د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

عباس عراقچي: تمه د ټرمپ لیک د یوه عرب ډپیلوماټ په لاس خامنه یې ته ورسیږي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي‌ وایي، ټاکل شوې د دوی ستر مشر ایت الله علي خامنه یې ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک د یوه عرب ډيپلومات په لاس ورسیږي.

عراقچي دغه څرګندونې نن چهارشنبه د کابینې تر غونډې وروسته خبریالانو ته کړې دي.

د ازادۍ راډيو د ایراني څانګې راډيو فردا د راپور له مخې عراقچي د ډونالډ ټرمپ د لیک د محتوا او دا چې د کوم عربي هېواد استازی یې تهران ته سپاري، څه ونه ویل.

ډونالډ ټرمپ د کب په ۱۷مه ویلي و چې له ایران سره د اټومي پروګرام پر سر خبرو ته لیوالتیا لري او له همدې کبله یې د ایران ستر مشر ته لیک لیږلی دی.

ټرمپ هم د خپل لیک نور جزیات نه دي خپاره کړي خو هیله یې څرګنده کړې چې ایران خبرو ته حاضر شي، ځکه د ده په وینا خبرې د ایران په ګټه دي.

ایران بیا مخکې ویلي، تر هغو چې امریکا د فشار له سیاستونو لاس وانخلي، له واشنګټن سره مخامخ خبرې به ترسره نه شي.

XS
SM
MD
LG