د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۵

امریکا کې د زرګونه افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب حالت نن پای ته رسیږي، دوی ته څه پیښېږي؟


په امریکا کې د مېشتو یو شمېر افغان کډوالو د «لنډ مهاله خوندیتوب حیثیت یا حالت» (ټي پي اېس) پروګرام موده نن دوشنبه پای ته رسېږي. په دې سره شاوخوا ۱۱ زره هغه افغانان چې په متحده ایالاتو کې لنډ مهاله خوندیتوب ورکړل شوی وو، له دې هېواده د ایستلو له ګواښ سره مخ کېږي.

د امریکا حکومت د اعلان له مخې په دې هېواد کې د افغانانو د «لنډ مهاله خوندیتوب حیثیت یا حالت» (ټي پي اېس) چې د مې پر ۲۰مه پای ته رسېدلی و، نن دوشنبه د جولای په ۱۴مه عملي بڼه غوره کوي.

په دې سره شاوخوا ۱۱،۷۰۰ هغه افغانان چې په متحده ایالاتو کې لنډ مهاله خوندیتوب ورکړل شوی وو او تر اوسه یې د پناه غوښتنې یا دايمي اقامت لپاره رسمي غوښتنلیک نه دی ورکړی، د کار یا سفر قانوني اجازه نه لري او له امریکا د ایستلو له ګواښ سره مخ کېږي.

یو شمېر افغانان چې په متحده ایالاتو کې لنډ مهاله خوندیتوب ورکړل شوی وو وايي د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن دي.

افغانستان ته زموږ بېرته انتقال له موږ سره په کړیو ژمنو پښې کېښودل دي، افغانستان اوس مهال د ژوند لپاره هېڅ ښه شرایط نه لري
امریکا کې یو پخوانی افغان سرتیری

د متحده ایالاتو په کالیفرنیا کې مېشت د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د وسله وال پوځ یو غړی چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرست دی او پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واک وروسته دغه هېواد ته له خپلې کورنۍ سره یوځای رسېدلی "افغانستان ته زموږ بېرته انتقال له موږ سره په کړیو ژمنو پښې کېښودل دي، افغانستان اوس مهال د ژوند لپاره هېڅ ښه شرایط نه لري، هلته د تېر حکومت نظامیان نیول کېږي، شکنجه کېږي، بندیانېږي او ان وژل کېږي، موږ غوښتنه کوو چې امریکا دې له موږ سره په خپلو کړیو ژمنو ودرېږي او موږ ته دې پناه راکړي."

د متحده ایالاتو په اوهایو کې یو بل مېشت پخوانی افغان خبریال د غږ د بدلون او نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې نسبي امنیت شته، خو د ده په خبره دایمي نه دی "له امریکا غواړو چې زموږ د «ټي پي اېس» حیثیت وغځوي یا دې موږ ته د اسایلم اپرول راکړي چې موږ یې له مخې ګرین کارټ ته اپلای وکړو، افغانستان اوس مهال د ژوند لپاره هېڅ ښه نه دی، هلته خبریالان نیول کېږي، د بشري حقونو فعالان نیول کېږي، د تېر حکومت له نظامیانو سره بد چلند کېږي، داسې یو هېواد چې هلته نه ښوونځي وي، نه پوهنتون وي او نه کار او نه تا ته کار درکول کېږي، هلته څنګه ژوند ممکن دی، موږ هلته څه وکړو او څه وخورو؟"

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د روان کال د مې په ۱۲مه وویل چې په متحده ایالاتو کې د مېشتو زرګونو افغان پناه غوښتونکو د «لنډ مهاله خوندیتوب حیثیت یا حالت» (ټي پي اېس) پروګرام د همدې میاشتې په ۲۰مه پای ته ورسېږي او لغوه کېدل به یې د جولای له ۱۴مې څخه عملي شي.

د «لنډ مهاله خوندیتوب حیثیت یا حالت» پروګرام (ټي پي اېس) د هغو بهرنیو وګړو لپاره دی چې د جګړې، طبیعي پېښو یا نورو "غیرعادي" شرایطو له امله نه شي کولای خپل هېواد ته ستانه شي.

که څه هم د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او دا هېواد اقتصاد ثبات مومي، خو له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي وو چې طالبان لا هم د تېر حکومت له سرتېرو او ملکي کارکوونکو سره غچ اخیستونکی چلند کوي.

دغو بنسټونو د طالبانو له لوري د جمهوري نظام د لسګونه پوځیانو د نیول کېدو، بندیانېدو، شکنجې او وژنې راپورونه ورکړي دي.

دغه راز، که څه هم د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې افغان خبریالان یې د دوی د کار په خاطر نه دي نیولي، خو دوی لسګونه خبریالان او د بشري حقونو ښځینه او نارینه فعالان هم نیولي او په بند یې محکوم کړي دي.

په ورته وخت کې د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان وايي چې افغانستان لا هم له بد اقتصادي او امنیتي وضعیت سره مخ دی او د افغانانو لپاره د لنډ مهاله خوندیتوب پروګرام لغوه کول له خطر سره د مخ افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

دا اقدام د ډېرې اندېښنې وړ دی، دا اقدام د بشري حقونو او د کډوالۍ د کنوانسیون خلاف عمل دی
د کډوالو د حقونو فعال

له ډلې یې عبدالرازق عدیل ازادي راډيو ته وویل "په امریکا کې د مېشتو افغانانو لپاره د «ټي پي اېس حیثیت» لغوه کول په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې پراخه بشري سرغړونې روانې دي او دغه هېواد له پراخه بشري بحران سره مخ دی، دا اقدام د ډېرې اندېښنې وړ دی، دا اقدام د بشري حقونو او د کډوالۍ د کنوانسیون خلاف عمل دی، دا پرېکړه نه یوازې د زرګونو انسانانو ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د امریکا اخلاقي مسؤلیت هم له سؤال سره مخ کوي."

که څه هم د طالبانو حکومت په امریکا کې د مېشتو یو شمېر افغانانو لپاره د «ټي پي اېس» لغوه کول مثبت ګام بللی او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي و دوی چمتو دي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د دغه افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي، خو د متحده ایالاتو دغه پرېکړې ګڼ غبرګونونه هم راپارولي دي.

د روانې جولای په ۱۰مه د بشري حقونو څار سازمان په یو بیان کې دا پرېکړه وغندله او ویې ویل چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د دغه افغان کډوالو ستنول غیر عادلانه دي، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو چې تر نورو ډېرې زیانمنونکي دي.

دغه سازمان ویلي، دا پرېکړه څو ورځې وروسته له هغې عملي کېږي چې د جرمونو نړیوالې محکمې د ښځو له حقونو نه د سرغړونو د دوام په اړه د دوه لوړپوړو طالب چارواکو د نیولو امر صادر کړ.

د طالبانو حکومت په خپله نږدې څلور کلنه بیا واکمنۍ کې د نجونو او ښځو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې وساتلې او دوی یه له کار کولو منع کړې دي.

د بشري حقونو څار سازمان دا هم ویلي چې امریکا باید دا هم په پام کې ونیسي چې یو شمېر افغانان چې «ټي پي اېس» لري او اوس مهال د امریکا تابعیت لرونکي ماشومان ولري که مور او پلار یې له دې هېواده وتلو ته اړ شي ښايي دوی له خپلو کورنیو جلا شي چې دا به خطرناک شرایط رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG