د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۰

افغانستان

بریتانیا د هغه افغان قضیه څیړي چې د پنااخستنې د قانون خلاف یې افغانستان ته سفر کړی

ارشیف
ارشیف

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د هغه افغان په اړه څیړنه کوي چې بریتانیا کې یې د پناه اخیستنې له منلو وروسته افغانستان ته سفر کړی او بیرته بریتانیا ته تللی.

د بریتانیا د قوانینو له مخې، پناغوښتونکي، هر هېواد ته سفر کولای شي، خو خپل هېواد ته د سفر اجازه نه لري.

د " ده سن" په نوم بریتانوۍ خپرونې د دغه افغان نوم (DG Usama) ډي جي اسامه یاد کړی چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې بریتانیا ته تللی او کله یې چې د پنا غوښتنه منل شوې، افغانستان ته یې سفر کړی دی.

دغه افغان وروسته تر هغه پیژندل شوی چې افغانستان ته یې د سفر، له هغې ډلې بند امیر ته د تګ انځور او ویډیو ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې ده.

د بریتانیا د کورنیو چارو مرستیال وزیر رابرت جینریک ویلي، دغه افغان ته باید بریتانیا ته د بیرته تګ اجازه نه وی ورکړل شوې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د فایبر انټرنېټ بندېدو د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستو هڅې ګډوډې کړي

زلزله ځپلي افغانان
زلزله ځپلي افغانان

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د فایبر انټرنېټ بندېدو د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستې هڅې ګډوډې کړې دي.

د دغه سازمان په بیان کې راغلي د انټرنېټ بندېدو د مرستندویه موسسو تر منځ اړیکې پرې کړي چې ورسره د مرستو رسولو بهیر اغېزمن شوی.

طالبانو د افغانستان په ګڼو لویو ښارونو کې د نوري فایبر انټرنېټ بند کړی دی.

په کونړ او ځینو نورو ختیځو سیمو کې د اګست په وروستیو کې زورورو زلزلو زرګونو کسانو ته مرګژوبله ورسوله او لا هم د دې پېښې ۹۴ فیصده اغېزمنې کورنۍ بهر یا لنډمهاله هستوګنځایونو کې اوسیږي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د زلزلې قربانیانو د اړتیاوو د بشپړولو لپاره ۱۱۵ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په ټولشموله راتلونکې بحث کېږي

د ملګرو ملتونو د یوې غونډې انځور - پخوانی انځور دی
د ملګرو ملتونو د یوې غونډې انځور - پخوانی انځور دی

ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي، نصیر احمد فایق، په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په غونډه کې د افغانستان د ټولشموله راتلونکي په اړه د ملګرو ملتونو په پلان بحث کېږي.

د هغه په خبره په دې هم بحث کېږي چې د طالبانو له لوري د دین د مسلح سازۍ په افغانستان او سیمه کې څه عواقب لري.

دا غونډه به د ملګرو ملتونو سازمان، د پرنسټن پوهنتون د افغانستان د پالیسۍ څانګې له خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په همکارۍ تنظیم شي. تمویلونکي به یې یونان، مکسیکو او هسپانیا وي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې سږ کال د نورو څو وروستیو کلونو په څېر افغانستان د رایې حق نه لري ځکه د کال دوو لکو ډالرو حق العضویت پیسې یې له څو کلونو پاتې دي.

همدارنګه د افغانستان له اوسنیو واکمنو طالب چارواکو یا پخوانیو سیاستوالو هم دې غونډې ته څوک نه دي ور بلل شوي.

قزاقستان د کونړ او شاوخوا سیمو له زلزله ځپلو سره خپله مرسته افغانستان ته واستوله

قزاقستان د بشري مرستو یوه لویه جوپه پرون (د تلې ۲مه) افغانستان ته واستوله.

د آستانه ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې په دې مرسته کې چې وزن یې څه باندې ۲۷۰ ټنه دی، کمپلې، خیمې، بوره، غوښه، کنسرو او اوړه شامل دي چې د اورګاډي په وسیله افغانستان ته استول شوي دي.

راپور زیاتوي چې دا مرسته د قزاقستان د بېړنیو حالاتو د وزارت او د دې هېواد د نړیوال پرمختګ د ادارې په ملاتړ له افغانستان سره شوې ده.

په کونړ ولایت او شاوخوا سیمو کې یې، له مرګونې زلزلې وروسته یوشمېر نورو هېوادونو هم له مصیبت ځپلو سره مرستې وکړې.

د افغانستان په ختیځ کې د اګست په ۳۱ مرګونې زلزله وشوه چې د کونړ ولایت خلک یې خورا ډېر زیانمن کړل.

د طالبانو د حکومت د رسمي ارقامو له مخې په دې زلزله کې له ۲۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د ماشومانو د ملاتړ سازمان؛ د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې به زرګونه ماشومان په خېمو کې وزېږي

An Afghan Infant
An Afghan Infant

د ماشومانو د ملاتړ سازمان سېف دې چیلدرن په راروان ژمي کې د افغانستان د ختیځ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د مالي سرچینو غوښتنه کړې څو د دې سازمان په وینا د دې د قربانیانو شمېر چې ډېر لوړ دی نور زیات نه شي.

د افغانستان په ختیځ کې د سېف دې چیلدرن استازولۍ پرون د تلې یا میزان په ۲مه په یوه بیان کې اټکل وکړ چې په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا یوولس زره امېندوارې مېندې اوسي.

د بیان له مخې دا مېرمنې ښايي خپل ماشومان په راروانو میاشتو کې په خېمو کې وزېږوي، حال دا چې په ژمي کې د هوا له سړېدو سره د میندو او ماشومانو لپاره خطرونه هم زیاتېږي.

په بیان کې د افغانستان لپاره د ماشومانو د ملاتړ سازمان د پراختیايي پروګرام د مشرې سمیرا سیدرحمان له قوله ویل شوي دي چې وايي، هېڅ نوی زېږېدلی ماشوم باید خپله لومړۍ سا په خېمه کې ونه باسي.

د افغانستان په ختیځ کې د اګست په ۳۱ مرګونې زلزله وشوه چې د کونړ ولایت خلک یې خورا ډېر زیانمن کړل.

د طالبانو د حکومت د رسمي ارقامو له مخې په دې زلزله کې له ۲۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

فیفا: په جلاوطنۍ کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډله په دوبی کې په سیالیو کې لوبیږي

د فوټبال نړیوال فدراسیون، فیفا تایید کړې چې راتلونکې میاشت به په دوبی کې د ښځینه څلورو ټیمونو ترمنځ سیالۍ ترسره شي چې

په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډله به هم پکې برخه ولري.

متحده عربي امارات، چاد او لیبیا نورې لوبډلې دي چې په دې سیالیو کې به چې د اکتوبر له ۲۳ څخه د اکتوبر تر ۲۹ پورې دوام کوي، لوبیږي.

د فیفا یونایټس د لوبو په دې لړۍ کې به هره ښځینه لوبډله درې لوبې ترسره کوي. د یادونې ده چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په می میاشت کې په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډلې جوړولوته اجازه ورکړه.

د فیفا مشر جیاني اینفانتینو د دغه اعلان په مهال ویلي و چې هڅه کوي په جلا وطنۍ کې د افغان ښځینه لوبډلې ته د دې زمینه برابره کړي چې د فیفا تر څارنې لاندې خپل ورزش او دوستانه سیالیو ته دوام ورکړي.

فیفا دغه اقدام د دې لپاره کړی چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پرافغانستان له بیا واکمنیدو راهیسې پر ښځو د کار، زده کړو او ورزش په ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په کابل کې د مخدره توکو د خرڅلاو په جرم ۱۷ کسان په دُرو وهلي دي

طالبانو په کابل کې د مخدره توکو د خرڅلاو په جرم ۱۷ کسان په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ، د سپتمبر په ۲۳مه، په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) کې اعلان وکړ چې دا کسان د (ذیکپ) او (کا ټابلیټونو)، الکولي مشروباتو او چرسو په ګډون د مخدره توکو د قاچاق او پلور په جرم په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، دا کسان له ۱۵ څخه تر ۳۵ دُرو او له شپږو میاشتو څخه تر دریو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

طالبانود خپلې دې څه باندې څلورکلنې واکمنۍ په موده کې په سلګونو نارینه او ښځینه په عام محضرکې په دُرو وهلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، د اګست په میاشت کې وویل چې طالبانو سږکال د اعدامونو او بدني سزاګانو کارول دوه چنده کړي دي او د هغوی د سمدستي بندولو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانانو یوه اته ویشت کسیزه ډله جرمني ته ورسیده

د افغانانو یوه اته ویشت کسیزه ډله چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه منل شوي و، د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۴ له پاکستان څخه جرمني ته ورسیده.

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې په دې ډله کې هغه پنځه تنه هم شامل دي چې څو میاشتې یې په پاکستان کې تیرې کړې او د ویزې انتظار یې ایست چې بالاخره د جرمني یوې اداري محکمې د هغوی د شکایت غوښتنلیک ته مثبت ځواب ورکړاو جرمني ته د تلو اجازه یې ورکړه. د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا دوی د خپلو کورنیو غړي چې ۱۶ تنه یې د کم عمرلرونکي دي هم له ځان سره جرمني ته بیولي دي. له اسلام آباد څخه د ډي پي آې خبري آژانس د خبریال د راپورله مخې دغه افغانان په یوه مسافر وړونکې الوتکه کې لومړی استانبول او له هغه ځایه د جرمني هانوور ښار ته رسیدلي دي.

تردې مخکې د روانې سپټمبرمیاشتې په پيل کې ۴۷ افغانان چې په جرمني کې یې د پناه اخیستو پړاوونه په محکمه کې بشپړشوي و، هغه هیواد ته رسیدلي و. د راپورله مخې په اوس وخت کې له دوه زره زیات افغانان په پاکستان کې جرمني ته د تلو په تمه دي. دوه نیم سوه نورچې جرمني ته د تلو لپاره یې انتظارایست، له پاکستانه بیرته افغانستان ته استول شوي دي.

د افغانستان د فوټسال لوبډلې میانمار ته ماتې ورکړه

افغانستان د ۲۰۲۶ کال د اسیا د فوټسال جام لپاره د غوراوي سیالیو په ترڅ کې میانمار ته ۸ د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.

افغانستان د دې لوبې په ګټلوسره د دې سیالیو وروستي پړاو ته ووت.

ننۍ لوبه د میانمار په یانګون لوبغالي کې ترسره شوه. تردې مخکې د افغانستان د فوټسال لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې مالډیو ته ۱۰ د یوه په وړاندې ماتې ورکړې وه.

په نورستان کې د ځمکې ښوویدو پیښې دوه تنه وژلي

د طالبانو ځایي چارواکي وايي، په نورستان ولایت کې د ځمکې ښویېدو په یوه پیښه کې لږتر لږه دوه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم رسنیو ته وویل، دا پیښه د چهارشنبې په ورځ، د مرکزي نورستان په چتران سیمه کې رامنځته شوې.

هغه وویل چې قربانیان د نورستان او کونړ ترمنځ د سړک جوړولو د پروژې کارګران وو. په دې اړه چې د پیښې په مهال څومره کارګران په سیمه کې وو، څه ندي ویل شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG