د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۹

زیلینسکي وايي، روسیه تر وسه وسه هڅه کوي چې د استانبول د سولې خبرې ناکامه شي


د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلینسکي، وایي چې روسیه د جون په دوهمه نېټه په استانبول کې د سولې د وړاندیز شوې غونډې د پایلو د بې نتیجه کېدو لپاره «هرهغه څه چې یې په وس وي» کوي.

زیلینسکي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو لوی برید د اوکراین په دوهم لوی ښار کې نژدې لس تنه ټپیان کړل.

زیلینسکي په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: «په شمال ختیځ کې د روسیې پولې ته نژدې د خارکیف په ښار باندې د شپې مهال برید پر ملکي وګړو د معمول په شان برید و.»

هغه زیاته کړه: «د روسیې ستراتیژي یوازې له خلکو د ژوند اخیستل دي. او روسیه به له دې ستراتیژۍ له کافي فشاره پرته لاس وا نه‌خلي.»

د خارکیف د سیمې مشر، اولیګ سینیهوبوف، په ټیلیګرام کې په یوه پیغام کې وویل چې د مې په ۳۰مه سهار مهال په دې برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ټپیان شوي دي، چې په کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د ښاروال ایهور تېرېخوف په وینا، برید «د ښاروالۍ پر یوې اداري ودانۍ» شوی و. هغه وویل چې په دې برید کې د ایران اته شاهد بې پېلوټه الوتکې کارول شوي وې، او له دې امله تر ۳۰ زیاتې استوګنې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

څو ساعته وروسته، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي، کیت کلاګ، وویل چې د امریکا ولسمشر له خپل روسي ساري، ولادیمیر پوتین، څخه خوابدی دی چې په اوربند کې د پرمختګ په برخه کې ځنډ روان دی – دا هڅه د اروپا تر ټولو د خونړۍ جګړې له پای ته رسولو سره مرسته کوي.

په تېرو اوونیو کې روسیې پر اوکراین د خپلو بریدونو شدت زیات کړی، څو د اوربند د هوکړې لپاره فشار زیات کړي او د سولې عمومي پلان ته لاره هواره کړي، هغه پلان چې پر اوکراین د روسیې له بشپړ یرغل درې کاله وروسته وړاندې شوی. اوکراین د امریکا له خوا له وړاندیز شوي ۳۰ ورځني اوربند سره په اپرېل کې موافقه وکړه، خو روسیې دغه پلان ته شا کړه او د اوکراین ډېرو متحدانو تور پورې کړی چې پوتین غواړي د جګړې له روان وضعیت څخه ګټه واخلي.

په جګړه کې ډېرې ویجاړۍ ملکي زیربناوو ته اوښتي دي، سره له دې چې روسیه دعوه کوي چې د ملکي هدفونو په ویشتلو کې لاس نه لري، خو شواهد ښيي چې دا دعوه ناسمه ده.

ډونالډ ټرمپ، چې د تېر کال د انتخاباتي کمپاین پر مهال د سولې تړون ته ژر تر ژره رسېدا د خپل بهرني سیاست مهمه برخه ګڼله، د مې په ۲۸مه خبرداری ورکړ چې په شاوخوا «دوو اوونیو» کې به پرېکړه وکړي چې ایا پوتین په رښتیا غواړي جګړه پای ته ورسوي او که نه.

روسیې د مې په ۳۰مه اعلان وکړ چې د جون په دوهمه نېټه به استانبول ته د خبرواترو لپاره یوه ډله واستوي، چې ښايي له اوکراین سره د مخامخ خبرو دوهم پړاو پیل شي، خو کییف لا تر اوسه تایید کړې نه ده چې په دې خبرو کې به ګډون وکړي او که نه.

XS
SM
MD
LG