د ازادي راډیویي مجلې په دې خپروونه کې همیم جلالزي خپل شعرونه را اوروي او د خپلو شعرونو په باره کې خبرې راته کوي.
د ازادۍ راډیوي مجلې په پیل شوې خپرونه کې اوونۍ فرهنګي خبرونه، د ارواښاد سیلاب ساپي په یاد د شوې غونډې په اړه راپور د لاتیني امریکا د مشهور شاعر پیبلونرودا په باره کې یو مطلب، د روښانیانو او درویزیانو د اختلافونو په اړه یو بحث او نور مطالب اوریدای شئ، د اوونۍ فرهنګي خبرونه قسیم سوله مل لولي:
د ازادي راډیویي مجلې په دې خپروونه کې د بایزید روښان د ژوند، زمانې او د ده د عرفاني فکر د زمینو په باره کې خبرې اورئ.
د ازادي مجلې په دې خپروونه کې له خوان ناول لیکونکي نصیر احمد احمدي سره د هغه د تازه ناول په باره کې مرکه اورئ. د عربي دنیا مشهور سندرغاړی عبدالحلیم حافظ درپیژنو او د هغه یوه سندره او د سندرې پښتو ژباړه اورېدلای شئ.
د ازادي راډیویي مجلې په دې خپروونه کې ځوان، ادیب شاعر ډاکتر احسان الله درمل خپل شعرونه را اوروي او د شعر په باره کې مو له خپلو ځینو نظرونو خبروي.
د ځوانو او تنکیو افغان هنرمندانو یوه ډله چې ډېری یې د کابل له سړکونو څخه د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت ته لاره موندلې ده، هلته یې موسیقي زده کړې ده په امریکا کې د موسیقۍ کنسرت ورکړي.
کره کتونکی نور الحبیب نثار په پښتو کې د بلاغي علومو د اوسنی وضعیت په باره کې معلومات راکوي. فرح هېواد د لندن د ځمکه لاندې رېل ګاډي شبکې د یوسلو پنځوسمې کالیزې په مناسبت یو رپورټ برابر کړی دی.
په نوره نړۍ کې د ژوند د نورو برخو غوندې رسنيو هم ډېر پرمختګ کړى دى، خو رسنۍ يې سره له دې چې خپلو کارکوونکيو ته لوړې تنخاوې ورکوي، د هغوى ژوند ورته تر هر څه مهم دى
د ازادي راډیویي مجلې په دې خپروونه کې د نامتو فیلسوف سقراط د ژوند او اهمیت په باره کې مرکه اورئ.
په افغانستان کې جوړ شوی لنډ هنري فلم چاپ انداز هلکان، چې په نړېوالو کچه یې د ګڼو خلکو پاملرنه ځان ته واړوله، اسکار جایزې ته کاندید شوی، خو د دې فلم په وړاندې د اسکار تر ګټلو زیات یو بل ستر هدف پروت دی، چې په افغانستان کې د سینما د وروسته پاتې هنر پیاوړي کول دي...
په افغانستان کې جوړ شوی لنډ هنري فلم چاپ انداز هلکان، چې په نړېوالو کچه یې د ګڼو خلکو پاملرنه ځان ته واړوله، اسکار جایزې ته کاندید شوی، خو د دې فلم په وړاندې د اسکار تر ګټلو زیات یو بل ستر هدف پروت دی، چې په افغانستان کې د سینما د وروسته پاتې هنر پیاوړي کول دي.
وايي، هر چا ته خپل وطن کشمير دی، خو ۲۰۱۴ کال د ځینو ځوانانو په زړه کې داسې ویره پېدا کړې، چې غواړي خپل وطن پریدي. ځینې بیا دا ویره بې ځایه بولي او وايي، چې خپل وطن باید پخپله جوړ کړو.
نور راوښيه