زیلینسکي واشنګټن ته د خپل سفر د مهمې برخې په توګه له ټرمپ سره د اوکراین د قیمتي منرالونو د اړوند تړون له لاسلیک پرته له سپینې ماڼۍ ووت. دې کم سارې پېښې د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین د دفاع د راتلونکې په اړه شکونه رابرسېره کړې دي.
ټرمپ وروسته پر ټروت ټولنیزې شبکې ولیکل چې "له زیلینسکي سره یې په سپینه ماڼۍ کې ډېره معنا داره غونډه لرله." ټرمپ وايي "له احساساتو راوتلې خبرې په زړه پورې دي او ما دا نتیجه واخیسته چې ولسمشر زیلینسکي په هغه صورت کې چې امریکا یې تر څنګ وي، سولې ته چمتو نه دی، ځکه دی فکر کوي چې په جګړه کې د امریکا له ښکېلتیا څخه به په مذاکراتو کې امتیاز ترلاسه کړي."
هغه ټینګار وکړ چې دی چا ته امتیاز نه ورکوي او یوازې سوله غواړي. ټرمپ پر زیلینسکي تور ولګاوه چې د ده په دفتر کې یې متحدوایالتونو ته "سپکاوی" وکړ او زیاته یې کړه چې "زیلینسکي د دریمې نړیوالې جګړې او د میلیونونه انسانانو د ژوند پرسر قمار وهي."
د اوکراین ولسمشر له ټرمپ سره د ناندریو پرمهال ټینګار کاوه چې امریکا باید اوکراین ته امنیتي ضمانتونه ورکړي او د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ته د اشارې په ترڅ کې یې وویل چې له "قاتل" سره باید هېڅکله سازش ونه شي خو ټرمپ په ځواب کې ورته ویل چې اوکراین باید روسیې ته امتیازونه ومني. ټرمپ دا هم وویل چې کییف باید د امریکا د مرستو منندوی واوسي.
ټرمپ او زیلینسکي کله چې پرون د لومړي ځل لپاره په سپینې ماڼۍ کې له یو بل سره ستړي مه شې کوله او لاسونه یې ورکول، د کمرو او خبریالانو په مخکې ناندرۍ ووهلې، د دواړو غږ اوچت شو او په دې توګه د دوی ترمنځ هغه لانجه بیا پیل شوه چې ولسمشر ټرمپ نژدې یوه اونۍ مخکې په دې ادعا پیل کړې وه چې ګنې جګړه لومړی اوکراین پیل کړې او بیا یې زیلینسکي دکتاتور وباله.
د ټرمپ او زیلینسکي په پرونۍ غونډه کې په ښکاره لیدل کېدل چې آیا د سولې یا اوربند په صورت کې به امریکا د روسیې پرضد جګړه کې اوکراین ته د ځانګړو امنیتی ضمانتونو ژمنه وکړي که نه.
ټاکل شوې وه چې دواړه مشران به په پرونۍ غونډه کې د اوکراین منرالي زېرمو ته د امریکا د لاسرسي اړوند تړون چې دا یې دریمه بڼه وه هم لاسلیک کړي. د دې تړون د ارزښت په اړه د روانې فبروري میاشتې په سر کې هم د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ مخالفت پیدا شوی و.