د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۲

په افغانستان کې د کوکنارو او تریاکو د تولید کمېدل، وچکالي او د کرنیزو ساحو د کمېدو له کبله اندېښنې


د طالبانو ځواکونه د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو پرمهال
د طالبانو ځواکونه د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو پرمهال

د ملګروملتونو یوه تازه سروې ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت او د تریاکو په تولید کې شل سلنه کموالی راغلی دی. د ملګروملتونو د مخدروموادو او جرمونو د کنټرول ادارې په خپل راپور کې پر دې هم اندېښنه ښودلې چې په دې هېواد کې د کیمیاوي ترکیبي موادو په وسیله د مخدروموادو د جوړولو کچه لوړه شوې ده.

د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ د یوه لیرې پراته کلي اوسېدونکي عبدالله په خپله ځمکه کې په پټه یوه اندازه کوکنار کرلي دي.

عبدالله چې دا یې اصلي نوم نه دی وايي، د دوی په ولسوالۍ کې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره د طالبانو د حکومت کمپاین تراوسه نه دی پیل شوی او دی نه پوهېږي چې د کوکنارو کروندې ته به یې څه ورپېښ شي.

د عبدالله په وینا د لویو لارو پر غاړه د نژدې پرتو سیمو خلک د طالبانو له وېرې ترډېره د کوکنارو پرځای نور شیان کري. نوموړی وایي "په هغو سیمو کې چې د طالبانو د حکومت په ولکه کې دي او سړک ته نژدې دي، هلته خلکو کوکنار هېڅ نه دي کرلي او کري یې هم نه. خلک بدیل کښتونه کري، مثلا زموږ په سیمه کې خلک غنم، اوربشې، نخود او نور شیان کري. خلک د بېوزلۍ له پلوه اندېښمن دي. بېکاري ده، بېوزلي او نور مشکلات دي. خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي."

له بادغیس ولایت څخه هم یوه کروندګر د نوم نه ښودلو په شرط آزادۍ راډیو ته وویل چې په دې ولایت کې د کوکنارو کښت د طالبانو له فرمان وروسته بند شوی دی مګر د هغه په وینا ځینو کروندګرو د خپلو کورونو په انګړونو کې په پټه کوکنار کرلي دي.

ملګري ملتونه وايي چې د اوبو د کمښت، خرابې هوا او اقلیمي بدلونونو له کبله د افغانستان څه باندې ۴۰ سلنه کرنیزه ځمکه شاړه شوې ده.

په هلمند، کندهار او فراه ولایتونو کې د کوکنارو د کرکېلې دودیزو سیمو ته چې څومره واټن لنډېږي، نو هومره پر دې کښت بندیز هم سختېږي.

په افغانستان کې د کوکنارو په کرکېله کې وروسته له هغه کمښت راغی چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو لوی مشر ملا هېبت الله آخوندزاده په یوه حکم کې د کوکنارو کرکېله او د تریاکو تولید او قاچاق غیرقانوني وبلل او بندیز یې پرې ولګاوه. هغه مهال د کوکنارو کروندو شاوخوا ۲۳۲زره هکتاره ځمکه رانغاړله خو یوکال وروسته په ۲۰۲۳ کال کې د پام وړ کموالی پکې راغی.

د ملګروملتونو د مخدروموادو او جرمونو د کنټرول د ادارې UNODC سروې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په شاخوا ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو، خو دا اندازه سږکال ۱۰۲۰۰ هکتاره ته راټیټه شوې ده چې د سروې له مخې د تېر کال پرتله شل سلنه کموالی ښيي.

د نیمروز ولایت د چاربرجک ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي ظاهر آزادۍ راډیو ته وویل، د دوی په سیمه کې د کوکنارو د کرلو سزا درنه ده نو ځکه خلکو د پختې او نورو بدیلو کښتونو کرکېلې ته مخه کړې ده.

خو ښاغلی ظاهر دا یادونه هم کوي چې دا سیمه اوبه نه لري. دی وايي "نیمروز چې دی په خاص ډول چاربرجک ولسوالي، د کرکېلې لپاره تر ټولو پراخې او ښې ځمکې لري. حتی داسې سیمې هم لري چې ځمکې یې له تېرو سلو کلونو راهیسې نه دي کرل شوي، ځکه هلته اوبه نه وررسېږي. نو دا ځای ډېرې ښې او سمسورې ځمکې لري. ځمکې یې تیږې نه لري او سمسورې دي. خو یوازینی شی چې دلته یې کمی دی، اوبه دي."

نیمروز د هېواد د جنوب لویدیځ په هغه سیمه کې پروت دی چې وچکالۍ سخته ځپلې ده. خو د کرنې د چارو د کارپوه هدایت الله عمرخېل په باور له غزني نیولې تر هراته پورې پرتې سیمې چې ډېرې سمسورې دي د پراخېدو په حال کې دي.

ښاغلی عمرخېل وايي، سمه ده چې د هېواد د جنوب لویدیځ په هغو سیمو کې چې په دودیز ډول ډېر کوکنار کرل کېدل یوشمېر ځمکې شاړې شوي خو هغه آزادۍ راډیو ته وویل چې د شاړو ځمکو د پراخېدو علت پر کوکنارو بندیز نه، بلکې وچکالي ده. د نوموړي په وینا"په افغانستان کې ځمکې هغه وخت شاړېږي چې اوبه ورونه رسېږي. شپږ- اوه میاشتې کېږي چې په جنوب لویدیځه حوزه کې باران نه دی ورېدلی، چې دا خپله د دې باعث شوی چې ځمکې شاړې شي. په هغه ځای کې چې کوکنار کرل کېږي، ځمکې یې دوه فصله دي. مخکې به په یوه فصل کې یوازې کوکنار کرل کېدل او دوهم فصل به هسې هم شاړ و. یعنې څه به یې نه کرل. مثلا په نوزاد ولسوالۍ کې چې ډېرې وچکالۍ ځپلې ده، له بده مرغه ډېر شیان پکې له منځه تللي دي او دا باعث د دې شوي چې ځمکې شاړې شي. زما په فکر اقليمي بدلونونه او د اوبو کمښت، ډېر رول لري نه د کوکنارو نه کرل."

د غور ولایت پلنګان سیمه چې وچکالۍ سخته ځپلې ده.
د غور ولایت پلنګان سیمه چې وچکالۍ سخته ځپلې ده.

د UNODC د راپور له مخې د کوکنارو پر کر د طالبانو له بندیز وروسته افغان کروندګرو د غنمو او نورو نباتاتو کرکېلې ته مخکه کړه خو د خرابې هوا او د وچکالۍ او د اوریاوو د کمښت په ګډون د اقلیمي بدلونونو له وجې د هېواد څه باندې ۴۰ سلنه کرنیزه ځمکه شاړه شوې ده.

د افغانستان د احصاییې ملي ادارې چې طالبان یې اداره کوي په خپل یو وروستي راپور کې ویلي دي چې په هېواد کې د غنمو د تولید کچه راکمه شوې او سږکال د هېواد د غنمو تولید یوازې څلور نیم میلیون ټنه و.

نړیوالو به پخوا له افغان کروندګرو سره منظمې مرستې کولې خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دوی مرستې تقریبا د نشت کچې ته راولوېدلې.

دې ادارې ویلي دي چې دا غنم تر ډېره د هلمند، کندز، هرات، کندهار، فراه او بادغیس له اوبیزو او للمي ځمکو ترلاسه شوي دي؛ خو د احصاییې اداره وايي، د هېواد د غنمو حاصلات د تېرکال پرتله په اوبیزو ځمکو کې ۴ او په للمي ځمکو کې ۲۴ سلنه کم شوي دي چې د وچکالۍ په ګډون بیلابیل عوامل لري.

د کرنې د چارو متخصص هدایت الله عمرخېل په دې باور دی چې په افغانستان کې د کرنیزو ځمکو کچه نه ده محدوده شوې. ښاغلی عمرخیل دا مني چې په افغانستان کې د ځمکې د تل اوبه د پخوا پرتله کمې دي خو دی ټینګار کوي چې د ځمکو د خړوبولو قطره يي سیسټم ته چې افغانان په وروستیو کلونو کې ورسره آشنا شوي په پام، د کرنیزو ځمکو ساحه پراخه شوې ده: عمرخېل وايي"د ځمکو کرل ډېر شوي دي په افغانستان کې ځکه هغه ځمکې چې په دښتو کې وې، اوس په ښېرازو ځمکو بدلې شوې دي. لکه دښتي مناطق له غزني نیولې تر هراته پورې اکثر دا سیمې ځینو خلکو د “اوبه خور” دا نوی قطره يي سیسټم چې اوس اوس د وردګو او لوګر ولایتونو په ځینو سیمو او کابل کې کارول کېږي، ډېر مثبت ګام دی چې په لږو اوبو موږ کولای شو چې ډېرې ځمکې خړوبې کړو؛ سره له دې چې یو منفي فکتور یې دا دی چې د ځمکې د تل اوبه راوځي او بېرته تغذیه کېږي نه اما ځمکې ورسره ښېرازې شوې دي."

د ملګروملتونو په راپور کې همداراز راغلي دي چې د کوکنارو او تریاکو له کاروبار څخه د افغان کروندګرو عواید هم تقریبا نیمايي شوي دي. د راپور له مخې په ۲۰۲۴ کال کې له دې درکه د کروندګرو عواید ۲۶۰ میلیون ډالر و، په داسې حال کې چې سږکال د دوی عواید۱۳۴ میلیون ډالرو ته رسېدل.

په کابل کې د پوهنتون استاد دوست محمداحمدزي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې دا د هېواد د اقتصاد لپاره لوی زیان وباله او ویې ویل"له هغه وخته چې په افغانستان کې د کوکنارو او نشه يي توکو کرکېله بنده شوې ده، سره له دې چې دا غیرقانوني عواید وو، خو هرکال د افغانستان خلکو تقریبا میلیونونه ډالر ترلاسه کول. د دې د جبران لپاره د کرنې نورې قانوني لارې هم شته دي. بزګران کولای شي چې زعفران وکري، د مېوو باغونه جوړ کړي، شنې خونې، شاتچرې او د لبنیانو کوچني فارمونه دا ټولې هغه قانوني لارې دي چې کولای شو د دې د جبران او بدیلو لارو په توګه یې وکاروو."

د کوکنار پر کر د طالبانو د لوی مشر د بندیز له فرمان وروسته دا دود د هېواد له جنوب څخه د شمال او لویدیځ ځینو سیمو ته ولاړ. له دې سره په خاص ډول په بدخشان ولایت کې د کوکنارو په کروندو کې د پام وړ زیاتوالی راغی. د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې په بدخشان کې د طالبانو له هغو ځواکونو سره چې د کوکنارو د مخنیوي لپاره سیمې ته استول شوي وو د سیمه ایزو کروندګرو په نښتو کې ګڼ کسان ووژل شول.

ملګروملتونو له نړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتنې کړې دي چې د کوکنارو پرځای د بدیل معیشت په برخه کې له افغان کروندګرو سره مالي مرستې وکړي، او دا غوښتنه طالبانو هم کړې. د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال افغان کروندګرو له نړیوالې ټولنې څخه منظمې مرستې ترلاسه کولې خو د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته نه یوازې دا، بلکې نورې مرستې هم تقریبا د نشت کچې ته راولوېدلې.

بدخشانی کروندګر عبدالله چې په مستعار نامه یې له آزادۍ راډیو سره خبرې کولې وايي"د طالبانو حکومت د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې له کروندګرو سره هېڅ راز مرستې نه دي کړي، نو ځکه ده په خپله لس جریبه ځمکه کې په پټه کوکنار کرلي دي."

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG