په افغان ښځو کې ځان وژنه یوه لویه ستونزه ده چې په اړه یې اندېښنې زیاتې شوې دي. په نړۍ کې د نورو ځایونو برعکس، چې عموماً د نارینه وو د ځان وژنې کچه لوړه ده، په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې شمېر خورا زیات دی.
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ځان وژنې شاوخوا ۸۰٪ هڅې ښځو کړي دي.
د ښځو د ځانوژنې اصلي لاملونه
- تاوتریخوالی:
ډېری ښځې له فزیکي، جنسي او رواني زور زیاتي سره مخامخ دي. په داسي حال کې چې طالبانو د ښځو لپاره کارکوونکې ادارې لکه د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او د ښځو چارو وزارت له منځه یووړل، ښځې په دوامداره توګه شکایت کوي چې د دوی د ږغ اورېدو لپاره هیڅ رسمي مرجع نشته
1. جبري ودونه:
په هیواد کې د قانون او قانون پلي کوونکو ادارو په نشتون کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو راپورونه وايي چې د کوچني عمر او جبري ودونو کچه هم لوړه شوې ده
2. رواني ستونزې:
د طالبانو بندیزونو، جګړو او ټولنیزو فشارونو د ښځو رواني روغتیا زیانمنه کړې ده خو د درملنې لپاره مناسبې او کافي اسانتیاوې نه لري
3. له زده کړو او کاره محرومیت:
د طالبانو له یو ځل بیا واکمنېدو وروسته، دوی ښځې ښوونځیو، پوهنتونونو او اکثره کارونو ته له تګه منع کړې. ګڼې ښځې وايي چې له همدې کبله یې هیله یې له لاسه ورکړې ده
له دوی یوه د کابل اوسېدونکې فاطمه ده چې د ځانوژنۍ ناکامه هڅه یې کړې.
که څه هم په روان کال کې په افغانستان کې د ځانوژنو د پېښو دقیق شمېر نهدی معلوم خو تېر لمریز کال د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په دې هېواد کې د ځانوژنې ۳۶۰ پېښې ثبت شوي دي.
نړیوالې ټولنې د افغان ښځو د ځان وژنې د زیاتیدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړې فعاله ملاله یوسفزۍ وايي چې د افغان نجونې چې ښوونځیو ته له تلو منع شوې، ډېری یې له خفګان سره مخامخ شوې او یو شمېر یې مخدره موادو یا ځانوژنې ته مخه کوي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینيټ هم وايي، د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه د دې لامل شوي چې دوی خپل راتلونکی ژوند او فرصتونه په کور دننه محدود وویني او د ژور خپګان په لور ولاړې شي.
ښاغلي بینیټ زیاته کړې چې د طالبانو استبدادي نظام په نجونو کې د ځان وژنې د تمایلاتو د زیاتوالي لامل شوی دی.
طالبانو د تېر زېږدیز کال په اګست میاشت کې ریچارډ بینیټ د دوی پر ضد د منفي تبلیغاتو په خپرولو تورن کړ.
خو تېر لمریز کال د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په دې هېواد کې د ځانوژنې ۳۶۰ پېښې ثبت شوي دي.
که څه هم طالبانو دا نه دي ویلي چې په دغو کې څومره ښځې دي او څومره نارینه، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ځانوژنې پيښې نه دي زیاتې شوې.