د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۲

په افغانستان کې وچکالي بزګران د کوکنارو کر ته هڅوي


کوکنار-افغانستان-ارشیف
کوکنار-افغانستان-ارشیف

د ملګروملتونو د مخدروموادو او جرمونو د کنټرول ادارې ( یو، این، او، ډي، سي) خبرداری ورکړی چې د اقلیم بدلون د افغانستان په کلیوالي سیمو اقتصادي فشارونه زیات کړي چې له امله یې افغان بزګران د کوکنارو کښت ته اړ کیږي.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمنو د کنټرول ادارې خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلون د افغانستان په کلیوالي سیمو اقتصادي فشارونه زیات کړي چې له امله یې افغان بزګران یو وار بیا د کوکنارو کښت ته اړ کیږي.

دغه ادارې پرون د نومبر ۱۰ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د چاپیریالي شرایطو او مخ په زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو ګډو اغیزو د قانوني فصلونو کښت محدود کړی دی.

( یو، این، او، ډي، سي) له نړیوالې ټولنې او اړوند بنسټونو غوښتي چې د اقلیمي بدلون په وړاندې هڅو ته لومړیتوب ورکړي تر څو په افغانستان کې د غیر قانوني کښت په تولید کې د زیاتوالي مخه ونیول شي.

دې ادارې مخکې په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د کوکنارو کښت د تېر کال پرتله شل سلنه راکم شوی خو په تازه بیان کې یې راغلي چې له دې کمښت سره سره له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو پراخه ستنېدنه چې له امله یې د کار په بازار فشار زیات شوی د کوکنارو د کښت د احتمالي زیاتېدو ویره زیاته کړې ده.

په همدې حال کې یو شمېر افغان بزګران هم وايي چې له تېرو نږدې دریو کلونو راهیسي د غنمو په ګډون د جوارو او شولو هیڅ ډول فصل حاصل ته نه دی رسېدلې.

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د پېښې خوړ سیمې یوه بزګر چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل د سختې وچکالۍ سره مخ دي او د ډیزلې برښنا په وسیله له ځمکې د اوبو د راویستلو لګښت یې د غنمو او یا جوارو په کښت نه پوره کیږي.

نوموړي وویل:

"زموږ کار ډېر خراب دی، پیسې نشته، فصلونه نه کیږي، سخته وچکالي ده، موږ مجبور یو چې بیا د کوکنارو کښت ته مخه وکړو، کوکنار ښه دي یو څه ترې کیږي، خو د غنمو او جوارو فصل هغومره ګټه نه کوي لکه څومره چې کوکنار یې کوي."

د فراه د قعله ګاه یوه اوسېدونکې او بزګر محمد علي هم ورته شکایت وکړو او وې ویل د سختو اقتصادي ستونزو له امله اړ دي چې یو وار بیا د کوکنارو کښت ته مخه وکړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"له تېرو دریو کلونو راهیسي دلته په فراه کې سخته وچکالي ده، موږ بزګران له ځمکو نه ډوډۍ ګټو خو اوس ځمکې له تندې چاودلي دي او اوبه نشته، نو موږ اړ یو چې اولادونو ته ډوډۍ پیدا کړو، که وضعیت همداسې روان وي مجبور یو چې یو وار بیا د کوکنارو کښت ته مخه وکړو ځکه بله هیڅ چاره نه ده راپاتې."

دغه بزګران له حکومت او نړیوالې ټولنې د بدیل کښت په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ( یو، این، او، ډي، سي) د نوي بیان په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو مرستیال ویاند یې حمد الله فطرت د تېرې جمعې په ورځ د لړم میاشتې ۱۶ مه په یو غږیز بیان کې په افغانستان کې د شیشې د تولید د زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور رد کړی و او ویلي یې وو چې په دې هیواد کې د نشه‌يي توکو د تولید، قاچاق او کښت کچه صفر ته نږدې شوې دی.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو مخدره موادو او جرمونو د کنټرول ادارې ویلي وو چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له کمېدو سره د شیشې په تولید او قاچاق کې زیاتوالی راغلی او اوس مهال د مصنوعي نشه یې موادو کاروبار د سازمان‌شویو جرمي شبکو لپاره د عاید یوه نوې وسیله ګرځېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان اوس مهال د اقلیمي بدلون له امله له پرلپسې وچکالۍ سره مخ دی.

د طالبانو د حکومت د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ویلي سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیان منونکی هېواد دی، خو په رسمي ډول په برازیل کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۰م کنفرانس (Cop_30) ته نه دی بلل شوی.

د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون دیرشم کنفرانس (Cop_30) پرون د نومبر په ۱۰ مه په برازیل کې پیل شوی او د همدې میاشتې تر ۲۱ مې دوام کوي.

د نړیوال اقلیم په دې سرمشریزه کې له ۱۹۰ هیوادونو څخه د زیاتو هیوادونو استازو برخه اخیستې او په نړۍ کې د نوې کېدونکې انرژۍ په پراختیا او د اقلیمي بدلون له امله له زیانمنونکو هیوادونو سره په مرستو بحث کوي.

ملګرو ملتونو ویلي افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د لسو تر ټولو زیانمنونکو هیوادونو په ډله کې دی چې له سختې وچکالۍ، سیلابونو، غیر منظم بارانونو او د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG