افغانستان ته له ګاونډیو هیوادونو د کډوالو د ستنېدنې بهیر په پراخېدو سره، یو شمیر اروپايي او د ملګرو ملتونو دیپلوماتیکې او امنیتي سرچینې اندېښنه څرګندوي چې ستانه شوي کډوال د اسلامي دولت ډلې (داعش) له خوا جلب او جذب نشي، هغه ډله چې د طالبانو حکومت یې د ځپل کېدو ادعا کوي.
فرانس پرېس خبري اژانس پنجشنبې (د سپتمبر ۲۵مه) په یو راپور کې ویلي افغانستان ته د میلیونونو کډوالو بېرته ستنېدل، داسې مهال چې دا هیواد له بې وزلۍ سره مخ دی، احتمالا د داعش د فعا لیتونو د پیاوړتیا زمینه برابرلی شي.
دا خطر چې د داعش خراسان څانګه په تازه ستتنو شویو افغان کډوالو کې د جلب او جذب احتمالي سرچینه وویني ډیر لوړ دید ملګرو ملتونو کارپوه
هانس جاکوب شندلر، چې پخوا په ملګرو ملتونو کې د وسله والو ډلو د څارنې د کمیټې همغږی کوونکی و، دې اژانس ته ویلي"دا خطر چې د داعش خراسان څانګه په تازه ستتنو شویو افغان کډوالو کې د جلب او جذب احتمالي سرچینه وویني ډیر لوړ دی."
یوې اروپایي دیپلوماتیکي سرچینې هم فرانس پرېس ته ویلي:"موږ پوهېږو چې ځینې افغانان د باور له مخې نه، بلکې د اقتصادي اړتیاوو له امله ترهګریزو ډلو سره یو ځای کېږي."
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې ایران او پاکستان په دې وروستیو اونیو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
د اسلامي ریلیف مرستندویه سازمان د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې نږدې درې میلیونه افغان کډوال له دغو هیوادونو خپل هېواد ته ستانه شوي دي؛ چې په خبره یې دا شمیر د نړۍ په کچه تر ټولو ستره سرحدي ستنېدنه بلل کېږي.
فرانس پرېس، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي اندریکا راتوات له قوله زیاتوي:"ستنېدونکي کډوال له راتګ وروسته له سترو ستونزو سره مخ کېږي، لکه د کار نشتوالی، د اوسېدو ځای نه لرل او د لومړنیو خدمتونو نشتوالی؛ داسې حالت چې هغوی د منفي کړنلارو ، په ځانګړي ډول د وسلوالو ډلو له لوري د ناوړه استفادې پر وړاندې زیان منونکي ګرځوي."
د کډوالۍ د چارو کارپوه یونس محمدي، هم ازادي راډیو ته وویل چې ستانه شوي کډوال د ترهګریزو ډلو د جلب او جذب پر وړاندې «تر ټولو زیان ګالی قشر» ګڼل کېږي"هیڅکله نه شو ویلای چې یو ستون شوی کډوال احتمال لري داعش ته ورشي، خو محرومیت، تعصب، بې وزلي، د پوهاوي نه شتون او د ښه تعلیمي نظام نشتوالی لامل کېږي چې افراطیت په ټولنه کې ډېر شي او دا ډلو لکه داعش او نورو ته دا زمینه برابروي چې په اسانۍ له دې محرومو او ډېره زیانمنو خلکو ناوړه ګټه واخلي."
بې وزلي، د پوهاوي نه شتون او د ښه تعلیمي نظام نشتوالی لامل کېږي چې افراطیت په ټولنه کې ډېر شي
نوموړی ټینګار کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره باید د بېوزلۍ او بېکارۍ عوامل له منځه یوړل شي او ستنو شویو کډوالو ته د کار زمینه برابره شي.
د یادونې ده چې مخکې له دې هم نړیوالو سازمانونو او د سیمې ځینو هېوادونو په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګریزو ډلو د شتون، جلب او جذب او فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.
خو د طالبانو حکومت بیا په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته او په دغه هیواد کې یې داعش ډله هم ځپلې ده.
داسې مهال چې افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو ورسته په تېرو څلورو کلونو کې د داعش ډلې خراسان څانګې په دغه هیواد کې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی؛ د تیر لمریز کال د قوس په ۲۱مه نېټه په هغه برید کې چې دغې ډلې یې مسوولیت ومنو د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیلالرحمان حقاني هم ووژل شو.