د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

ځانګړی راپور

افغانستان کې د سږ کال زلزلې له امله يو ويجاړ شوی کور
افغانستان کې د سږ کال زلزلې له امله يو ويجاړ شوی کور

د جون میاشتې ۲۲مه وه چې د پکتیکا او خوست غرنۍ سيمې د ریښتر په کچه پنځه اعشاره نهه زلزلې ولړزولې.

د رسمي شمېرو پر بنسټ له زر زیات کسان مړه شول، په زرګونه تنه نور ټپیان او په لسګونه تنه نور بې‌کوره شول.

د پکتیکا د برمل اوسېدنکی نیک ولي خان یو له هغو دی چې دا پېښه يې په خپلو سترګو لیدلې ده.

هغه چې اوس‌مهال د بې‌ځایه شویو په یو کمپ کې اوسیږي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل؛ هر څه يې لاسه ورکړي او په تېرو څلورو میاشتو کې بې سرپناه و.

"دلته دا خلک ډېر غریب دي، موږ غوښتنه کوو چې دوی ته باید کورونه جوړ شي."

نیک ولي له حکومته غواړي چې د کور او سرپناه په جوړولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

نوموړی وايي: "دلته دا خلک ډېر غریب دي، موږ غوښتنه کوو چې دوی ته باید کورونه جوړ شي. دلته دا کورونه ټول خام دي او که بیا زلزله وشي خلکو ته به ډېر زیان ورسیږي. موږ غوښته کوو چې موږ ته پاخه کورنه جوړ شي او په هر اندازه چې پاخه کورونه جوړ شي ښه ده او موږ به د حکومت نه مننه وکړو."

پکتيکا کې د زلزلې له امله رامنځته شوې ويجاړي
پکتيکا کې د زلزلې له امله رامنځته شوې ويجاړي

خو د بې‌ځایه شویو په کمپ کې یوازې نیک ولي خان بې‌کوره نه‌دی، دلته په سلهاو داسې کورنۍ دي چې خپل ټول شته يې په دې زلزله کې له لاسه ورکړي دي.

محمد نظر چې په همدې کمپ کې دی او د ژمي را رسېدو سخت اندېښمن دی له حکومت او نړيوالو مؤسسو مرسته غواړي.

نوموړی وايي: "موږ د نړیوالو مؤسسو او حکومته دا غوښتنه کوو چې د ژمې راسېدو مخکې دي زموږ غم وخوري. که دوی بیا ژمي کې موږ سره مرسته کوي هغه وخت ګټه نه‌لري نو ځکه غوښتنه کوم چې مخکې له مخکې دې زموږ غم وخوري."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې اوچا له زلزلې څخه وروسته د ۱۱۰ میلیونو ډالرو د مرستو راټولول پیل کړل چې د پکتیکا او خوست درې سوه دوه شپیته زره زلزله ځپلو ته په ۹۰ ورځو کې مرستې ورسوي.

د ناورین د خطر د کمېدو په نړیواله ورځ یو شمېر کارپوهان وايي، د زلزلې د نښو نه وړاندوینه ددې لامل شوې ده چې خلکو ته درنه مرګ‌ژوبله او ډېر تاوانونه واوړي.

د کابل پوهنتون د ځمک‌پېژندنې پوهنځي استاد او د فضایي څېړنو پخوانی رئیس انجينر خلیل احمد نادم له لندنه په دې برخه کې ځینې وړاندیزونه لري.

نوموړی وايي: "موږ د جیوډینامیک په نوم یوه پروژه جوړه کړه. زه خپله د هغې پروژې جوړونکی یم، هغه پروژه اوس هم د جیولوژي په څانګه کې موجوده ده؛ که چېرته يې دوی راوباسې او ګټه ترېنه واخلي نو باور وکړئ چې دوی به د دغه ډول پېښو وړاندینه وکړي. د زلزلې مخنیوی خو نه‌کېږي خو کولای شو چې ټپیان يې په وخت را وباسو او د ډېرو تلفاتو مخنیوی وکړو."

د ناروین د خطر د کمېدو په نړیواله ورځ ته په پام ویل کېږي، په افغانستان کې د طبیعي ناورينونو د مخنیوي لپاره د اړتیا وړ تدابیر چې وکولای شي مرګ‌ژوبله او تاوانونه کم کړي نه‌شته.

زلزله ځپلو سيمو کې د روغتيايي او ساري ناروغيو رامنځته کېدل بله ستونزه ده چې روغتيايي ډلې يې اندېښمنې کړي دي. انځور - د افغانستان د ډاکټرانو ټولنې غړي د پکتيا زلزله ځپلې سيمه کې.
زلزله ځپلو سيمو کې د روغتيايي او ساري ناروغيو رامنځته کېدل بله ستونزه ده چې روغتيايي ډلې يې اندېښمنې کړي دي. انځور - د افغانستان د ډاکټرانو ټولنې غړي د پکتيا زلزله ځپلې سيمه کې.

د کارپوهانو په باور، د استوګنې کورونو د جوړولو پر مهال دساختماني معیارونو په پام کې نه نیول په زلزلو کې د خلکو مرګ‌ژوبله ډېره کړې ده.

ښاغلی نادم په دې اړه وايي: "کوم تاسیسات او تعمیرونه چې جوړیږي باید د زلزلې پر وړاندي یې مقاومت يې ډېر لوړ وي. کومه خاوره باندې چې جوړیږي باید هغه خاروه مخکې له مخکې ولیدلی شي او پیاوړتیا يې وکتل شي. د هغو مواد لکه سیمنټو، سیخونو یا نورو مقاومت يې باید وکتل شي. سړکونه که جوړیږي باید استنادي دېوالونه ولري او مواد باید ډېر با کیفیته وي. کوم پلونه چې جوړیږي باید ستندر وي او د زلزلې پر وړاندې باید مقاومت ولري."

کوم تاسیسات او تعمیرونه چې جوړیږي باید د زلزلې پر وړاندي یې مقاومت يې ډېر لوړ وي."

پر زلزلې سربېره په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان بېلابېلې برخې د ویجاړونکو سېلابونو شاهدې وې.

د راپورونو پر بنسټ په څو ولایتونو لکه لوګر، پروان، غزني، میدان وردګ، کندهار، زابل، ننګرهار، کاپیسا، لغمان، کنړ او نورستان کې دغو سېلابونو خلکو ته ډېره مرګ‌ژوبله او تاوانه اړولې وه.

لغمان ولايت کې راوتلي سېلابونه - ارشيف
لغمان ولايت کې راوتلي سېلابونه - ارشيف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې اوچا د سنبلې په میاشت کې په یوه راپور کې وویل، اټکل کېږي چې په روان میلادي کال کې د سېلابونو په وجه په ټول افغانستان کې ۲۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

د اوچا په خبره دا شمېرې د تېر کال په پرتله د سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو په شمېر کې ۷۰ سلنه لوړوالی ښیي.

په راپور کې راغلي، تر ټولو ډېر زیان لوګر ولایت ته رسېدلی دی.

د اسد په ۲۹مه ددې ولایت خوشي ولسوالۍ د ویجاړونکو سېلابونو شاهده وه.

رویا له هغو زیانمن شویو څخه ده چې اوس د کورنیو بې‌ځایه شویو په یوه کمپ کې اوسیږي.

هغې ازادۍ راډیو ته وویل، خپلو ماشومانو ته اندېښمنه ده.

نوموړې وايي: "ژمی نژدې دی زموږ دا ماشومان خو نه‌شي کولای چې په دې سړه هوا کې وخت تېر کړي همدا اوس هم ماشومان مې ټول سینه بغل دي تر اوسه خو لا ژمی نه‌دی خو دوی مریضان دي موږ ورخطا یو چې څه وکړو ژمی رانژدې دی. له حکومته دا غواړم چې موږ ته یوه سرپناه جوړه کړي."

د سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ
د سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ

د پروان مرکز چاریکار دوه کاله وړاندې د مرګونو سېلابونو شاهد و.

د رسمي شمېرو پر بنسټ، په هغې پېښه کې ۱۲۰ تنه مړه او په لسګونه تنه نور ټپیان شول.

په پروان کې د سږ کال سېلابونو مرګ‌ژوبله کمه ښودل شوې خو تاوانونه يې ډېر زیات دي.

سخي محمد چې کروندګر دی او د پروان د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، خپل ټول شته يې په سېلابونو کې له لاسه ورکړي دي.

نوموړی وايي: "کور يې راته وران کړ، باغونه يې راته وران کړل. تقریبا څه باندې اووه جریبه ځمکه يې راته خرابه کړې ده او همدا ټوله زما پانګه وه. له همدې ځمکې مې د کور خوارک او مصرف پیدا کولو په دې هم د خدای له طرفه داسي یو کار وشو. غوښته مې دا ده چې له موږ سره مرسته وشي ځکه دا یو لوی ضرر دی چې موږ کړی دی."

حاجې مټا خان بیا د پکتیا د کورنیو بې‌ځایه شویو په یو کمپ کې اوسیږي.

"کله چې سېلاب راغلی موږ هڅه کوله چې خپل فصلونه بچ کړو"

هغه په پکتیا کې د وروستیو سېلابونو څخه وروسته چې کور يې وران شو دغې کمپ ته يې پناه ور وړې ده.

نوموړی د سېلاب د شپې کیسه کوي او وايي: "کله چې سېلاب راغی موږ هڅه کوله چې خپل فصلونه بچ کړو خو اوبه دومره ډېرې شوې چې زموږ کور ته راغلې، د شپې دوه بجې وې چې موږ مالونه او اعیال مو راوسته او پاسه دلته نژدې غونډۍ ته لاړو او سېلاب زموږ کور ته ننوتلو."

په طبیعت کې مداخله او د بې غوره کړنو ترسره کول یو له هغو لاملونه دي چې د سېلابونو په وخت کې د خلکو ژوند او مال په خطر کې اچوي.

لوګر کې د ډېرو سېلابونو د راوتلو له امله خلک لوړو غونډيو ته ختلي دي، د سږ کال انځور
لوګر کې د ډېرو سېلابونو د راوتلو له امله خلک لوړو غونډيو ته ختلي دي، د سږ کال انځور

د چاپیریال ساتنې ادارې پخوانی مرستیال عبدالولي مدقق په اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږه په غرونوو دښتو او غونډیو کې یوه اصطلاح لرو چې د اوبو لارې پاشلې دي. دا په طبیعي ډول موجودې دي. له دې لارې به اوبه تللی که خسارات يې درلودل هم ډېر کم ول، ولې موږ انسانانو او زموږ هېوادوالو په یو ډول نه یو ډول دا طبیعي جوړښت خراب کړ او هلته يې کرنیزې ځمکې، باغونه او کورونه جوړ کړل خو په هر حال اوس يې موږ وینو."

د طالبانو د هوا پېژندنې اداره د خلکو د خبرولو لپاره د باران، واورې او سېلابونو وړاندوينې په خپله وېب پاڼه خپروي.

خو په طبیعي پېښو کې د مرګ‌ژوبلې او درنو تاوانونو د مخنیوي لپاره حکومت نور څه اقدامات کوي؟

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزي وزارت ویاند نسیم حقاني ددې راپور تر چمتو کېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طبیعي پېښو د مخنیوي او دې پېښو ته په وخت ځواب ویلو کې د نورو هېوادونو چلند له افغانستان سره ډېر توپیر لري.

پکتيکا ولايت کې راوتلي سېلابونه
پکتيکا ولايت کې راوتلي سېلابونه

په بېلابېلو هېوادونو کې د طبیعي پېښو پر وړاندې داسي ادارې شته چې د منظم ترانسپورت، هیلکوپټرونه، صحي برخې ټول امکانات لري او په بېلابېلو برخو کې يې خلکو ته تریننګونه ورکړي دي چې دوی څنکه کولای شي بېړنيو حالاتو کې خلک وژغوري.

که څه هم طالب حکومت په راتلونکې کې د طبیعي پېښو پر وړاندې مخکې له مخکې تیاریو او د ډېرې مرګ‌ژوبلې کمولو او تاوانونو اوښتولو په اړه کوم مشخص پلان نه‌دی اعلان کړی، خو ویلي دي، وروستیو زلزلې او سېلاب ځپلو ته د رسېدنې په برخه کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

خو د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ د اوسېدنکي سعید په څېر د ډېرو زیانمن شویو هیلې د اوسني حکومت مشرانو ته دي.

سعید هیله‌مند دی چې د راتلونکو طبیعي افتونو لکه سېلابونو څخه يې کرنیزې ځمکې وساتل شي.

نوموړی وايي: "موږ جواري، غنم او نورې غلې دانې کرلې وې چې، ټول يې خراب شول، له حکومته مې غوښته دا ده چې دلته دهقانانو او هغو کسان سره چې کرکیله کوي سره مرسته وکړي بدبختانه موږ هر کال له دا ډول ستونزو سره مخ یو. زموږ ستونزه باید له بېخه حل شي."

سږ کال افغانستان کې د طبيعي افتونو له امله زرګونه افغانانو ته مالي او ځاني زيانونه واوښتل، سلګونه کورنۍ بې‌‌کوره شوې چې اوس مهال سرپناه ته جدي اړتيا لري.

که څه هم د طالبانو حکومت څو ځل له نړيوالو د طبيعي پېښو له امله له زيانمنو شويو لپاره د بېړنيو مرستې غوښتنې وکړې، خو تر دې دمه داسې مرسته نه‌ده شوې چې د خلکو اړتياو ته ځواب ووايي.

ارشيف
ارشيف

یو شمېر افغان اقتصاد پوهان وايې، په دې هېواد کې د اقتصادي وضعیت ښه کېدل د طالبانو او نړیوالې ټولنې په کړنو پورې اړه لري.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یو تازه راپور کې ویلې، د بشري مرستو په مټ نه‌شي کولی د افغانستان پاشلي اقتصاد ته سمون ورکړي.

دغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی په‌کې راغلي، افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې شاوخوا ۵ میلیارده ډالر له لاسه ورکړي دي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې د نړیوالو مرستو لویه برخه له دغه هېواد سره بنده شوه او په څه کم ۱۴ میاشتو کې چې طالبان واک ته رسېدلې دي؛ هیڅ هېواد تر اوسه په رسمیت نه‌دي پېژندلي.

که څه هم طالبان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو د هڅو په اړه وايي، خو ویل کېږي د ښه کېدو هیڅ نښه يې نه ښکاري.

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي، د تېر کال اګست میاشتې راهیسې شاوخوا ۲۰ میلیونه خلک په افغانستان کې د لوږې له خطر سره مخ دي.

خلک بې‌وزلۍ سخت ځپلي او له بې‌کارۍ شکايت کوي.
خلک بې‌وزلۍ سخت ځپلي او له بې‌کارۍ شکايت کوي.

د هرات د کرُخ ولسوالۍ د شهرک سبز په نوم د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو یو کمپ کې د خلکو د بې‌وزلۍ وضیعت یو اورېدونکي ازادي راډیو ته داسې بیان کړ: " دا مهاجرین بیخي له بد وضیعت سره مخ دی. یوه ګوله ډو‌ډۍ کور کې نه‌لري. کوچنیان او تور سرې یې ځي ښارونو کې خیرات ټولوي. زما هيله له دې (طالبانو) او مؤسسو څخه داده چې له دې کډوالو سره دې مرسته وشي که پاملرنه ونه‌شي دا کډوال د مرګ له ګواښ سره مخ دي."

" یوه ګوله ډو‌ډۍ کور کې نه‌لري. کوچنیان او تور سرې یې ځي ښارونو کې خیرات ټولوي"

که څه هم پر افغانستان د طالبان د بیا واکمنېدو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانسان بانک په میلیاردونو دالر ګنګل شول او تر اوسه پر طالبانو نړیوال بندیزونه لا پر ځای دی، خو په وروستیو میاشتو کې امریکا متحده ایالاتونو په میلیونو نقد دالر د طالبان تر کنترول لاندې افغانستان ته راولیږل.

بل‌خوا بیا د نورو خیریه ادارو لومړنۍ مرستې هم روانې دي که څه هم د تېرو کلنو پرتله کمې دي ځکه یو شمېر دغه خیریه ادارو افغانستان پرېښی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي؛ په بشري مرستو سره د افغانستان پاشل شوی اقتصاد ته سمون نه‌شي کولی.

د افغانستان د تجارت او صنایع خونې د مدیرت هیات غړی اذرخش حافظي هم له دې خبرې سره موافق دی.

نوموړی وايي: "کله چې مرستې بندې شوې او نړیوالې اړیکې وشلېدلې؛ نو مصنوعي اقتصاد هم ورسره نسکور شو، بانکې مناسبات ورسره خراب او هغه بشري مرستې چې راتللې هغه هم ختمې شوې. هغه پروژې چې دلته پیل شوې وې، یوه برخه يې جوړه وه او نورې پاتې وي نو ساتنې ته يې اړتیا درلوده چې دا هم په ټپه ودریدلې او کوم حکومت چې رامنځته شوی و هغه هم له نړۍ سره يې مناسبات سم نه و."

"کله چې مرستې بندې شوې او نړیوالې اړیکې وشلېدلې؛ نو مصنوعي اقتصاد هم ورسره نسکور شو"

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړي استازي ټام ويسټ ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې افغانستان سره یو میلیارد او سل میلیونه ډالر بشري مرسته کړې ده.

هغه د سپټمبر په اته ویشتمه په واشنګټن کې د نړیوالو ستراتیژیکو څېړنو په مرکز کې وویل؛ بشري مرستې دایمي نه‌دي نو ځکه د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره باید یو سیستم جوړ شي.

ټام ويسټ
ټام ويسټ

محمد امین فرهنګ چې افغان اقتصاد پوه دی، هغه هم په دې باور دی چې بشري مرستې د افغانستان د اقتصاد ښه کیدو سره مرسته نه‌شي کولای.

"بشري مرستې چې د افغانستان سره کېږي د مصرف په لور ځي"

نوموړی وايي: "بشري مرستې چې د افغانستان سره کېږي د مصرف پر لور ځي؛ یعنې دا چې خلک هغه د خوړو او د ژوند نورو اړتیاو لپاره ترې کار اخلي. اما دغه مرستې چې په غیر مستقیم ډول راځې او د تولید او پانګونې په هدف ترې‌نه ګټه نه اخیستل کېږي؛ نو په دې اساس يې د تولید کچه خرابیږي. اوزګارتیا ډېره ده او پایله يې دا ده چې قیمتونه لوړ شي. د خلکو د ژوند کچه ټیټه شي او غربت ورسره ورځ په ورځ ډېرېږي."

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې راپور چې چهارشنبه خپور شو په‌کې راغلي؛ افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې شاواخوا ۵ میلیارده دالر له لاسه ورکړي دي.

د راپور پر بنسټ د روان کال تر نیمې پورې ۷ سوه زروافغانانو خپله دندې له لاسه ورکړي دي.

دغه راز اذرخش حافظي وايي؛ د دولت د کارکوونکو بې‌کاره کېدل د اقتصاد په پاشل کېدو کې مرسته کړې ده.

هغه تېر جمهوري نظام ته په اشاره وویل: "ملګرې ملتونه د ۴۰ میلیونو انسانانو په نمایند‌ه‌ګۍ د درې یا څلور سوو انسانانو باندې سروې کوي او بیا يې پایلې شریکوي؛ د افغانستان د اقتصاد په برخه کې د ښځو ونډه تر نیمه څه زیاته ده. د ښځو ونډه په کلیو کې د کار په برخه بیا له نارینو څخه ډېره ده."

له بلې خوا ښاغلی فرهنګ وايي: "که چېرته طالبان واقعا همغه شرایط پوره او د نړیوالې ټولنې بارو ترلاسه کړي؛ نو امکان شته چې افغانستان سره تولیدي برخو کې مرستې وشي او بهرني پانګوال راشي، افغانستان ډېرې طبیعي سرچینې لري هغوی به لېواله شي چې پانګونه وکړي او په کرار کرار افغانستان له دغې بحران او اقتصادي رکود نه راووځي.

میلیونونه تنه په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او لومړني موادو قیمتونو ښکته کېدو ته سترګې په لار دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG