د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د انټرنیټ پر نوري فایبر د طالبانو محدودیتونه د اندیښنې وړ بولي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو تګلارو د افغانستان د خلکو ستونزې ډېرې کړي او د هغوی محدودیتونه د دې هېواد د خلکو په ګټه نه دي.

دا محدودیت به د افغانستان پر خلکو او اقتصاد منفي اغېز ولري

د دې وزارت یوې ویاندې الیزابت سټیکني، د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۴مه نېټه له نیویارک څخه له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې، د طالبانو د حکومت له لوري د نوري فایبر انټرنېټ د پرېکولو په تړاو راپورونه ډېر د اندېښنې وړ وبلل ویې ویل، دا محدودیت به د افغانستان پر خلکو او اقتصاد منفي اغېز ولري.

«موږ د انټرنېټ د محدودولو په اړه دا راپورونه له نږدې څارو. دا راپورونه ډېر د اندېښنې وړ دي او موږ نه وینو، چې دغه محدودیتونه دې د افغانستان خلکو ته مرسته ورسوي. برعکس، دا محدودیتونه به د خلکو په ژوند او اقتصاد منفي اغېز ولري.»

د طالبانو حکومت په تېرو څو اوونیو کې په تدریجي ډول د افغانستان له ۱۰ څخه زیاتو ولایتونو بلخ، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، کندهار، هرات، ارزګان، نیمروز، ننګرهار او تازه په پروان کې د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي.

مخکې ځینو طالب سرچینو ازادي راډیو ته ویلي وو، چې دا پرېکړه د ملا هبت الله اخندزاده په امر د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې ده.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو پوهان له دې ډلې نصرت الله وفا وایي، د نوري فایبر انتزنیټ پرېکول به افغانستان له سخت اقتصادي ځوړ سره مخ کړي.

زموږ ګمرکي عواید کمېږي، بانکي معاملې په بشپړ ډول درېدلی شي، سوداګریزه راکړه، ورکړه او ورځنۍ چارې له خطر سره مخ کېږي

هغه ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه شان وویل، د نوري فایبر پروژه د جمهوري نظام له لاسته راوړنو څخه وه، په کې ملي پانګه لګول شوې او پرېکول یې په خبره یې ملي خیانت ګڼل کېږي:

«اقتصادي پایلې یې دا دي، چې زموږ ګمرکي عواید کمېږي، بانکي معاملې په بشپړ ډول درېدلی شي، سوداګریزه راکړه، ورکړه او ورځنۍ چارې له خطر سره مخ کېږي، د انلاین خدمتونو بندېدل د خصوصي سکتور پر اعتماد منفي اغېز کوي او له بده مرغه افغانستان له سخت اقتصادي ځوړ سره مخ کېږي.»

هغه دا هم وویل، چې د انټرنېټ پرېکول د خلکو پر اعتماد منفي اغېز کوي، د افغانستان نړیوال انځور زیانمنوي، د ځوانانو زده کړه له ستونزو سره مخ کوي، د خلکو ترمنځ د معلوماتو تبادله ورو او هېواد نور هم څنډې ته کوي.

د افغانستان په کچه د نوري فایبر انټرنېټ د پرېکولو د احتمالي اقتصادي پایلو په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې دي، چې نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې د دې هېواد اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو بللی او د بهرنیو مرستو کموالی، د اقلیم بدلون، د کډوالو ستنېدل او جیوپولیتیکي کړکېچونه یې اصلي لاملونه یاد کړي دي.

نوري فایبر یا کیبلي انټرنېټ په افغانستان کې، چې ویل کېږي تر دې وړاندې په لویو ښارونو کې د ۲۶ ولایتونو خلکو ورته لاسرسی لرلو، په سوداګرۍ، بانکدارۍ، د دولت او شرکتونو د اداري اړیکو، انلاین زده کړو او په نورو برخو کې مهم رول درلود.

یو شمېر خلک وایي، د دې شبکې د خدمتونو په پرې کېدو سره یوازې د ګرځنده تیلفونونو انټرنېټ کارولی شي، خو د دوی په خبره کم سرعت او لوړه بیه یې د اقتصادي فعالیتونو، زده کړو او معلوماتو ته لاسرسي په برخه کې ستونزې جوړوي.


XS
SM
MD
LG