د ولایت په ولایت د پروګرامونو په دې لړۍ کې نن لوګر ته ځو چې د ځینو راپورونو له مخې په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتاً خراب شوی دی.
دې ته په پام سره چې لوګر د کابل جنوبي ګاونډی دی، د دې ولایت امنیت پر ټول افغانستان اغېز لري. لوګر درې زره اته سوه اتیا کیلومتر مربع مساخت لري او له کابل، لغمان، ننګرهار، پکتیا، غزني او میدان وردک ولایتونو سره پوله لري.
د عینکو کان، چې ویل کېږي، د نړۍ د مسو یو له دوو سترو کانونو څخه دی، په همدې ولایت کې موقعیت لري.
په دې پروګرام کې د لوګر د ولایتي شورا رييس ډاکتر عبدالولي وکیل او امنیه قومندان جنرال روغ لېونی زموږ مېلمانه دي.