افغان سازيان د افغاني ساز مشهورې تاري الې، رباب، تنبور، دمبوره، دوتار او سيتار يادوي، دوی وايی، دغه ټولې اصيلي افغاني الې دي او ځينې لکه تنبور او رباب، زر، دوه زره کاله سابقه لري.
د ازادي راډیويي مجلې په روانه خپرونه کې د یوه جرمن پښتو پوه ډاکټر لوډز ژهاک سره د نورګل شفق مرکه اورئ. د نړۍ د نامتو شاعر دنتې او د هغه د مشهور کار په اړه د استاد نجیب منلي د خبرو لومړې برخه اورئ.
د ازادي راډیويی مجلې په پیل شوې خپرونه کې د افغانستان د تیاتر او سینما نامتو هنرمند ممنون مقصودي راسره دی، دی راته اروپا ته د خپل هنري سفر او د شکسپیر په یوه ډرامه کې د نقش لوبولو په باره کې خبرې کوي.
د ازادي راډیویي مجلې په دې خپروونه کې د پښتو، فرانسوي د لوی قاموس له برابروونکي ډاکتر اکبر وردګ سره مرکه اورئعبدالباري جهاني د خپلو منظومو حکایتونو په باره کې راته خبرې لري..
د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې لومړې درې خواږه حکایتونه اورﺉ. د مصر د نامتو سندرغاړې ام کلثوم یوه سندره او د سندرې ژباړه اورﺉ.
د ازادي مجلې به دې خپرونه کې د اروپا د خلکو یوه خوږه کیسه اورئ.له ډاکتر نظام الدین کټوازي سره د افغانستان د معارف په کتابونو کې د سولې د موضوع په باره کې خبرې اورئ او د کونړ د یوې مشاعرې په څو شیبو کې شریکېږئ.
د ازادي راډیویي مجلې په دې خپرونه کې د اجتماعي علومو متخصص ډاکتر نظام الدین کټوازی د سولې د زده کړې یا پیس ایجوکېشن د مفهوم په اړه خبرې کوي.
په پاکستان کې د زياتېدونکي مذهبي افراطيت له امله د دې هېواد هندوان د دوى ژوند ته د ور پېښو خطرونو له امله هند ته کډې کوي. د جمعې په ورځ هم د سيند او بلوچستان ايالت تر دوو سوو زيات هندوان په ظاهره هند ته د مذهبي رسوماتو د سر ته رسولو لپاره تللي...
افغان ليکوال او شاعر مسعود فاراني افغان ټکوانډوکار روح الله نېکپا ته شعر ليکلى چې کېدى شي د زياتو افغانانو د زړونو اواز وي. دا شعر يې دلته خپروو.
د ازادي راډیو په روانه خپرونه کې له تکړه شاعرې لینا فدا سره د مجیب الرحمن انګار مرکه اورﺉ. ځوان لیکوال اغا ملوک سحر خپل څو طنزي خبرونه راته لولي.
د فرهنګي چارو پوهان وایي، کېسې ویل په هېواد کې اوږد تاریخ لري، دوي وایي دا دود کلونه کلونه په شفاهي توګه له یوه نسله بل ته د یو امانت میراث په توګه انتقال شوی دی. دوي وایي، کېسی د افغانستان د تاریخ یو ځانګړې برخه او د کال په ځانګړو فصلونو کې او ځانګړو ځایونو کې به ویل کېدلې، افغان لیکوال او د فرهنګي چارو پوه حبیب اله رفیع وایي:
په افغانستان کې د کیسو او کیسو اوریدلی دود ورو ورو د له منځه تلو په حال کې دی. ځیني کورنۍ وایي، دا دود اوس په اکثرو کورنیو کې نه لیدل کیږي.د چارو پوهان وایي، غږیزې او تصویري رسنۍ د دې لامل شوي چې
نور راوښيه