چک جمهوریت، پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغان څانګې خبریال
په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د هغو افغانانو لپاره، چې ویزه نه لري، سبانۍ جمعه، د فبرورۍ ۲۸ مه، وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.
فریډم هاوس، یا د ازادۍ کور په خپل تازه راپور کې ویلي چې د نړۍ په ۶۰ هیوادونو کې د سیاسي او مدني ازادیو وضعیت خراب شوی دی.
د ملګرو ملتونو دوو جګپوړو چارواکو د بشري حقونو په نړیواله غونډه کې خبرداری ورکړ چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بشري حقونه په خطر کې دي او نړۍ د «واکمنو دیکتاتورانو» د بېرته راتګ له ګواښ سره مخامخ ده.
پاکستان په دې په غور کوي چې د چترال سیند د اوبو مخه په هغه ځای کې، چې د افغانستان خاورې ته داخلیږي، او د کونړ پر سین ورګډېږي، واړوي او د سوات په سین کې یې وبهیوي.
اسراییل د فلسطیني بندیانو خوشی کول ځنډولي او ویلي یې دي چې دا کار یې د دې لپاره کړی چې حماس د اوربند د موافقې خلاف د دوی اسیران تحقیروي.
امریکايي او روسي چارواکي نن په سعودي عربستان کې خبرې پیلوي خو د اوکراین ولسمشر چې د خلیج د سیمې د عربي هیوادونو او ترکیې په سفر وتلی، پرون په ابوظبي کې وویل چې په سعودي کې د اوکراین پر سر د امریکا او روسیې په خبرو کې ګډون نه کوي.
د ملګروملتو امنیت شورا به ژر په افغانستان کې د یوناما د ماموریت پر تمدید د خبرو لپاره غونډه جوړه کړي. دا ماموریت د تېر کال د مارچ په ۱۵ مه د سږ کال د مارچ تر ۱۸ پورې تمدید شوی و.
خبري اژانسونو د امريکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دونالد ټرمپ جګپوړی ټيم به په راتلونکو ورځو کې سعودي عربستان ته سفر وکړي، څو د روسیې او اوکراین د سولې خبرې پیل کړي.
د جرمني په مونشن ښار کې نن (پنجشنبې) یوه افغان کډوال د موټر په وسیله لږ تر لږه ۲۸ کسان ټپیان کړل.
امریکا د داعش د خراسان څانګې د وړتیاوو او فعالیتونو په اړه، چې په افغانستان او سیمه کې پراخ شوي، اندېښنه څرګنده کړې ده.
د مظاهرې تنظیموونکي ادعا کوي چې د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۳۲۰ زره کسانو په دې لاریون کې ګډون کړی وو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل هیواد ته د کاناډا، مکسیکو او چین د محصولاتو پر وارداتو تعرفې لوړې کړې.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې د نجونو او ښځو له حقونو نیولې تر ملکي مرګ ژوبلو، اعدامونو او بدني مجازاتو پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
اسراییل وایي چې د هغه لیست پر اساس چې د یکشنبې په شپه یې د حماس له خوا ترلاسه کړی، له هغو ۳۳ یرغمل شویو څخه چې د اوربند او د یرغمل شویو د آزادۍ په لومړني پړاو کې له غزې څخه خوشې کېدل، اته تنه مړه شوي دي.
د امریکا د استخباراتي ادارې، سې آی اې ویندوی پرون وویل، ډېر احتمال شته چې د کرونا وبا په طبیعي ډول نه بلکې له یوه لابراتوار څخه خپره شوې وي.
ډونالډ ټرمپ د امریکا د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې پرون (دوشنبې) لوړه وکړه او د خپلې ولسمشرۍ دوهمه دوره یې رسماً پیل کړه.
جنرال مارک میلي له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په مهال د متحدوایالتونو لوی درستیز و. ده ژمنې کړې وې چې له افغانستانه به د امریکا وتل هغسي نه وی چې له ویتنام څخه و.
په غزه کې اوربند، چې ټاکل شوې وه نن په ځايي وخت د سهار په اته نیمې بجې نافذ شي، درې ساعته په ځنډ پیل شو.
د ایران د سترې محکمې مشهور قاضیان محمد مقیسه او علي رازيني د شنبې په سهار د مرغومي ۲۹مه په تهران کې په خپل دفتر کې په ډزو ووژل شول.
نور راوښيه