د ولایت په ولایت د پروګرامونو په دې لړۍ کې نن غزني ته ځو. غزني، چې مرکز یې غزني ښار دی، د زابل، پکتیکا، پکتیا، لوګر، وردک، روزګان او بامیان ولایتونو سره پوله لري. ټاکل شوې ده، چې دا ولایت له راتلونکي
میدانښار یې مرکز دی او څه باندې اتلس زره کیلومتر مربع مساحت لري. په دې خپرونه کې د میدان وردک والي حلیم فدايي زموږ مېلمه دی.
دې ته په پام سره چې لوګر د کابل جنوبي ګاونډی دی، د دې ولایت امنیت پر ټول افغانستان اغېز لري. لوګر درې زره اته سوه اتیا کیلومتر مربع مساخت لري او له کابل، لغمان، ننګرهار، پکتیا، غزني او میدان وردک ولایتونو سره پوله لري.
دا ځل خوست ولايت ته ورځو چې له پاکستان سره تر ١٨٠ کيلومترو زياته پوله لري. څنګ ته يې پکتيا او پکتيکا ولايتونه پراته دي. د دې ولايت د اوسېدونکو شمېر يو مليونو ته رسېږي.
نن د کاپیسا ولایت ته ځو چې تازه یې امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي. په دې ولایت کې مېشتو فرانسوي پوځیانو د چهارشنبې په ورځ په یو لړ مراسمو کې امنیتي مسوولیتونه د افغانستان ملي اردو او ملي پولیسو ته تسلیم کړل.
نن پکتیکا ولایت ته ځو چې څه باندې نولس زره کیلومتره مربع مساخت لري. دا ولایت د افغانستان له خوست، پکتیا، غزني او زابل ولایتونو سره پوله لري خو په جنوب کې یې وزیرستان او بلوچستان پراته دي.
اول د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند پر لاسليکېدو، ورپسې پر اداري فساد د اورېدونکو ټليفوني پيغامونه راغونډ شوي چې په همدې شلو دقيقو کې يې اورئ
د دې اوونۍ په پروګرام کې د کابل ولايت ستونزې او لاسته راوړنې څېړل شوي دي، اورېدونکو هم پروګرام ته زنګ وهلى او خپل نظر يې له راډيو سره شريک کړى دى.
د ولايت په ولايت کې اوونيز پروګرام کې دا ځل د دايکنډي ولايت پر ستونزو او په دې ولايت کې د شويو کارونو په اړه خبرې شوي دي
کونړچې له ننګرهار، لغمان، نورستان سره ګډه پوله لري په اداري تشکیل کې یې څوارلس ولسوالۍ دي. په دې ولایت کې چې په غرونو پوښل شوي اکثره خلک لکه د نورو ولایتونو په څیرپه کرڼه بوخت دي.
نورستان د افغانستان په ختیځ کې یو غرنی ولایت دی چې د ختیځ لور ته یې پاکستان، جنوب ته یې کونړ، لوېدیځ ته یې لغمان، شمال لوېدیځ ته یې پنجشېر او شمال ته یې بدخشان ولایتونه دي.
نن یوه داسي ولایت ته ځو چې د مساحت له نظره د افغانستان تر ټولو لوی ولایت دی. هلمند اته پنځوس زره ۵۸۴ کیلومتر مربع مساحت لري. مرکز یې لشکر ګاه دی. باغران، دیشو، ګرمسېر، ګریشک، مارجه، کجکي، خانشین، موسي کلا، نادعلي، ناوه، نوزاد، سنګین، او واشېر یې ولسوالۍ دي.
نور راوښيه