د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

هلمند: ستونزې او لاسته راوړنې


نن یوه داسي ولایت ته ځو چې د مساحت له نظره د افغانستان تر ټولو لوی ولایت دی.

هلمند اته پنځوس زره ۵۸۴ کیلومتر مربع مساحت لري. مرکز یې لشکر ګاه دی. باغران، دیشو، ګرمسېر، ګریشک، مارجه، کجکي، خانشین، موسي کلا، نادعلي، ناوه، نوزاد، سنګین، او واشېر یې ولسوالۍ دي.

هلمند له کندهار، غور، روزګان، دایکنډي، فراه او نیمروز ولایتونو او دغه راز له پاکستان سره پوله لري.


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:24 0:00
مستقیم لېنک


تر دوه کاله پخوا پوري هلمند د افغانستان تر ټولو نارام او ناامن ولایت ګڼل کېده. له همدې کبله تر بل هرولایت زیات نړیوال ځواکونه په هلمند کې ځای پرځای شول.

د هلمند د ولایت په نورو ستونزو کې د کوکنارو، کښت، د مځکو غصب، د برېښنا کموالی او د سړکونو خرابوالی یادولی شو چې د روان پروګرام په دوام کې به د دغه ولایت له والي ښاغلي ګلاب منګل سره پرې خبرې وکړو.
XS
SM
MD
LG