هنرونو د ساتونکې په توګه کار کوي او په لومړي سر کې به د پښتو موسیقۍ د هر اړخیزې ودې لپاره څېړنې کوي."

نوموړي زیاته کړه چې په کابل، جلال اباد، کندهار، پېښور او کوټه کې له څېړنو نیولې په امریکا، اروپا او اسټرالیا کې تر سلا مشورو وروسته یې د پښتو موسیقۍ د خونديتوب لپاره دا لومړی ګام اخیستی دی.

که څه هم د دغه انسټیټیوټ د فعالیت د څرنګوالي په اړه ډیر جزییات نه دي ورکړل شوي خو ویل شوي، دا اداره به هڅه وکړي چې د انټرنیټ په نړۍ کې انلاین کور جوړ کړي تر څو پښتانه سندرغاړي له دې لارې خپل هنر نړیوال بازار ته ورسوي.

یو شمیر پښتانه هنرمندان او فرهنګیان دا اقدام ستايي.

سندرغاړی نعیم توري وايي، اوس مهال چې د پښتنو په سیمو کې سخت دریځۍ په پښتو موسیقۍ سیورې غوړولی د دغه ډول یوې ادارې جوړېدا اړینه وه.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

" اوس مهال په لر او بر کې د سخت دریځۍ له امله د پښتو موسیقۍ د ودې هلې ځلې په ټپه ولاړې دي، دا چې په اروپا کې هنرمندان د پښتو موسیقۍ د ودې لپاره یوه اداره رامنځته کوي دا یو نیک اقدام دی، په دې سره به نوي هنرمندان ورزول شي او د پښتو موسیقۍ ته یو وار بیا یو نوی ژوند ورکړل شي."

څېړونکي او لیکوال عبدالغفور لیوال بیا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"له بده مرغه افغان موسیقي او په ټوله کې د افغان فرهنګ د ودې لپاره دولتي امکانات نشته، په داخل د افغانستان کې نه یوازې دې برخې ته پام نه کیږي بلکې دې هنرونو ته د ممنوع هنرونو په سترګه کتل کیږي، نو ځکه زه داسې فرهنګ کوم چې د هنرمندانو او فرهنګي فعالانو خپل ابتکار کولای شي په راتلونکې کې د پښتنې موسیقۍ د ودې او پراختیا لپاره د یوازیني امکان په توګه پرې حساب وشي."

دا هڅې او فعالیتونه په داسې حال کې دي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته په موسیقۍ بندیز لګول شوی او ان د موسیقۍ ځینې الې د دوی له خوا ماتې شوي او اور ورچول شوی دی.

د روان لمریز کال د زمري یا اسد میاشتې په دېرشمه نېټه د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ولس ته د حساب ورکولو په نوم په یوه غونډه کې وویل، په تېر کال کې یې د موسیقۍ ۲۱ او ۳۲۸ الې تخریب او له‌منځه وړي دي.

د طالبانو حکومت موسیقي حرامه بولي.

پر موسیقۍ د طالبانو حکومت دې بندیزونو ته په پام ډیری افغان سندغاړي او موسیقي غږوونکي له هیواده وتلو ته اړ شوي دي.

دغو هنرمندانو، چې ډېری یې ګاونډیو هيوادونو پاکستان او ایران ته تللي په وار وار له ازادي راډيو سره په خبرو کې د سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزوشکایتونه کړي دي.

خو د پښتو موسیقۍ د انستیتوت مسولانو ډاډ ورکړی چې چې دوی به په راتلونکې کې د بې وزله هنرمندانو لاس نیوی کوي، ځوان هنرمندان به وروزي او په ټوله کې به د پښتو موسیقۍ د راتلونکې او ودې لپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG