رباني د هغه افغانانو له ډلې دی چې نږدې دوه کاله وړاندې له پاکستانه خپل وطن ته ستون شوی او لا هم له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره په بد اقتصادي وضعیت کې په یو کرايي کور کې ژوند کوي.
دی چې په کابل کې اوسېږي ازادي راډيو سره یې په خبرو کې وویل، له کله چې وطن ته ستون شوی تراوسه ورسره نه د طالبانو د حکومت او نه هم د کومې خیریه ټولنې له لوري مرسته شوې ده:
خپله بې روزګاره یم، دوه لوڼې مې په ښوونځي کې دي، خپله ایله دومره کولای شم چې یوه بورې وړه واخلم او سپوره ډوډۍ وخورو تر څو ژوندي پاتې شو، دوی یوازې له هغه کسانو سره مرستې کوي چې پېژني یې، څوک چې واسطه ونه لري مرسته نه ورسره کیږي، ماسره نه تېر کال او نه هم روان کال تر اوسه هیڅ ډول نغدي او د خوراکي توکو مرسته نه ده شوې.
د هرات ولایت یو اوسېدونکې او د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست رفیع الله هم ورته شکایت لري.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل:
" د طالبانو د واکمنۍ له پیل وروسته زه بې کاره شوی یم، د مرستو په برخه کې تراوسه ماسره حکومت او کوم خیریه بنسټ هیڅ ډول مرسته نه ده کړې، تراوسه حکومت نه دی راغلی چې ووايي ته بې وزله یې او تاسو به ثبت کړو، که مرستې کیږي هغه کسانو سره کیږي چې د دوی په لیکو کې پاتې شوي وي او د دوی خپل کسان وي."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د عدلیې وزارت شنبه د زمري ۱۱ مه په خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ادعا کړې چې له دوی سره ثبت شویو خیریه بنسټونو په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د دوی تر څارنې لاندې له بې وزله کورنیو سره په ټول افغانستن کې یو ملیارد او ۱۱۰ میلیونه افغانۍ، ۲ لکه او ۸۳ زره ډالر، ۲۰۳۰ یورو، او ۵۰۰ زره کالدارې مرسته کړې ده.
دې وزارت د دغو بنسټونو د مالیې برخو د راپورونو پر بنسټ ویلي چې دا مرستې د خوراکي او غیر خوراکي توکو، روغتیا، ښوونې او روزنې، حرفوي زده کړو، او د کارموندنې په برخه کې له بېرته راستنو شویو، یتیمانو، کونډو، د بیلابیلو طبیعي پېښو له زیانمنو او نورو بې وزله کورنیو سره شوي دي.
دغه وزارت دا هم ویلي چې دا مرستې د ۱۴۱ ثبت شویو خیریه بنسټونو له لوري چې ۶۵ یې په کابل او نور یې په بیلابیلو ولایتونو کې دي شوي دي.
د ټولنیزو چارو یو شمېر پوهان له ډلې یې مجیب لحاظ د مرستو په شفاف ویش ټینګار کوي وايي اړتیا ده چې اړمنې کورنۍ تثبیت او بیا ورسته د یو څارونکي بنسټ تر څار لاندې دا مرستې ترسره شي.
ازادي راډيو ته وویل:
اول باید د حکومت او هغه بنسټونو له لوري چې په دې برخه کې کار کوي سروي وشي، دوی باید اړمن او غیر اړمن تفکیک کړي، څوک چې ډېره اړتیا لري هغوی ته باید مرستې ورسول شي، دغه شان باید دا مرستې د یو درېیم ګړي څارونکي بنسټ له لوري نظارت شي، تر څو معلومه شي چې ایا مرستې رښتیا هم اړمنو کسانو ته رسیږي او کنه.
که څه هم بې ورله کورنۍ انتقاد کوي چې د مرستو په ویش کې عدالت نه پلی کیږي خو د طالبانو د عدلیې وزارت د مرستو په ویش کې پر شفافیت ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې د دوی د دوامداره نظارت په پایله کې خیریه بنسټونه اړ شوي چې په عادلانه ډول بې وزلو ته مرستې ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د خوړو نړیوال پروګرام ویلی چې په افغانستان کې د لوږې ناورین ورځ تر بلې پیچلی کیږي.
دغه پروګرام شنبه د زمري په ۱۱ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ښځې، ماشومان او ستانه شوي کډوال تر نورو ډېر زیانمنونکي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي د دغه کسانو د ملاتړ لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۵۳۹ میلیونه ډالر بودجې ته اړتیا لري.