د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۷

ټرمپ: تر غزې ورهاخوا د منځني ختیځ د سولې لپاره فرصت برابر شوی


د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د کاناډا له صدراعظم سره
د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د کاناډا له صدراعظم سره

ټرمپ وویل: «واقعي احتمال شته چې پایله تر لاسه کړو. زه باور لرم چې موږ کولای شو په منځني ختیځ کې سوله ټینګه کړو. دا موضوع یوازې د غزې په وضعیت پورې نه رالنډېږي.

د امریکا ولسمشر د اسراییل او د حماس د توندلارې ډلې ترمنځ د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د مصر په کوربه‌توب د روانو خبرو په تړاو ویلي، د سولې لپاره یو «حقیقي فرصت» رامنځته شوی او دا چانس یوازې د غزې تر وضعیت محدود نه دی، بلکې د ټول منځني ختیځ د سولې لپاره هیله‌ بخښونکی دی.

دغه خبرې اترې د اکتوبر د اوومې د برید د دوهمې کلیزې په درشل کې د شرم‌الشیخ په ښار کې د امریکا، قطر او مصر د استازو په ګډون روانې دي.

ډونالډ ټرمپ د تلې په ۱۵مه (اکتوبر ۷مه) د سپینې ماڼۍ په یوه خبري غونډه کې، چې د کاناډا د صدراعظم مارک کارني ترڅنګ ولاړ و، وویل: «موږ د داسې یوې هوکړې تر لاسه کولو ته ډېر نژدې شوي یوو چې له مخې به په منځني ختیځ کې سوله راشي.»

هغه زیاته کړه چې د امریکا د حکومت استازي د هغو خبرو برخه دي چې دا مهال په مصر کې روانې دي. سپینې ماڼۍ مخکې ویلي و چې د ولسمشر ځانګړی استازی ستیو ویتکاف او د هغه زوم او پخوانی سلاکار جیرډ کوشنر د دې بهیر په رهبري کې رول لري.

ټرمپ وویل: «واقعي احتمال شته چې پایله تر لاسه کړو. زه باور لرم چې موږ کولای شو په منځني ختیځ کې سوله ټینګه کړو. دا موضوع یوازې د غزې په وضعیت پورې نه رالنډېږي. موږ د ټولو تښتول شویو کسانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوو.»

هغه زیاته کړه: «زموږ ټیم دا مهال هلته دی، یو بل ټیم تازه ورسېد، او نژدې ټول هېوادونه د دې طرح ملاتړ کوي.»

ټرمپ ټینګار وکړ که حماس او اسراییل د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر اوربند هوکړه وکړي، نو متحد ایالتونه به هر هغه کار وکړي چې ټول لوري د تړون د مادو پلي کولو ته ژمن پاتې شي.

یاده دې وي چې حماس د امریکا او اروپایي اتحادیې له لوري یوه ترهګره ډله ګڼل کېږي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د دغه هېواد صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن به د چهارشنبې له ورځې د مصر په خبرو کې ګډون وکړي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د شیخ محمد ګډون په دې خبرو کې په داسې حساس پړاو کې ترسره کېږي چې د منځګړیتوب هڅې د غزې د ناورین زېږې جګړې د پای ته رسولو په موخه یووالي ښيي.»

له بلې خوا، د ترکیې دولتي اژانس «انادولو» خبر ورکړی چې د دې هېواد د استخباراتو د ريیس په مشرۍ یو پلاوی هم مصر ته روان دی څو په خبرو کې برخه واخلي.

د حماس یو مشر، فوزي برهوم، ویلي چې هره هوکړه باید د جګړې پای او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو بشپړه وتنه تضمین کړي — هغه شرط چې اسراییل تر اوسه نه دی منلی.

اسراییل بیا د حماس د بې وسلې کېدو غوښتنه کوي، خو حماس دا غوښتنه په کلکه ردوي.

برهوم زیاته کړه چې حماس دایمي او عمومي اوربند، د اسراییلي ځواکونو بشپړه وتنه او د غزې د بیارغونې د بهیر سمدستي پیل غواړي، چې دا بهیر به د یوه «تخنیکي او خپلواک فلسطیني ملي بنسټ» تر څارنې لاندې ترسره شي.

د جرمني خبري اژانس د سې شنبې په ماښام د یوې مصري سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د اسراییل او حماس د خبرو دوهمه ورځ پرته له کوم پرمختګه پای ته رسېدلې، او دواړه لوري لا هم پر خپلو دریځونو ټینګ ولاړ دي.

د قاهرې‌نیوز ټلویزیون چې د مصر استخباراتو ته نژدې ګڼل کېږي، ویلي چې د هغو بندیانو لېست چې حماس د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې، د پام وړ فلسطیني څېرې لکه مروان برغوثي، احمد سعدات، حسن سلامه، عباس السید او یو شمېر نور کسان پکې شامل دي.

حماس له دې سره د ډونالډ ټرمپ د ۲۰ ماده‌یزې طرحې د پلي کولو د څرنګوالي او د ضمانتونو د میکانیزم په اړه وضاحت غوښتی، څو ډاډ ترلاسه شي چې اسراییل به له تړون وروسته بیا پر غزه برید ونه کړي.

د جرمني خبري اژانس د مصري سرچینې په حواله ویلي چې د اسراییلو پلاوي تر اوسه د دې برخې په اړه له هر ډول ژمنې ورکولو ډډه کړې او همداراز یې د بندیانو تر تبادلې مخکې د جګړې د بندولو په اړه خبرو ته تیاري نه ده ښوولې.

XS
SM
MD
LG