د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۱

د سوریې د حمص ښار په یوه جومات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله


د سوریې رسمي خبري اژانس (سانا) راپور ورکړی چې د دغه هېواد د مرکزي ولایت حمص په «امام علي» جومات کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

عیني شاهدانو ویلي چې دا چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال، هغه وخت وشوه چې جومات له لمونځ کوونکو ډک و.

چاودنه د حمص ښار د «وادي الذهب» په سیمه کې شوې، هغه سیمه چې تر ډېره پکې د سوریې علوي او شیعه لږکي مېشت دي.

د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو د پېښې ځای کلابند کړی او څېړنې یې پیل کړې دي. د ځايي چارواکو په وینا، چاودنه د جومات دننه شوې او امنیتي ځواکونه سمدستي سیمې ته رسېدلي دي.

په حمص کې یوه امنیتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ښايي بم د جومات دننه ځای پر ځای شوی وي.

په بریتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو څار بنسټ هم ویلي چې لا تر اوسه روښانه نه ده چې دا چاودنه د ځانمرګي برید له امله وه او که له مخکې څخه اېښودل شوي چاودېدونکي توکي له کبله.

د سانا خبري اژانس په خپرو شویو تصویرونو کې د جومات دننه پراخ زیان لیدل کېږي؛ د دیوال په یوه برخه کې لوی سوری، دننه تور لوګی، او پر ځمکه خورې ورې شوې غالۍ او کتابونه ښکاري.

په همدې حال کې، عربي رسنیو راپور ورکړی چې د «کتائب انصار السنه» په نوم یوې جهادي وسله‌والې ډلې د دې چاودنې مسوولیت منلی دی.

دې ډلې د ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې په ۱۳مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خپل موجودیت اعلان کړی و او په هماغه اعلامیه کې یې ویلي و چې د بریدونو هدف یې «په سوریه کې د شیعه‌ګانو او علویانو بشپړه له منځه وړل یا هغوی دې ته اړ کول دي چې نورو هېوادونو ته کډه شي».

دې ډلې همدارنګه د روان کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه په دمشق کې د «مار الیاس» کلیسا د چاودنې مسوولیت هم منلی و، هغه برید چې لږ تر لږه ۲۲ کسان پکې وژل شوي وو. دغه راز یې ادعا کړې چې د سلواغې په پنځمه د سوریې د لاذقیې ولایت د قرداحه په علوي مېشته سیمه کې ځنګلونو ته په اور ورته کولو کې هم دوی لاس درلود.

حمص ښار، چې ډېری اوسېدونکي یې سني مسلمانان دي، یو شمېر داسې سیمې هم لري چې تر ډېره علویان پکې اوسي. علویان، چې عقیدې یې له شیعه‌وو سره نژدې دي، د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال، په ځانګړي ډول په حمص کې، د سختو فرقه‌یي تاوتریخوالو شاهدان پاتې شوي دي.

په ۲۰۲۴ کال کې د سوریې د پخواني ولسمشر بشار اسد د واک له پای ته رسېدو وروسته، چې خپله علوي‌ و، د دې مذهبي لږکي د غړو د تښتونې او وژنې ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

همدارنګه د تېر مارچ په میاشت کې د سوریې په ساحلي سیمو کې د ملکي علوي وګړو د وژنو ګڼ راپورونه ورکړل شوي؛ هغه پېښې چې د رسمي چارواکو په وینا، وروسته له هغې پیل شوې چې د اسد په پلویانو پورې تړلو وسله‌والو پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل.

یوه ملي پلټونکي کمېسیون د دغو پېښو د قربانیانو شمېر لږ تر لږه ۱۴۲۶ کسان اعلان کړی، په داسې حال کې چې د سوریې د بشري حقونو څار بنسټ دا شمېر له ۱۷۰۰ څخه زیات اټکل کړی دی.

XS
SM
MD
LG