نړۍ
د هند او پاکستان کریکټ لوبډلې، د کړکیچنو سیاسي اړیکو تر سیوري لاندې پایلوبه لري

د پاکستان او هند د کریکټ ملي لوبډلې داسې مهال د اسیا جام پایلوبې ته چمتوالی نیسي چې د دغو هېوادونو ترمنځ کړکېچنو سیاسي اړیکو، پر دغې لوبې خپل سیوری غوړولی.
د پاکستان لوبډلې تیره شپه بنګله دیش ته په ۱۱ منډو ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لاره پيدا کړه.
د هند او پاکستان لوبډلې به د یکشنبې په ورځ ( د تلې په ۶مه) په دوبۍ کې د اسیا جام پایلوبه کې مخامخ شي.
دواړو لوبډلو په سږني اسیا جام کې دوه ځله لوبه کړې چې دواړه ځله لوبه هند ګټلې او لوبغاړو د لوبې پای کې د معمول خلاف یو بل سره لاسونه هم نه دي ورکړي.
هند او سریلانکا نن د دغه جام د څلورو غوره لوبډلو وروستۍ سیالي سره کوي چې ماښام ۷ بجې پیلیږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ ویلي، باور لري چې ترکیه به له روسیې د تیلو پېرل ودروي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، باور لري چې ترکیه به له روسیې څخه د تیلو پېرل ودروي.
ټرمپ دا څرګندونې پرون د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره له لیدنې وروسته وکړې.
اردوغان د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وینا لپاره په متحده ایالاتو کې دی
د امریکا ولسمشر مخکې له دې له ترکیې څخه غوښتي وو چې له روسیې څخه د تیلو اخیستل ودروي.
ولسمشر ټرمپ په وار وار ویلي چې روسیه د تیلو په پیسو د اوکراین جګړه تمویلوي او که چیرې هیوادونه له مسکو څخه د تیلو اخیستل ودروي، روسیه به ونشي کولی چې جګړې ته دوام ورکړي.
فدرال کارکوونکو ته د سپینې ماڼۍ خبرداری، که دولت رخصت شي، دندې له لاسه ورکوی

د ډونالډ ټرمپ دولت ګواښ کړی که راتلونکې سه شنبه د دولت یوه برخه رخصت شي، د یوشمېر فدرالي ادارو کارکوونکي به د تل لپاره له دندو لرې کړي.
د سپینې ماڼۍ د بودجې د مدیریت دفتر دغه خبرداری داسې مهال ورکړی چې دولت د سنا جرګې له ډیموکراتانو سره د نوي مالي کال د بودجې پر سر په نانندریو اوښتی دی.
د بودجې د مدیریت دغه دفتر فدرالی ادارو ته ویلي چې د خپلو کارکوونکو د کمولو لستونه برابر کړي او د دولت د رخصتۍ په صورت کې هغوی ته اطلاع ورکړي.
دغه خبرداری د امریکا د دولت د یوې برخې د (شټ ډون) یا تعطیلي طرحه افشا کوي چې چارواکي یې تراوسه په اړه پټه خوله دي.
داسې ښکاري چې د امریکا قانون پوهان د نوي مالي کال د بودجې پر سر هوکړې ته نه دي رسیدلي او له ۱۹۸۱ کال راهیسې د امریکا د دولت د ۱۵مې رخصتۍ په درشل کې دی.
د سنا د ډیموکراتو مشر چاک شومر ویلي، سپینه ماڼۍ د ویرولو لپاره دا کار کوي او په وینا یې ډونالډ ټرمپ د واک له لومړۍ ورځې د خلکو د ډارولو لپاره د فدرال کارکوونکو د اخراج هڅه کوله.
اسراییلي ځواکونو د غزې په مرکز کې نور پرمختګ وکړ

داسې مهال چې متحدایالات د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې هڅه کوي اسراییلي ځواکونو نن د غزې په ښار کې نور پرمختګ هم وکړ.
رویټرز خبري آژانس د غزې د صحي چارواکو له قوله خبر ورکوي چې اسرایيلي پوځ نن په ټوله غزه کې ۱۹ کسان وژلي دي. د خبر له مخې په دې ډله کې د مرکزي غزې د زوایدا ناحیې د دوو اوسېدونکو کورنیو ۱۱ غړي هم شامل دي.
اسراییلي پوځ د دې وژنو په اړه تبصره نه ده کړې خو ویلي یې دي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې یې په ټوله غزه کې ۱۷۰ اهداف په نښه کړي او د ترور پر هغو مرکزونو یې برید کړی چې وسله والو ډلو پر اسراییلي سرتېرو د حملو لپاره کار ترې اخیست.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن د نیویارک پر لور وخوځېد څو د ملګروملتونو عمومي اسمبلې ته وینا وکړي.
هندي چارواکو له پاکستان او چین سره په ګډه سرحدي سیمه لډاک کې امنیتي تدابیر سخت کړي دي

هندي چارواکو پاکستاني کشمیر ته په نژدې سیمه لډاک کې د اعتراضونو په ترڅ کې د څلورو کسانو له وژل کېدو او د ګڼونورو له ټپي کېدو وروسته په دوو ولسوالیو لیه او کارګل کې امنیتي محدودیتونه اعلان کړي دي.
دا مرګ ژوبله هغه مهال پېښه شوه چې پولیسو له معترضانو سره نښتې وکړې.
د چارشنبې په ورځ په لیه ولسوالۍ کې معترضانو پولیس په ډبرو وویشتل ځکه د دوی د لاریون مخه یې نیوله او یوشمېر نورو بیا د پولیسو او ملېشو موټر او د واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند او همداراز دولتي ودانۍ وسوځولې. معترضان له حکومت څخه د دې سیمې لپاره پراخه کورواکي غواړي.
له دې نښتو وروسته چارواکو له پنځو د ډېرو کسانو پر غونډو بندیز ولګاوه او په دې ترڅ کې نن سلګونه پولیسو او ملېشه ځواکونو په واټونو کې ګزمې کولې. د دې سیمو دوکانونه او بازارونه هم بند دي.
لډاک د هند، پاکستان او چین ترمنځ پرته سیمه ده چې پخوا د هندي کشمیر برخه وه خو نوې ډېلي په ۲۰۱۹ کال کې وروسته له دې چې د کشمیر د نیمه کورواکۍ موقف یې بدل کړ دا سیمه ترې جلا کړه.
نن پاکستان له بنګله دیش سره لوبه کوي

د اسیا د کرکټ په اتلولۍ کې، چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي، ټاکل شوې ده چې نن د پاکستان او بنګله دیش لوبډلې سره مخامخ شي.
تیره شپه هند د ۴۱ منډو په توپیر د بنګله دیش لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دې سره هند فاینل لوبې ته لاره وموندله.
د اسیایي جام پایلوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ ده.
وینس: ټرمپ داسې احساس کوي چې مسکو په اوکراین کې د جګړې د ختمولو لپاره کافي هڅه نه کوي

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روسیې په وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر نوې، سخت عامه دریځ ټینګار وکړاو توریې پورې کړ چې مسکو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو او د وینې توییدو د بندولو لپاره کافي هڅه نه کوي.
وینس د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۴مه وویل چې ټرمپ "داسې احساس نه کوي چې دوی ( مسکو) د جګړې د پای ته رسولو لپاره کافي هڅې کوي. که چیرې روسیه په ښه نیت له خبرو اترو څخه ډډه وکړي، زه فکر کوم چې دا به د دې هیواد لپاره خورا بد وي."
په ورته وخت کې، مارکو روبیو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ولیدل او د ټرمپ د "وینې توییدو د مخنیوي د غوښتنې او د روسیې او اوکراین د جګړې د دایمي حل لپاره د معنی لرونکو ګامونو د پورته کولو پر اړتیا" یې بیا ټینګاروکړ.
سرګې لاوروف په ځواب کې، ادعا وکړه چې "د اوکراین د جګړې د سوله ییزې حل لارې د موندلو لپاره دوه اړخیزه لیوالتیا شته "
خو هغه د مسکو پر دې اړتیا ټینګار وکړ چې "د اوکراین د جګړې اصلي لاملونه دې له منځه یووړل شي."
بارک: اسراییل او سوریه په خپلو کې یوې موافقې ته نژدې شوي

د سوریې او لبنان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړی استازی توماس بارک وایي، اسراییل اوسوریه د (کړکیچ د کمولو) لپاره یوې موافقې ته نژدې شوې دي. د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې ښاغلي بارک سې شنبې د سپټمبرپه ۲۳ د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې ترڅنګ خبریالانو ته وویل چې د دغې موافقې له مخې به اسراییل بریدونه ودروي. هغه زیاته کړه چې سوریې هم منلې چې له اسراییل سره پولې ته نژدې به هیڅ ډول وسلې، درانه پوځي تجهیزات او ماشین آلات نه ځای پرځای کوي.
هغه همدارنګه وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوله چې د اسراییل او سوریې ترمنځ موافقه په دې اونۍ کې ترلاسه شي خو په خبرو کې کافي نه پرمختګ او د یهودانو د نوي کال رخصتۍ د دې سبب شوې چې د دې خبرو بهیر ټکنی شي.
تردې مخکې د سوریې نوي ولسمشر احمد الشرع له اسراییل سره د خپل هیواد امنیتي تړون د سوریې د امنیت د خوندي کولو لپاره اړین بللی و.
د هالیوډ مشهوره لوبغاړې کلاوډیا کارډینل مړه شوه

د هالیوډ ایټالیايي ستورې کلاوډیا کارډینل د سې شنبې په ورځ د ۸۷ کلونو په عمر مړه شوه.
هغه په څه باندې سلو فلمونو کې راڅرګنده شوې او د ونیز او برلین د فلم د فستیوالونو په ګډون یې د غوره لوبغاړې معتبرې جایزې ګټلې دي. کلاوډیا کارډینل د الان ډولان په څیر له مشهورو ستورو سره یوځای لوبیدلی و. هغې په وروستیو کلونو کې په فرانسه کې ژوند کاوه.
روبیو: د مسکو په وړاندې د ولسمشر ټرمپ دریځ بدل شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د روسیې له لورې د اوکراین د سولې د بهیر ځنډول د دې سبب شول چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مسکو په وړاندې خپل دریځ بدل کړي.
مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې وویل چې ولسمشر ټرمپ د خبرو له لارې د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو لپاره صبر وکړ، خو دا جګړه د دې په ځای چې ودریږي، داسې ښکارې چې په زیاتیدو ده او اوس د روسیې د ګاونډیو هیوادو پر فضا ډرون او جنګي الوتکې ګرځي.
روبیو پر مسکو د احتمالي اقتصادي بندیزونو د لګیدو خبرداری ورکړ او ویې ویل چې واشنګتن کولی شي چې کیف ته نورې وسلې ورکړي.
د ښاغلي روبیو تر دې څرګندونو مخکې ولسمشر ټرمپ پرون وویل چې د ناټو غړي هیوادونه باید هغه روسیي جنګي الوتکي وغورځوي چې د دوی پر فضا تیریږي او اوکراین د اروپایي متحدانو په مرسته کولی شي چې له روسیې څخه خپلې ټولې نیول شوې سیمې بیرته ونیسي.