د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

نورستان


د نورستان يوه غرنۍ سيمه
د نورستان يوه غرنۍ سيمه
نورستان د افغانستان په ختیځ کې یو غرنی ولایت دی چې د ختیځ لور ته یې پاکستان، جنوب ته یې کونړ، لوېدیځ ته یې لغمان، شمال لوېدیځ ته یې پنجشېر او شمال ته یې بدخشان ولایتونه دي.

د ویکي پیډیا له مخې د نورستان نفوس یولکو شل زره تنو ته رسېږي. برګ مټال، کامدېش، دو آب، مندو، لوامه، او واګل یې ولسوالۍ او پارون یې مرکز دی.

په وروستیو ورځو کې د نورستان مقاماتو وویل چې د دغه ولایت دوې ولسوالۍ یعني برګ مټال او کامدېش د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري محاصره دي او که مرسته ورونه رسېږي په دغو ولسوالیو کې مېشت امنیتي ځواکونه به له ستونزو سره مخامخ شي.

تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي و چې پاکستاني طالبان په برګ مټال کې په خپل سبک شرعي مقررات اجرا کوي او د دې ولسوالۍ خلک په تکلیفوي.

په مشرانو جرګه کې د نورستان سناتور ډاکتر حضرت شاه او د نورستان ژورنالیست سمیع الله شینواری زموږ مېلمانه دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:25:09 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG