د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۲

خبرونه

د میانمار د زلزلې د مړو شمېر له ۱۷۰۰ تنو واوښت

د میانمار د زلزلې ورانۍ
د میانمار د زلزلې ورانۍ

د مارچ په ۲۸مه په میانمار کې د زورورې زلزلې له امله د مړو شمېر له ۱۷۰۰ څخه اوښتی، او داسې وېره شته چې په راتلونکو ورځو کې به دا شمېره لوړه شي.

د ۷.۷ درجې زلزلې - چې په تېره یوه پېړۍ کې ددې هېواد تر ټولو قوي زلزله یاده شوې - ګاونډی تایلینډ هم ولړزاوه، چې هلته یې زیانونه او مرګژوبلې واړولې.

د میانمار پوځي حکومت اعلان وکړ چې د مارچ تر ۳۰مې پورې په دې هېواد کې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۷۰۰ کسان مړه شوي، ۳۴۰۰ ټپیان شوي او له ۳۰۰ څخه زیات کسان نادرکه دي.

نړیوالې مرستندویه ادارې هم د زلزلې وروسته د بشري ناورین د لا خرابیدو خبرداری ورکوي.

په ایران کې دوه افغان څاه کیندونکي مړه شوي

افغانان ایران سرحد سره
افغانان ایران سرحد سره

د تهران ښاروالۍ د اور وژنې او خوندیتوب د څانګې ویاند سید جلال مالکي د دغو دوو کارګرانو مړینه تایید کړه.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا افغان څاه کیندونکي ښايي د څاه دننه د ګازو د خپرېدو یا د اکسیجن د نشتوالي یا کمښت له امله مړه شوي وي.

هر کال زرګونه افغانان ایران ته د کار لپاره ځي، او په ایران کې د شاقه کارونو په ترڅ کې مرګژوبلې ورته اوړي.

په میانمار کې بله زلزله شوه

د میانمار دوهم لوی ښار، ماندالای ته نژدې نن (یکشنبې) یوه بله زلزله وشوه.

د اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، له دې زلزلې وروسته، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵.۱ درجې و، خلک په ویرېدلي حالت کې واټونو ته راووتل او چیغې یې وهلې.

تر اوسه د احتمالي تلفاتو او زیانونو راپور نه دی خپور شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د ژغورنې ډلو نن پرېکړه وکړه چې هغو سیمو ته داخل شي چې د وروستۍ ویجاړونکې زلزلې له امله ډېرې زیانمنې شوې دي.

د اسوشیېټېډ پرېس د راپور له مخې، تر دې دمه تر ۱۶۰۰ ډېر کسان په دې زلزله کې مړه شوي دي.

خو د دې لپاره چې سړکونه زیانمن شوي، پلونه نړېدلي، او د اړیکو ټینګول ستونزمن دي، د مرستې هڅې له خنډ سره مخامخ دي.

حماس وايي، د قطر او مصر د اوربند له وړاندیز سره یې موافقه کړې

د حماس ډلې د مشرتابه یوه لوړپوړي غړي ویلي، دوی د اوربند له هغه وړاندیز سره موافقه کړې چې دوه ورځې وړاندې قطر او مصر کړی و.

خلیل الحیه د شنبې په ورځ، د حمل ۹مه، په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې د حماس لیدلوری د منځګړو وړاندیز ته "مثبت" دی او دوی "منلی" دی.

حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې له لوري د ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کېږي.

د حماس مشر، چې د غزې په تړانګه کې د دې ډلې د مذاکره کوونکې هیئت مشري هم کوي، هیله څرګنده کړه چې اسرائیل به دا وړاندیز رد نه کړي.

هغه په ورته وخت کې وویل چې د حماس بې وسلې کول تر هغه وخته "سره کرښه" ده تر څو پورې چې د اسرائیل "اشغال" دوام ولري.

امریکا او اسرائیل څو ځله د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا ډله باید له جګړې وروسته د غزې په اداره کې کوم رول ونه لري.

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه وغوښتل چې افغان کډوال په زوره ونه باسي

د بخښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل یوځل بيا له پاکستانه وغوښتل چې په زوره له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل لغوه کړي.

د دې سازمان د جنوبي آسیا څانګې د شنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې له پاکستانه په ځانګړي ډول د افغان هنرمندانو پر ایستلو اندیښنه څرګنده کړه.

دې سازمان د بیلګې په توګه د نورالله په نوم د یوه افغان هنرمند یادونه کړې او ویلي یې دي چې که هغه افغانستان ته واستول شي، دا به نه یوازې ظالمانه وي بلکې په دې کار سره به دوی خپل غږ، میراث او هویت له لاسه ورکړي.

د امنیتسي انټرنشنل په خبره پاکستان باید وروستی مهلت لغوه کړي او د هغو کسانو ساتنه وکړي چې له لسیزو راهیسې یې دا هیواد خپل کور بللی دی.

د پاکستان حکومت ټولو بې اسناده او د ACC په نوم د افغانستان د تابعیت کارټ درلودونکو ته ویلي چې د مارچ تر۳۱ دمخه له پاکستانه ووځي کنه له دې نیټې وروسته به په زوره له دې هیواده وایستل شي.

د اوکراین ولسمشر له لویدیځو متحدانو د روسیې په وړاندې د کلک غبرګون غوښتنه وکړه

په داسې حال کې چې روسیې پر اوکراین بریدونو ته زور ورکړی، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون شنبې د مارچ په ۲۹مه د اوکراین له لویدیځو شریکانو څخه د روسیې په وړاندې د " پیاوړي غبرګون" غوښتنه وکړه. زیلینسکي تیره شپه په یوه ویډیویي پیغام کې وویل،

"زموږ شریکان باید په دې ښه پوه شي چې دا بریدونه یوازې د اوکراین پر ملکي وګړو بریدونه نه دي، بلکې په ټولو نړیوالو هڅو هم دي - پر هغې ډیپلوماسۍ چې دوی یې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره پرمخ وړي.»

د اوکراین ولسمشروویل، له ټولو لورو، متحدو ایالتونو، اروپا او هغو نړیوالو چې په ډیپلوماسۍ کې ښکیل دي، یوه پیاوړي غبرګون ته اړتیا لري.

زیلینکسي زیاته کړه روسیه باید سولې ته اړ ایستل شي او دا کار یوازې د فشار له لارې کیدای شي.

اوکرایني چارواکو د شنبې په ورځ په خارکییف کې پر یوه پوځي روغتون او پر (کریوي رای) ښار کې د روسیې د بې پېلوټه الوتکو او توغندو د بریدونو خبر ورکړ.

د خارکییف ښاروال د لږترلږه دوو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ او چارواکو په کریوي رای ښار کې د روسیې په بریدونو کې د لږترلږه اوه کسانو د ټپي کیدو خبره کړې ده.

د استانبول د ښاروال د بندي کېدو پر ضد مظاهرې دوام لري

زرګونو خلکو پرون (شنبې) یو وار بیا د استانبول په آسیایي سیمه، مال‌تپه کې د ښاروال اکرم امام‌اوغلو په ملاتړ لاریون وکړ.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د مظاهره‌چیانو شمېر سلګونو زرو ته رسېده، او دا یې په تېرو لسو کلونو کې د ترکیې یوه تر ټولو ستره مظاهره بللې ده.

خلک په داسې حال کې د امام‌اوغلو په ملاتړ راووتل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له تېرو لسو ورځو راهیسې هڅه کړې چې اعتراضونه وځپي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ترکیې د پولیسو او امنیتي ځواکونو له خوا نژدې ۲۰۰۰ مظاهره‌چیان نیول شوي دي.

د استانبول ښاروال ۴۵ کلن اکرم امام‌اوغلو، دوې اوونۍ وړاندې له لسګونو سیاستوالو، خبریالانو، سوداګرواو نورو کسانو سره د فساد د یوې قضیې په تړاو ونیول شو.

حامد کرزی: د نجونو زده‌کړې د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې ویلي چې د نجونو زده‌کړې د هېواد د راتلونکي لپاره حیاتي اهمیت لري.

ښاغلي کرزي د شنبې په ماښام پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې د وضعیت او د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د پروګرامونو په اړه هم بحث وشو.

په افغانستان کې ۱۴۰۴ تعلیمي کال لس ورځې مخکې د نجونو زده کوونکو له حضوره پرته پیل شو.

طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسي له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې دي.

یوناما د روان وري یا حمل میاشتې په ۶مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه یوازې د دوی پر راتلونکي، بلکې د ټول افغانستان پر سوله او هوساینه منفي اغېز لري.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د کمکي اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له ګاونډیو هیوادونو څخه د میلیونونو افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې ده.

ښاغلي غني ویلي چې نور ګاونډي هیوادونه د افغان کډوالو په ساتلو کې ګټه نه ویني نو په هیڅ هیواد کې افغان کډوال ځای نه لري.

ده همداراز د نړۍ سیاسي تحولاتو ته په اشارې ویلي چې هغه نړیوال نظم، چې له ۸۰ کلونو راهیسي واکمن و، د بدلون په حال کې دی، تمدنونه خپل تعریفونه او خپلې ګټې بدلوي او په دې منځ کې هغه هیوادونه خپلې بیړۍ ساحل ته رسولی شي چې د ده په وینا سم ماڼوګان لري.

ښاغلي غني په روانو بدلیدونکو حالاتو کې یووالی ضروري بللی دی.

اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسیدو څو ساعته مخکې له هیواده ووت او په ازبکستان کې د یوې شپې له تیرولو وروسته متحده عربي اماراتو ته لاړ چې لا هم په ابوظهبي کې اوسي.

یو خصوصي شرکت په ننګرهار کې په لمریزه انرژۍ ۵۰ میلیون دالره پانګونه کوي

یو خصوصي شرکت په ننګرهار کې د لمریزې انرژۍ پر تولید څه باندې ۵۰ میلیون ډالره پانګونه کوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پرون (شنبې) خبر ورکړ چې دا پروژه به د ننګرهار په ختیځ کې په حصارشاهي صنعتي پارک کې اجرا شي.

ټاکل شوې ده چې په دې پانګونې ۴۰ میګاواټه برېښنا تولید شي.

ننګرهار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې هوا یې په دوبي ډېره توده ده او د برېښنا اړتیا او مصرف پکې زیات دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG