د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

ځانګړی راپور

 د پښتو موسیقۍ انتستیتوت پرانستونکې غونډه
د پښتو موسیقۍ انتستیتوت پرانستونکې غونډه

د پښتو موسیقۍ په نوم د نوي جوړ شوي انسټیټیوټ مسوولان وايي، دوی د افغاني هنرونو په ځانګړي ډول د پښتو موسیقۍ د ساتونکې په توګه د دې هنر د ودې لپاره کار کوي.

په سویډن کې د پښتو موسیقۍ په نوم د نوي پرانیستل شوي انسټیټیوټ (پي ایم اې) مسوولان وايي، د پښتنو په سیمه کې موسیقي او نور ښکلي هنرونه تر فشار لاندې ساتل شوي او که وضعیت همداسې دوام وکړي ښايي د پښتنو د تاریخي وطن هیڅ فرهنګي ارزښت له تجاوز او دسیسو خوندي پاتې نه شي.

د دغه انسټیټیوټ مشر هارون پاچا د انستیتوت د پرانستې په مراسمو کې وویل:

"پي ایم اې باور لري چې پښتو موسیقي د پښتون ملت سازۍ د یوې وسیلې په توګه کارول کېدای شي، دغه شان د دې هنر له لارې د پښتون ولس او د وریښمو په لار د نورو پرتو ولسونو ترمنځ د سولې او ثبات د رامنځته کولو په برخه کې هم ترې ګټه اخیستل کېدای شي، چې ورسره به د سیمې ټولینزې اړیکې او اقتصادي پرمختګ رامنځته کیږي، پي ایم ای به د پښتني هنرونو د ساتونکې په توګه کار کوي او په لومړي سر کې به د پښتو موسیقۍ د هر اړخیزې ودې لپاره څېړنې کوي."

نوموړي زیاته کړه چې په کابل، جلال اباد، کندهار، پېښور او کوټه کې له څېړنو نیولې په امریکا، اروپا او اسټرالیا کې تر سلا مشورو وروسته یې د پښتو موسیقۍ د خونديتوب لپاره دا لومړی ګام اخیستی دی.

که څه هم د دغه انسټیټیوټ د فعالیت د څرنګوالي په اړه ډیر جزییات نه دي ورکړل شوي خو ویل شوي، دا اداره به هڅه وکړي چې د انټرنیټ په نړۍ کې انلاین کور جوړ کړي تر څو پښتانه سندرغاړي له دې لارې خپل هنر نړیوال بازار ته ورسوي.

یو شمیر پښتانه هنرمندان او فرهنګیان دا اقدام ستايي.

سندرغاړی نعیم توري وايي، اوس مهال چې د پښتنو په سیمو کې سخت دریځۍ په پښتو موسیقۍ سیورې غوړولی د دغه ډول یوې ادارې جوړېدا اړینه وه.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

" اوس مهال په لر او بر کې د سخت دریځۍ له امله د پښتو موسیقۍ د ودې هلې ځلې په ټپه ولاړې دي، دا چې په اروپا کې هنرمندان د پښتو موسیقۍ د ودې لپاره یوه اداره رامنځته کوي دا یو نیک اقدام دی، په دې سره به نوي هنرمندان ورزول شي او د پښتو موسیقۍ ته یو وار بیا یو نوی ژوند ورکړل شي."

څېړونکي او لیکوال عبدالغفور لیوال بیا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"له بده مرغه افغان موسیقي او په ټوله کې د افغان فرهنګ د ودې لپاره دولتي امکانات نشته، په داخل د افغانستان کې نه یوازې دې برخې ته پام نه کیږي بلکې دې هنرونو ته د ممنوع هنرونو په سترګه کتل کیږي، نو ځکه زه داسې فرهنګ کوم چې د هنرمندانو او فرهنګي فعالانو خپل ابتکار کولای شي په راتلونکې کې د پښتنې موسیقۍ د ودې او پراختیا لپاره د یوازیني امکان په توګه پرې حساب وشي."

دا هڅې او فعالیتونه په داسې حال کې دي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته په موسیقۍ بندیز لګول شوی او ان د موسیقۍ ځینې الې د دوی له خوا ماتې شوي او اور ورچول شوی دی.

د روان لمریز کال د زمري یا اسد میاشتې په دېرشمه نېټه د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ولس ته د حساب ورکولو په نوم په یوه غونډه کې وویل، په تېر کال کې یې د موسیقۍ ۲۱ او ۳۲۸ الې تخریب او له‌منځه وړي دي.

د طالبانو حکومت موسیقي حرامه بولي.

پر موسیقۍ د طالبانو حکومت دې بندیزونو ته په پام ډیری افغان سندغاړي او موسیقي غږوونکي له هیواده وتلو ته اړ شوي دي.

دغو هنرمندانو، چې ډېری یې ګاونډیو هيوادونو پاکستان او ایران ته تللي په وار وار له ازادي راډيو سره په خبرو کې د سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزوشکایتونه کړي دي.

خو د پښتو موسیقۍ د انستیتوت مسولانو ډاډ ورکړی چې چې دوی به په راتلونکې کې د بې وزله هنرمندانو لاس نیوی کوي، ځوان هنرمندان به وروزي او په ټوله کې به د پښتو موسیقۍ د راتلونکې او ودې لپاره کار وکړي.

ننګرهار کې د ګوړې پروسس
ننګرهار کې د ګوړې پروسس

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې دا شپې ورځې په ګاڼیو کې د ګوړې د جوړولو وخت دی. د ګاڼیو یو شمېر مالکان وايي له بېلابېلو سیمو خلک دغې ولسوالۍ ته ورځي او فرمایشي ګوړې پرې جوړوي.

ګوړه خو هسې هم خوندور خواږه دي، خو کله چې ستا مخامخ په ګاڼۍ کې تازه جوړیږي نو خوند یې لا یو په دوه شي.

امیر حمزه شینواری وايي.

حمزه د خوږ اشنا به درته څه صفت کومه

ګوړه چې له هرې ډډې وڅکې خوږه وي.

کامه ولسوالۍ که له یوې خوا د اوړي په موسم کې د مشهور شیریخ له امله دګڼو سیلانیانو کوربه وي نو د ژمي د موسم له پیل سره سم په کې د دودیزو ګاڼیو اورونه بل، او له ګنیو د خالصې ګوړې بازار ګرم شي.

ګڼ خلک دغلته ځي او د خپلو کورنیو او ملګرو لپاره فرمایشي تازه ګوړه جوړوي.

کامې کې د ګوړې پروسس
کامې کې د ګوړې پروسس

د ګاڼیو یو شمېر مالکان وايي که څه هم د اقتصادي ستونزو له امله سږ کال د تازه ګوړې پلور کم او د تېرو کلونو غوندې نه دی خو بیا یې هم ورځ چلیږي.

د یوې ګاڼې مسول روح الله ازادي راډيو ته وویل چې د کامې ګوړه د ګنیو له خالص شربت جوړیږي" له نورو سیمو کابل او ولایتونو نه میلمانه راځي، دلته ګوړه جوړوي، کار ښه دې ډېر بد نه دی، زموږ ګوړه خالص د ګني له شربت جوړیږي، ښه پاک چاپریال مو ورته جوړ کړی دی، هر څه د خلکو مخامخ کیږي، د دې ترڅنګ خلک له موږ سره په کې په کار اخته دي د دوی کارونه هم کیږي".

د روح الله په خبره دوی سره سږ کال د یو من تازه ګوړې بیه له پنځه تر پنځه نیم سوه افغانیو ده زیاتوي چې تېر کال دا بیه یو څه لوړه وه.

د ده په خبره اوس مهال په ټوله کامه کې ښايي له شپیته تر اویا ګاڼۍ موجودې وي چې په هر یو کې لږ ترلږه له اوه تر لس کسان کار کوي.

د ګاڼیو مسولین وايي اټکل کوي چې سږ کال په دې ولسوالۍ کې د نورو سیمو پرتله د ګنيو حاصلات زیات دي او ښايي تر راتلونکو دریو میاشتو د ګنیو له شربتونو د ګوړې د جوړلو ګاڼې چالانې وي.

دوی وايي د ورځې په منځنۍ ډول په هره ګاڼۍ کې له پنځوس نیولې تر اویا منه ګوړه تولیدیږي او د ننګرهار په مارکیټونو کې پلور ته کېښودل کیږي.

شمس الرحمان چې له کندهاره ننګرهار او بیا کامې ته تللی وايي هر کال د ګنیو په موسم کې کامې ته ځي او دغلته د خپلې کورنۍ لپاره ځانګړې فرمایشي ګوړه جوړوي، هغه چې ځینې خلک په کې بادام، ممپلي، چهارمغز، پیسته او نوره مغز لرونکې وچه میوه ګډوي.

"د ننګرهار کامې ولسوالۍ ته راغلی یو، دلته ښه د میلې ځای دی، د ګاڼیو وخت دی، دوی درته ګوړه جوړوي، موږ ورته چارمغز او بادام راوړي دوی یې راته له ګوړې سره ګډوي او ډېره فرمایشي او پاکه ګوړه ترې جوړیږي."

د تازه ګوړې یو بل مینه وال صداقت چې له جلال اباد ښاره دغه ولسوالۍ ته د تازه ګوړې د اخیستلو لپاره ورغلی ازادي راډيو ته یې وویل:"موږ خو هر کال په دې موسم کې راځو، ګوړه جوړو، د کامې مشوره ګوړه ده ، نن سبا موسم ډېر ښه دی، د میلي موسم دی، خلک ډېر کامې ته راځي او بله خبره د کامې د ګوړې ده چې ډېره پاکه ګوړه ده هیڅ ډول بل څه په کې نه ګډیږي بلکې پآکه ګوړه ده، ما خپله ګوړه واخیسته."

د کامې ګوړه په افغانستان کې مشهوره ده او په خاص ډول د ژمي په راتګ سره، ډیرې کورنۍ هڅه کوي چې دا ګوړه وپیري.

د ګوړې یو شمېر سوداګر وايي د کامې ګوړه چې بیلابیله مغز لرونکي وچه میوه ورسره ګډیږي د تحفې په ډول تر امریکا او اروپا رسیږي.

خو دوی وايي که د طالبانو حکومت په دې موسم کې له پاکستانه د ګوړې په وارداتو بندیز ولګوي نو د دوی د تولیداتو بازار به ورسره لا وغوړیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG