د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۶

د کډوالو نړیواله ورځ؛ لا هم میلیونونه افغانان کډوال دي او هغوی چې هیواد ته ستانه شوي په کړاو کې دي

د کډوالو نړیواله ورځ نن په داسي حال کې نمانځل کېږي، چې لا هم افغانان یو له هغو ملتونو څخه دي چې ډېر کډوال لري او له سختو شرایطو سره مخامخ دي.

د ملګروملتو په وینا، یوازې تېر کال نژدې درې میلیونه افغانان له ګاونډیو هیوادونو خپل هیواد ته په خپله خوښه یا په زوره ستانه شوي دي.

له ګاونډیو هیوادونو څخه خپل هیواد ته ستانه شوي کډوال وايي، چې د ژوند او کار شرایط ورته برابر نه دي او له راز راز کړاوونو سره مخامخ دي.

بلال خان یو له دغو کدوالو څخه دی چې په پاکستان کې له ۴۰ کاله مهاجرت وروسته افغانستان ته ستون کړل شوی دی. ده ازادي راډیو ته وویل:

«تر ۴۰ کاله زیات مې د پاکستان د پنجاب په میاوالي کمپ کې تېر کړي دي. تېر کال د اګست په لومړیو او د سپټمبر په آخره کې د پاکستان حکومت موږ ټولو ته وویل چې د اګست تر پایه پورې له کمپه ووځو. ما هلته خښتې وهلې، په سپټمبر کې پاکستان زه افغانستان ته راواړولم، زه او خپلوان مې بېکاره شوو، هیچا راسره مرسته نه ده کړې، بېلابېلو نړیوالو ادارو ته مې مراجعه کړې خو چا مې غږ نه دی اورېدلی، وضعیت مې ډېر خراب دی ځکه معیوب او نابینا یم.»

د ملګروملتو مرستندوی ماموریت، یوناما د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې افغانستان د بې‌ځایه کېدو له سترو کړکېچونو سره مخامخ دی، په دې هېواد کې دننه او په ټوله سیمه کې بېځایه شوي افغانان د ساتنې او د خپل ژوند د بیا جوړولو په لټه کې دي.

یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۹ میلیونو څخه ډېر افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي، چې ډیری یې تر فشار لاندې په سخت وضعیت کې دي.

افغانستان له سخت بشري بحران سره مخامخ دی. نړیوالې مرستندویې ادارې وایي چې میلیونونه افغانان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې اقتصادي ستونزې، د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه، د خوړو کمښت او د اساسي خدمتونو محدودیت دوام لري.

بشري بنسټونو له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د پراخې بېرته ستنونې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې میلیونونه افغانان له دغو هېوادونو بېرته ستانه شوي یا ایستل شوي، چې له امله یې پر کورنیو ټولنو، عامه خدمتونو او مرستندویو سرچینو لا زیات فشار راغلی دی.

له ایرانه افغانستان ته یوه استول شوې ښځه زینب وايي، په داسي حال کې ایراني ځواکونو له خپلې خاورې وایستله چې د کورنۍ یو شمېر غړي او ماشومان یې هلته پاتې شول.

«زه او زما د کورنۍ ټول غړي په ایران کې زېږېدلي یوو، زه یې افغانستان ته رااړولې یم، نوره کورنۍ مې په ایران کې پاتې شوې ده، دلته هیڅوک نه لرم. دلته په افغانستان کې ژوند راته ډېر سخت دی، یوازې یو فرش لرم نور هیڅ نه لرم؛ حتي یو بالښت چې تر سر لاندې یې کښېږدم.»

ملګري ملتونه وايي، زیاتره کډوال غواړي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، خو د ستنېدو پروسه باید په خپله خوښه، په خوندي توګه، او په درنښت وي.

د ملګروملتو د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۴۶.۱ میلیونه خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. د هرې شمېرې تر شا یو انسان دی چې له تاوتریخوالي، جګړې یا ځورونې څخه تښتېدلی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG