د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۵

د خبریالانو په وړاندې له جرمونو د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ؛ افغان خبریالان او له ویرې ډک کار


افغان خبریالان یوه کنفرانس کې
افغان خبریالان یوه کنفرانس کې

د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د معافیت پای ته رسولو نړیواله ورځ ده. ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې نن ورځ د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسول له خورا مهمو او پیچلو ننګونو څخه دي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان دننه یو شمېر افغان خبریالان هم وایي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې پر وړاندې بې ساري جرمونه ترسره کېږي او تر شدید سانسور لاندې کار کوي. د رسنیو یو شمیر ملاتړي بنسټونه هم دا خبره مني، خو د طالبانو حکومت ویاند په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

داسې حالت سره مخ شوو چې تر دوو میاشتو وروسته مې هم هغه صحنې له ذهنه نه تللې
یو افغان خبریال

د طالبانو په بند کې د دوه ورځني بند کیسه، دا افغان خبریال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، کابو یو کال وړاندې ورسره دا پېښ شوي دي:

«زه دوه ورځې د استخباراتو په صفر ۱۵ ریاست چې د رسنیو او خبریالانو د څارنې او نیولو لپاره جوړ شوی بندي شوی وم، زما او همکارانو جرم مې دا و چې ولې مو له یوې جلا وطنې رسنۍ سره کار کړی، توهین، تحقیر او هغه مهال هوا هم ډېره سړه وه، په ډېر بد حالت یخه هوا کې وساتل شوو، حتی داسې حالت سره مخ شوو چې تر دوو میاشتو وروسته مې هم هغه صحنې له ذهنه نه تلې.»

د افغانستان په جنوب ختیځې حوزه کې د یوې رسنۍ مسوول بیا ازادي راډیو ته وویل، د تېرو څلورو کلونو راهیسې د خبریالانو د شکنجو او بندې کولو تر څنګ، دوی په خپل کار کې هم له شدید سانسور سره مخ او له امله یې ګواښل کېږي.

ده هم په ورته شرایطو ازادي راډیو ته وویل:

«د اسلامي امارت ( طالبانو) لخوا رسنیو او خبریالانو ته مشخصې پالیسې او شرایط وضع شوي چې موږ رسنۍ او خبریالان یې په پلي کولو مکلفې شوي یو،اوسني حالاتو کې چې هره خپرونه، راپور یا د ګردي میزونو بحثونه چې خپرېږي په ټوله معنا شدیداً سانسور دي.»

دا شکایتونه داسې مهال دي چې نن «د نومبر دویمه» د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده.

ملګرو ملتونو په دې اړه پر خپله وېب پاڼه لیکلي، چې د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسول نن له خورا مهمو او پیچلو ننګونو څخه دي.

دغه سازمان زیاتوي چې معلوماتو ته د ټولو وګړو د لاسرسي تضمینولو لپاره د دې معافیت پای ته رسول د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د ټولو وګړو د لاسرسي تضمینولو لپاره یو اړین شرط دی.

د خبریالانو په وړاندې له جرمونو د معافیت پای ته رسولو نړیوالې ورځې سږنۍ نمانځنه هغو ګواښونو ته اشاره کوي چې ښځینه خبریالانې په ډیجیټل فضا کې ورسره مخ دي او د بیان پر ازادۍ په پراخه کچه ناوړه اغیزې لري.

افغان خبریاله ګلالۍ امیري چې ۱۸ کلنه کاري تجربه لري او د طالبانو له واکمنېدو دوه کاله وروسته د دې په خبره پر کار یې د محدودیتونو، سانسور او وېرې له امله کډوالۍ ته اړه شوې ده ازادي راډیو ته یې وویل:

«لومړی خو موږ ته ویل کېدل چې تاسو ښځینه خبریالانې د خپلو راپورونو په اخر کې خپل نومونه مه لیکئ، دا خپله محرمیت دی، تل به یې یو ډول تهدېدولو، بل تل یې ویل چې تاسو حق نه لرئ چې نارینه وو مخاطبینو سره ټلیفوني تماس ونیسئ، یا خبرې وکړئ، بل ویل یې چې تاسو باید دفتر ته له خپلو محارمو سره ولاړې شئ چې دا زموږ لپاره ډېر ستونزمن کار و، بل تل زموږ ټلیفونې اړیکې څارل کېدې.»

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد راپور کې د مرکه شویو کسانو د ادعاوو او شکایتونو اړوند د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د رسنیو او خبریالانو ځینې ملاتړي بنسټونه وایي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې له بیا واکمنېدو راهیسې د څارنې او سانسور کارولو او د رسنیو کارکونکو ته د انتقاد لپاره د سزا ورکولو له لارې افغان رسنۍ ځپلې دي.

افغان رسنۍ
افغان رسنۍ

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (اې ام اس او) مشر حامد عبیدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل له دې ټولو ننګونو سربېره، په تېرو څلور کلونو کې په افغانستان کې د خبریالانو پر واندې د ځورونو، شکنجو، توقیف بېلابېلې ۵۵۰ پېښې ثبت شوي چې په خبره یې یوې ته یې هم رسېدنه نه ده شوې:

«په ډېرو مواردو د طالبانو استخبارات او د امر بالمعروف اداره د خبریالانو په چارو کې مداخله کوي،سانسور، محدودیت او څارنه د دغو دوو ادارو کار دی، له بده مرغه د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو په برخه کې هم هېڅ ډول کار نه دی شوی او په تېرو څلورو کلونو کې که څه هم څه باندې ۵۵۰ پېښې ثبت شوي خو دې پېښو ته مسلکي رسېدنه نه ده شوې او د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ورځ بلې ته زیاتېږي.»

د ښاغلي عبیدي په خبره، له هغه مهاله چې پر رسنی, او خبریالانو د طالبانو فشارونه زیات شوي، په افغانستان کې د خپلواکو خبري رسنیو اړتیا نوره هم زیاته شوې ده.

تازه د افغانستان د خبریالانو مرکز شنبه د نومبر په لومړۍ نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا مهال اووه خبریالان او رسنیز کارکوونکي د طالبانو له حکومت سره بندیان دي.

خو دغه مرکز په همدې ورځ او نېټه د سید راشد کاشفي په نوم د دوی په خبره د یو ازاد خبریال له خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې نوموړی د جلا وطنه او بهرنیو رسنیو سره د کار په تور نیول شوی و او بنسټیز حقونه یې په جدي ډول نقض شوي دي.

د خبریالانو د خونديتوب نړیوالې کمیټې (سي پي جې) د تېر ۲۰۲۴ کال د اکتوبر میاشتې په ۳۰مه نېټه خپور کړي راپور کې ویلي وه چې افغانستان تر جنوبي سوډان وروسته له سزاګانو د ژورنالېستانو د وژونکو د خوندیتوب په شاخص کې شپږم هېواد راغلی دی.

د ملګروملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۳ کال کې د دوو فرانسوي ژورنالېستانو د وژل کېدو په غبرګون کې د خپلې عمومي اسامبلې په پرېکړه‌لیک کې د نوامبر دوهمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.

دغه سازمان په خپل یاد پرېکړه‌لیک کې له غړو هېوادونو غوښتي چې د دغه معافیت پر وړاندې مبارزه وکړي او د دې پرېکړه‌لیک غړي هېوادونه باید د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي، حساب ورکونې، د جرمونو عاملین د عدالت منګولو ته سپارلو او د قربانیانو د درملنې د ډاډمن او امن ځای ته د انتقال لپاره هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG