د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۵

زیلینسکي له ملګروملتونو وغوښتل چې د اوکراین له پولو د جګړې د پراخیدو د مخنیوي لپاره دې د پوتین مخه ونیسي


د اوکراین ولسمشرولادمیرزیلینسکي د روسیې پرولسمشر ولادمیرپوتین تورې پورې کړ چې هڅه کوي په اوکراین کې "د کریملین جګړه"

د دې هیواد له پولو نورو سیمو ته وغځوي. هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دغه جګړه ودروي ترڅو د ویجاړونکو وسلو د سیالۍ مخه ونیسي.

اوس ارزانه پریوزي چې جګړه او ورسره د وسلو نړیواله سیالي بنده شي

زیلینسکي چې هیواد یې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د روسیې د بشپړیرغل په وړاندې دریدلی، د چهارشنبې په ورځ د سپټمبرپه ۲۴ د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې د ډرون الوتکو او تکنالوژۍ کارولو د جګړې ډګرته نوي پړاو ته داخل کړی.

هغه زیاته کړه، " حقایق ساده دي: داچې وروسته د ترځمکې لاندې وړکتونونه یا د مهمو بنسټیزو تاسیساتو لپاره سنګرونه جوړشي، اوس ارزانه پریوزي چې جګړه او ورسره د وسلو نړیواله سیالي بنده شي. "

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې په جګړه کې د بې پیلوټه الوتکو د کارونې زیاتوالي، په اوکراین کې جګړه یوه بل پړاو ته چی ساری یې ندی لیدل شوی، داخله کړې. دواړه لوري اوس ترډیره په ډله ییزه توګه د سلګونو ډرون الوتکو په کارولو پورې تړلې چې د پوځي کارپوهانو په وینا د جګړې په ډګر کې د شاوخوا دوه پردریمه مرګ ژوبلو سبب کیږي.

په دې وروستیو اونیو کې له اوکراین څخه د جګړې د لمنې پراخیدو ته اندیښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د روسیې جنګي جټ الوتکو او ډرونونو د ناتو پر هوايي قلمرو تیری وکړ. ایستونیا او پولند د دغو پیښو شاهد وخو کریملین په دې اړه ادعاوې ردکړې.

د اوکراین ولسمشر خبرداری ورکړچې "وسلې زموږ د ځان د دفاع د وړتیا په پرتله په چټکۍ وده کوي." نوموړي زیاته کړه چې اړتیا ده چې جګړه سمدستي ودرول شي.

مسکو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو او د وینې توییدو د بندولو لپاره کافي هڅه نه کوي

زیلینسکي دا وینا یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې اوکراین کولی شي د خپلو اروپایي متحدینو په مرسته له روسیې څخه خپله ټوله خاوره بیرته ترلاسه کړي.

په عین حال کې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د روسیې په وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر نوې، سخت عامه دریځ ټینګار وکړاو توریې پورې کړ چې مسکو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو او د وینې توییدو د بندولو لپاره کافي هڅه نه کوي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د دغو انتقادونو په غبرګون کې ادعا وکړه چې "د اوکراین د جګړې د سوله ییزې حل لارې د موندلو لپاره دوه اړخیزه لیوالتیا شته "

خو هغه د مسکو پر دې اړتیا ټینګار وکړ چې "د اوکراین د جګړې اصلي لاملونه دې له منځه یووړل شي."

XS
SM
MD
LG