د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۳

افغانستان کې زلزله ( د پام وړ تلفاتو احتمال شته او ناورین په احتمالي توګه پراخ دی)


بلخ کې د زلزلې مرکز
بلخ کې د زلزلې مرکز

د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه درې درجې زلزلې تیره شپه د افغانستان شمالي سیمې لړزولي او خلکو ته یې زیانونو اړولي دي.

زلزله په ځایي وخت تیره شپه شاوخوا یوه بجه شوې او د امریکا د جیولوجيکي سرویې د معلوماتو له مخې مرکز یې مزارشریف ته نژدې په ځمکه کې ۲۸ کیلو متره ژور و.

سملاسي د انساني زیان په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو د ټولنیزو رسنیو په انځورونو او ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې ګڼ کورونه او ودانۍ ویجاړې شوې دي.

ځینو کورنیو رسنیو لیکلي چې په سمنګان ولایت کې د زلزلې له کبله لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي دي.

یوه ویډیو چې بلخ کې د طالبانو د حکومت د والي دفتر خپره کړې، ښيي چې مزار شریف کې د روضې مبارکې ودانۍ هم زیانمنه شوې ده.

رویټرز اژانس د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې په حواله ویلي " د پام وړ تلفاتو احتمال شته او ناورین په احتمالي توګه پراخ دی".

د بلخ ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ټیمونه زیانمنو شویو سیمو ته رسیدلي او په خبره یې وروسته به د وضعیت په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

ځینو کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې په سمنګان ولایت کې د زلزلې له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

سمنګان کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس قاري لطف الله حبیبي ویلي چې د ولایت په مرکز ایبک کې یو کس وژل شوی او له ۱۰۰ څخه ډیر ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، د بلخ په خلم ولسوالۍ کې شپږ کسان وژل شوي او له ۷۰ څخه ډیر ټپیان شوي دي، او په حضرت سلطان ولسوالۍ کې یو کس وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د زلزلې ټکانونه د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو او پلازمېنه کابل کې احساس شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې دوه میاشتې وړاندې د اګست په ۳۱مه، یوې زوروې زلزلې د افغانستان ختیځې برخې وځپلې چې ډیر زیان یې کونړ او ننګرهار کې واړوه.

د طالبانو د حکومت سرچینو ویلي، هغې زلزله کې څه باندې ۲۲ سوه کسان مړه او شاوخوا ۴ زره نور ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG