د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د غزني د پروژو کارونه څنګه روان دي؟


د ولایت په ولایت د پروګرامونو په دې لړۍ کې نن غزني ته ځو.

غزني، چې مرکز یې غزني ښار دی، د زابل، پکتیکا، پکتیا، لوګر، وردک، روزګان او بامیان ولایتونو سره پوله لري.

ټاکل شوې ده، چې دا ولایت له راتلونکي میلادي کاله د یوه کال په مخه د اسلامي ثقافت مرکز وي. د اسلامي ثقافت مرکزیت ته د غزني د تیاري لپاره هلې ځلې پیل شوي؛ خو ویل کېږي، چې په لازم شکل د غزني د لرغونو اثارو د ترمیمولو لپاره کار نه دی شوی.

غزني یو له لومړنیو ولایتونو څخه دی، چې د وسله والو طالبانو پرضد په کې پاڅون شوی او یوشمېر سیمې یې خلکو له وسله والو څخه تصفیه کړي دي.

د غزني په اړه ډېر څه نه وایو ځکه چې د دغه ولایت والي موسي خان اکبرزاده او د ولسي جرګې د تېرې دورې غړی جبار شیلګری مو مېلمانه دي او دوی به د غزني د امنیتي - اقتصادي وضعیت په اړه مالومات وړاندې کړي.

تاسي درانه اورېدونکي په تېره بیا د غزني اوسېدونکي هم کولی شئ ازادۍ راډیو ته تېلفون وکړئ او د خپل ولایت د چارو په اړه زموږ له مېلمنو ښاغلیو اکبرزاده او شیلګري څخه پوښتنې وکړئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:59 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG