د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۵

بیګانۍ زورورې زلزلې سلګونو کسانو ته مرګژوبلې اړولې


مزارشریف روغتون کې د زلزلې د ټپیانو درملنه روانه ده
مزارشریف روغتون کې د زلزلې د ټپیانو درملنه روانه ده

د افغانستان په شمال کې د تیرې شپې د زلزلې مرګ ژوبله شیبه په شیبه په زیاتېدو ده. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د ماسپښین تر ۲ بجو پورې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او ۷۳۳ نور ټپیان شوي دي.

تر ټولو ډیر زیانمن شوي ولایتونه سمنګان، بلخ او بغلان دي. د تیرې شپې د زلزلې د مرګژوبلې شمیر د بدلېدو په حال کې دی.

بلخ او سمنګانو کې مرګونې زلزلې لسګونه کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00


د طالبانو چارواکي وايي چې دوی هڅه کوي په وخت درملنه وکړي.
د زلزلې له کبله د مزار شریف- کابل لویه لار هم د سمنګان ولایت په تاشقرغان تنګي کې د ډبرو ښوېدو له کبله بنده شوې ده.

د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه درې درجې زلزله بیګا شاوخوا یوه بجه وشوه چې مرکز یې مزار شریف ته نژدې د ځمکې په تل کې ۲۸ کیلو متره ژور و.

رویټرز د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په حواله ویلي چې زلزلې تر ډیره بلخ او سمنګان ولایتونو کې خلک زیانمن کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوځ د بیړنیو حالاتو او ژغورنې ټیمونه زیانمنو شویو سیمو ته رسیدلي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان هم ویلي چې روغتیایي ټیمونه یې د چمتوالي په حالت کې دي.

پخواني معلومات:


  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG