خبرونه
بایډن د خپل ځایناستي په اړه اندېښنه ښکاره کړه

د امریکا ولسمشر جوبایډن ولس ته د خدای پامانۍ په وینا کې د متحدو ایالتونو د راتلونکې په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
هغه تېره شپه په یوه پنځلس دقیقه یې وینا کې چې ممکن له ولس سره یې وروستۍ خبرې وي، په امریکا کې د " الیګارشي " خبرداری ورکړ.
الیګارشي د حکومت داسې یوه بڼه ده چې په هغه کې واک د یوې وړې ډلې په لاس کې وي.
د بایډن په خبره دغه وضعیت د امریکا ډیموکراسۍ ته یو ګواښ دی.
ټاکل شوې بایډن د راتلونکې دوشنبې په ورځ په رسمي بڼه واک خپل ځای ناستي، منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته پریږدي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، بایډن بې له دې چې د ټرمپ نوم یاد کړي، د خپل ځای ناستي په اړه اندیښنه ښودلې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سوریې په سویدا ولایت کې د دروزي او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې

د سوریې په سویدا ولایت کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته بیا پیل شوې ده.
د دروزي وسله والو او حکومتي ځواکونو دا نښته نن سهار د سوریې په جنوبي ولایت سویدا کې داسې مهال پیلیږي چې د دروزي او بدوی ډلو ترمنځ د فرقه ییز شخړې د پای ته رسیدو په موخه څو ساعته مخکې اوربند شوی وو.
د سویدا په دورزي میشته سیمه کې تاوتریخوالی دا څرګندوي چې په سوریه کې میشت لږکي د واکمن اسلامي حکومت پر وړاندې بې باوره دي.
سوري ځواکونه د دوشنبې په ورځ د دورزي او بدوي وسله والو ترمنځ د نښتې د کنټرول لپاره سویدا ولایت ته تللي وو، خو دغه ځواکونه اوسمهال له دروزی وسله والو سره په نښته اوښتي دي.
اسراییلي ځواکونو د دروزي وسله والو په ملاتړ د دوشنبې او سېشنبې په ورځو کې د سوریې پر حکومتي ځواکونو بمباري کړې ده.
دروزي لږکي چې د توحیدي مذهب، چې په یوولسمه پیړۍ کې رامنځته شوی، پیروان دي.
په سوریه کې د جګړې د څارونکې یو سازمان د راپور له مخې، د سویدا په وروستیو څو ورځو نښتو کې ۲۴۸کسان وژل شوي دي.
د غلام خان بندر د پنځلسو ورځو لپاره د باروړونکو موټرو پر مخ نن پرانستل شو

د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې په خوست ولایت کې د غلام خان بندر لار نن چهارشنبې د باروړونکو موټر پر مخ له اوږد ځنډ وروسته خلاصه شوې ده.
دغو رسنیو د طالبانو د سرحدي ځواکونو ویاند عابد الله فاروقي په خواله ویلي، "غلام خان لار د پنځلسو ورځو لپاره پرانیستل شوی ده".
فاروقي د لارې د لنډې مودې د پرانستل کیدو په اړه جزیات ورکړي نه دي.
د غلام خان بندر لار دوه اونۍ وړاندې د پاکستان له لورې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.
د لامبو نړیوالې لوبې نن سنګاپور کې ترسره کیږي

د لامبو نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې په ازادو اوبو کې د لامبو د نړیوالې اتلولۍ لوبې چې دوه ځله د اوبو د ککړتیا له کبله ځنډول شوې وې، نن چهارشنبه سنګاپور کې ترسره کیږي.
د فرانس پریس د راپور له مخې، په سیمه کې د "سنتوزا" ټاپو له اوبو څخه اخیستل شوې نمونې ښيي چې د اوبو کیفیت ښه شوی دی.
د لس کیلو مترۍ لمبا دغه سیالۍ چې ښځینه او نرینه لوبغاړي په کې ګډون کوي، په ځایي وخت له سهاره ماسپښین ته ځنډول شوې دي.
د اوبو کیفیت تېر کال د پاریس په المپیکي لوبو کې هم یوه ستونزمنه مسله شوې وه.
پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي په تور د سلګونه نیول شویو ځوانانو قضیې بیا څیړل کیږي

د اسلام اباد سترې محکمې، د سلګونه کورنیو له غوښتنې وروسته، د هغو کسانو د قضیو په اړه د دولتي څیړنې امر وکړ چې مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیول شوي دي.
د محکمې قاضي اعجاز خان ویلي، دوی تر یوې میاشتې یو کمیسیون جوړوي او هغوی به د څلورو میاشتو په موده کې خپلې څیړنې بشپړې کړي.
د نیول شویو کسانو چې تر ډیره ځوانان دي، مدافع وکیلانو د محکمې دا حکم ستایلی او ویلې یې دي، کورنۍ اوس احساس کوي چې غږ یې اوریدل کیږي.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې په پاکستان کې د هغو ځوانانو نیول زیات شوي چې په انلاین فعالیتونو په ځانګړې توګه وټس اپ کې مقدساتو ته په سپکاوي تورن شوي دي.
فرانسپریس لیکلي، د تیر کال اکتوبر میاشتې د یوه راپور له مخې، ۷۶۷ تنه پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي په تور بندیان دي او محکمې ته انتظار دي.
مقدساتو ته سپکاوی د پاکستان د قانون له مخې داسې جرم دی چې مجرم یې د اعدام له سزا سره مخامخ کیږي.
پنټاګون لاس انجلس ته د ملي ګارد د ۲ زره استول شویو سرتیرو ماموریت پای ته ورسوه

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې لاس انجلس ته د ملي ګارد د دوه زره استول شویو سرتیرو ماموریت پای ته رسوي.
د ملي ګارد نژدې څلور زره سرتیري او ۷ سوه سمندري ځواکونه د جون په لومړیو کې وروسته تر هغه لاس انجلس ته واستول شول چې هلته د کډوالو د ځپنې پر ضد پاریدلې مظاهرې مهار کړي.
اسوشیتدپریس لیکلي، معلومه نه ده چې ولې د دغه شمیر سرتیرو دوه میاشتنی ماموریت پای ته ورسېد او په خبره یې دا معلومات هم نشته چې د ملي ګارد استول شوي پاته سرتیري به څه وخت له لاس انجلس نه وځي.
د پنټاګون ویاند شان پارنل ویلي، د دوی د ځواکونو له استولو سره لاس انجلس کې " ناقانونه کړنې" د کمېدو په حال کې دي.
وروسته له دې چې پولیسو د لاس انجلس په اکثره لاتین میشته سیمه کې پر کډوالو چاپې ووهلې، زرګونه مظاهره کوونکي سړکونو ته راووتل، یوه لویه لاره یې بنده او پولیسو سره په اخ او ډب واوښتل.
امریکایي چارواکي وایي، لاس انجلس کې یې د عملیاتو هدف د " ناقانونه کډوالو" نیول و، خو مظاهره چیان بیا حکومت د کډوالو په ځپلو تورنوي.
ټرمپ: د اوکراین ولسمشر باید پر مسکو برید ونه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د اوکراین ولسمشر ولودمیرزلنسکي باید پر مسکو برید ونه کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې پرون خبریالانو ته وروسته تر هغه وکړې چې فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې امریکایي ولسمشر خپل اوکراینی سیال روسیه کې ژورو بریدونو ته هڅولی دی.
د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، ټرمپ له زلنسکي پوښتنه کړې چې ایا د امریکا له خوا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو په ورکولو سره هغه کولی شي پر مسکو برید وکړي او که نه؟
کله چې خبریالانو په دې اړه له ډونالډ ټرمپه وپوښتل، هغه په ځواب کې همدا وویل چې"نه، زلنسکي باید پر مسکو برید ونه کړي" او په خبره یې د روسیې ولسمشر باید تر ۵۰ ورځو د اوربند یوې هوکړې ته غاړه کیږدي، که نه له بندیزونو سره به مخامخ شي.
امریکا په دې وروستیو کې له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو ژمنه وکړه او پرون څرګنده شوه چې یو شمېر پاټرایت توغندي له جرمني اوکراین ته د لېږدېدو په حال کې دي.
یوناما: د پیسو له کموالي سره سره د ستنو شویو افغان کډوالو لاسنیوي ته دوام ورکوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ( یوناما) مشره وایي، د بودجې له کموالي سره سره افغانستان ته د ستنو شویو افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکوي.
روزا اوتونبایوا ویلي د ملګرو ملتونو مسولانو د کډوالو د جبري ستنولو د مخنیوي په پار د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو سره هم څو غونډې کړې چې دا یې د ښو پایلو په هیله ده.
نوموړې دا څرګندونې پرون سه شنبه ( د چنګاښ ۲۴مه) د طالبانو د رییس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په ارګ کې کړي او باختر اژانس راپور کړې دي.
یوناما پرون د هرات اسلام قلعه بندر ته د میرمن اوتونبایوا له سفر وروسته یوه خبرپاڼه کې وویل، له ایرانه راستانه شوي کسان له رواني ستونزو او بې برخه لیکۍ څخه کړیږي.
د دوی په ټکو د ۲۰۲۵ کال له پيله افغانستان ته یو اعشاریه درې میلیونه کډوال ستانه شوي چې د راپورونو له مخې ډیری هغوی په زور ایستل شوي دي.
ملګري ملتونه وایي، د افغانستان له ګاونډیو باید د کډوالو غیر منظم ستنول پای ته ورسیږي او دغه بهیر باعزته، خوندي او داوطالبانه شي.
حال وش: ایراني پوله ساتو یو افغان په ډزو وژلی دی

د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان وایي چې د ایراني سرتیرو په ډزو کې یو افغان وژل شوی دی.
د دغه سازمان د راپور له مخې دغه افغان عبدالمنان نورزهي نومیږي چې د فرا ولایت اوسیدونکی و خو له ډیره وخته د ایران زاهدان کې اوسېده.
راپور کې راغلي، نوموړي چې له ایرانه اخراج شوی و بیرته غوښتل د کورنۍ لیدو لپاره زاهدان ته ولاړ شي چې د هیرمند په پوله کې پرې ډزې وشوې.
حال وش لیکلي، د ډزو پیښه د شنبې په ورځ شوې، خو په خبره یې د دغه افغان جسد پرون دوشنبه لارویانو موندلی او نیمروز ته یې لېږدولی دی.
د ایران حکومت او طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ولسي او حماسي شاعر مطیع الله تراب مړینې ته غبرګونونه

د پښتو ژبې مشهور ولسي، حماسي او منتقد شاعر مطیع الله تراب تېره شپه د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هغې د مړینې په تایید سره پر پیښه خواشیني ښودلې ده.
د تراب جنازه نن ( سه شنبه د چنګاښ ۲۴مه) په کابل او جلال اباد کې ترسره کیږي او بیا به د ننګرهار خوګیاڼو کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي.
تراب د شعر ځانګړی سبک درلود او په اکثرو مشاعرو کې یې خپل شعرونه په یاد ویل او د مینه والو له بدرګې سره به مخ کېدل.
مطیع الله تراب په دې وروستیو کې په یوه مشاعره کې د طالبانو مشر ملا هبت الله باندې هم نیوکه وکړه چې ولې له کندهاره واک چلوي او هغه ته یې د شعر په ژبه وویل چې کابل ته راشي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون بېلابېلو سیاستوالو، ادبپالو، لیکوالانو او د هغه مینه والو د تراب پر مړینه ژوره خواشیني ښودلې او هغه یې د پښتو معاصر ادب ته یوه ستره ضایعه بللې ده.
یوناما له ایرانه ستنو شویو سره د نړیوالو د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ( یوناما) مشرې له ایرانه ستنو شویو افغانانو سره له نړیوالو د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
روزا اوتونبایوا اسلام قلعه بندر ته تر سفر او هلته له راستنو شویو کډوالو سره تر لیدو کتو وروسته نن سه شنبه ( د چنګاښ ۲۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، کډوال له رواني ستونزو او بې برخه لیکۍ څخه کړېږي.
خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان چې له وړاندې وچکالۍ ځپلی، بشري ناورین په کې دی او ۷۰ فیصده خلک یې بې وزله دي، په یوازې سر د راستنېدونکو د څپې منلو ته چمتو نه دی.
یوناما ویلي، د ۲۰۲۵ کال له پيله یو اعشاریه درې میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي چې د راپورونو له مخې ګڼ شمیر یې په زور او فشار ایستل شوي دي.
یوناما ویلي، له ایران او پاکستان او دغه راز مرکزي اسیا له هېوادونو څخه د افغانانو غیر منظم ستنول باید پای ته ورسیږي او دغه بهیر باعزته، خوندي او په خپله خوښه شي.