د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۰

د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو خبرې یوازې په دوو ساعتونو کې پای ته ورسېدې


په استانبول کې د اوکراین او روسیې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره خبرې
په استانبول کې د اوکراین او روسیې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره خبرې

د اوکراین او روسیې ترمنځ په ترکیه کې پرونۍ (جمعه) خبرې د هغو دیپلوماتیکو هلوځلو پای و، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو په پایله کې پیل شوې وې، تر څو هغه جګړه پای ته ورسوي چې د دواړو خواوو لسګونه زره سرتېري یې وژلي دي.

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلینسکي، د جمعې په ورځ د البانیا په پلازمېنه تیرانا کې یوې اروپایي غونډې ته وویل: «د کییف لومړیتوب دا دی چې یو بشپړ، بې قیده او رښتینی اوربند رامنځته شي. دا باید سمدستي وشي، تر څو وژنې ودریږي او د دیپلوماسۍ لپاره یو قوي بنسټ کېښودل شی.»

د روسیې او اوکراین ترمنځ له درو کلونو وروسته د سولې لومړۍ مخامخ خبرې د جمعې په ورځ (د غويي ۲۶مه) په استانبول کې وشوې، خو یوازې یې دوه ساعته دوام وکړ.

د اوکراین دفاع وزیر، رستم عمروف، چې د خپل هېواد د پلاوي مشري یې کوله، د دې دوه ساعته ناستې تر پای ته رسېدو وروسته وویل، دواړه خواوې دې هوکړې ته رسېدلي چې زر تنه جنګي اسیران سره تبادله کړي.

په عین حال کې اعلان وشو چې د اوکراین او فرانسې ولسمشران، د جرمني صدراعظم، او د پولنډ او بریتانیا صدراعظمان د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، سره یو ګډ تلیفوني کنفرانس وکړي.

رسنۍ راپور ورکوي چې اوکرایني چارواکو پر روسیې تور لګولی چې په خبرو کې یې «د نه منلو» غوښتنې مطرح کړې دي.

خبري اژانسونو د ترکیې د چارواکو په قول ویلي، د استانبول ناسته له پیلېدو نژدې ۹۰ دقیقې وروسته پای ته ورسېده.

د استانبول تر خبرو لږ مخکې د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلینسکي ویلي و، که د روسیې پلاوی په استانبول کې له اوربند سره موافقه ونه‌کړي، «نړۍ باید غبرګون وښيي. باید یو شدید غبرګون وښودل شي، چې پکې د روسیې د انرژۍ په سکتور او بانکونو باندې بندیزونه شامل وي.»

مسکو د اوکراین، اروپایي هېوادونو او د امریکا غوښتنه رد کړې چې یو بشپړ، د تمدید وړ ۳۰ ورځنی اوربند دې رامنځته شي، او ویلي یې دي چې اوربند یوازې د مذاکراتو له لارې امکان لري.

زیلینسکي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تر لیدو وروسته په انقره کې خبریالانو ته وویل: «له بده مرغه، هغوی دا مذاکرات جدي نه نیسي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، هم وویل چې د روسیې له خوا د ټیټې کچې چارواکو استول ښيي چې د پام وړ پرمختګ چانس کم دی، خو دا یې هم زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ چمتو دی تر هغو خبرو ته دوام ورکړي، څو چې سوله ترلاسه شي.

XS
SM
MD
LG