د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

په افغانستان کې د کیسو او د کیسو اوریدلو دود ورو ورو لمنځه ځي


د افغانستان په زیاترو کورنیو کې کېسې ویل او کېسې اوریدل په یو نااشنا مفهوم اوښتي، ځیني کورني وایي د دوي په ژوندانه کې کېسې ویلو او کېسې اوریدلو ته نور ځای نه دی پاتی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00
مستقیم لېنک

دوي زیاتوي، نن سبا د دوي په چاپیریال کې داسې شیان لیدل کېږي چې د کېسی ویلو او کېسې اوریدلو ځای یي نیولی دی، یو شمېر کورنۍ وایي:

«پخوا بریښنا نه وه، لالټین هم یو په زړه پوری شی نه و، لالټین به یي پر صندلی کېښود، نیا نیکه، نګور او لمسی به راټول وو، ماشومانو ته به زړې کېسی کولی، ماشومانو ته ډیرې په زړه پورې وې، اوس ورسره څوک مینه نه لري.

کومه بله بوختیا نه وه، د کورنۍ سپین ږیري مجبور وو، چې کشرانو ته کېسی ووایي. اوس د دې وخت رسیدلی، چې دا شیان په کتابونو کې ولوستل شي او د اطلاعاتو او فرهنک له لارې وویل شي.»


د فرهنګي چارو پوهان وایي، کېسې ویل په هېواد کې اوږد تاریخ لري، دوي وایي دا دود کلونه کلونه په شفاهي توګه له یوه نسله بل ته د یو امانت میراث په توګه انتقال شوی دی.

دوي وایي، کېسی د افغانستان د تاریخ یو ځانګړې برخه او د کال په ځانګړو فصلونو کې او ځانګړو ځایونو کې به ویل کېدلې، افغان لیکوال او د فرهنګي چارو پوه حبیب اله رفیع وایي:

«فولکوریکې کېسې له زرګونو کلونو راهیسې په نړۍ او افغانستان کې دود وې او سپین ږیرو د ژمي په شپو کې کشرانو او مینه والو ته اورولې،ځینو پرله پسې داستانونو به په څو شپو کې هم پای ته نه رسیدل.»

ځیني کارپوهان بیا په دې نظر دي چې په افغانستان کې کورني جنګونه د دې لامل شول چې جنګي ذهنیت او سیاستونه د کېسې ویلو او کېسې اوریدلو ځای ونیسي.

خلک وایي په وروستیو کلونو کې هېواد ته د کمپیوتر، انټرنټ او راز راز کمپوټري لوبو، کېسې د خلکو په ذهن کې تتې کړې، د کابل پوهنتون استاد محمدحسین محمدي وایي:

«ویلای شم، چې څو کاله مخکې د کېسه ویونکو نیاګانو او نیکونو ځای رادیو ګانو ونیو او همدې لویانو ته به يي سیاسي تحلیلونه خپرول او دوي ماشومانو ته له کېسو ویلو لیرې وساتل، خو اوس دا کار تصویري رسنۍ او په تیره تلویزیونونه کوي.»

دی زیاتوي، نننۍ رسنۍ کېسه ویونکي ته دا چانش نه ورکوي نورې دې زړې کېسې ووايي.

محمدی دا هم وایي، د زړو کېسو، نه لیکل هم یو لامل دی چې کېسو سره مینه کمه کړې ده.

د دې تاکېد کوي، چې د پرمختللي تکنالوژی په مرسته دغه لرغونی ارزښت ته پام وشي او د فوکلوریکې کېسی دې په روزنیز نصاب کې شاملې شي.

خلک وایي که لرغونو کېسو ته پام ونه شي، نوی نسل به څه پوه شي چې د دوي د فولکلوریکو داستانونه اتلان څوک وو، څه یي غوښتل او څه یي کول.

خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG