دغه کارپوهانو په هغه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ (د جولای په ۱۱مه) یې په ایکس پاڼه خپره کړې، ویلي دي چې "دا حکم د افغانستان خلکو، په ځانګړي ډول هغو ښځو او نجونو ته چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې یې د طالبانو لهخوا د جنسیتي تبعیض، ظلم، استبداد او زور زیاتي دروند بار زغملی، د عدالت پر لور یو حیاتي ګام دی."
په اعلامیه کې ویل شوي چې "دا پرېکړه قربانیانو او پاتې کسانو ته یې دا پیاوړی پیغام ورکوي چې نړیواله ټولنه د دوی غږ اوري، ځورېدل یې ويني، ورباندې باور لري، او دا چې د دوی زړور غږونه بالاخره واورېدل شول."
د ملګرو ملتونو بشري حقونو کارپوهانو د روم د اساسنامې غړو هېوادونو ته یاده کړې چې مکلف دي د دغه کسانو په نیونه او عدالت ته یې په سپارلو کې همکاري وکړي، او له دغې محکمې او روانو تحقیقاتو یې د سیاسي، ډیپلوماټیکو او مالي ملاتړ د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
هغوی ته ته چې غواړي طالبانو ته مشروعیت ورکړي، د تاریخ غلط لوري ته ولاړ یاست.
کارپوهان ټینګار کوي چې د طالبانو د مشر او قاضی القضات د نیولو حکم باید د روم د اساسنامې غړو هېوادونو ته دا روښانه پیغام ورکړي چې یو داسې رژیم باید عادي نه شي، چې د هېواد د نیمایي وګړو بنسټیز حقونه او بشري کرامت په ښکاره توګه تر پښو لاندې کوي.
دوی زیاتوي "هغو کسانو ته چې غواړي طالبانو ته مشروعیت ورکړي، په زغرده وایو تاسو د تاریخ غلط لوري ته ولاړ یاست."
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تازه روسیې د لومړي هېواد په توګه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی.
د یادونې ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې (ای سي سي) د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د دوی د حکومت د سترې محکمې د رییس (قاضيالقضات) عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم د بشريت پر ضد د جنایتونو، په ځانګړي ډول د جنسیتي او سیاسي دلایلو له امله د ځورونې د تور پر بنسټ صادر کړی دی.
(ای سي سي) په یوې اعلامیه کې چې د جولای په ۸مه یې خپره کړې ، دا دواړه کسان په مستقیم ډول، یا د فرمان صادرولو، پارونې او هڅونې له لارې د ځورونې له ډوله د بشریت پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ په جرم تورن کړي دي.
په همدې حال کې، یو شمېر افغان نجونې هم د یاد حکم هرکلی کوي وایي چې دا پرېکړه د دوی د حقونو د بېرته ترلاسه کولو او د عدالت د تأمین په لور یو مهم ګام دی او باید په جدي ډول عملي شي.
یوه له دغو نجونو چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له زدهکړو محرومه شوې او نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډيو ته وویل "زه کاملاً موافقه یم، هغه کسان چې د افغان نجونو د زدهکړې او حقونو د محرومیت لامل شوي، باید محاکمه او زنداني شي، ځکه همدغو کسانو په خپلو سخت دریځو پرېکړو او پالیسیو سره د زرګونو افغان نجونو راتلونکی خراب کړی، پر ټولنه یې ژور منفي اغېز پریښی او د افغان نجونو په زړونو کې یې وېره او ناهیلۍ خپره کړې ده. زما په اند عدالت هغه وخت تأمینېږي، چې هغه مشران او قاضیان چې داسې ظالمانه قوانین یې وضع او تطبیق کړي، محاکمه شي او جزا ورکړل شي، څو نورو ته عبرت شي او زموږ د زخمي زړونو لپاره یو څه سکون راولي."
د طالبانو هغه مشران او قاضیان چې ظالمانه قوانین یې وضع کړي، باید محاکمه شي
بله افغانه نجلۍ هم چې له لوړو زدهکړو راګرځول شوې او دې هم ونهغوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلولو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل"زه د دې پرېکړې هرکلی کوم، ځکه د تعلیم او تحصیل حق چې په نورو هېوادونو کې شته، دلته په افغانستان کې نشته. ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتېږي او باید مخه یې ونیول شي. دا واقعاً یو ډېر ښه کار دی، هیله لرم چې مثبتې پایلې ولري. "
که څه هم طالبان وایي چې دوی د جرمنو د نړیوالې محکمې په نوم کوم بنسټ په رسميت نه پېژني او ورته ژمنتیا نه لري، خو د يادې محکمې له خوا د هبتالله اخندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم په ملي او نړیوالو کچه پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي او قونسلي استازو د همغږۍ شورا هم په یوه اعلامیه کې د دې حکم هرکلی کړی و، او دا یې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو او د بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو پر ضد د حساب ورکولو په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.
مخکې تر دې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینیټ، د بشري حقونو د څار سازمان، د بخښنې نړیوال سازمان، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، د بشري حقونو د فعالانو اتحاد، او د افغان معترضو ښځو ګڼ شمېر بنسټونو او مدافعینو د دې پرېکړې هرکلی کړی و.
طالبانو واک ته له بیا ځلي رسېدو وروسته، پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي؛ چې پکې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو او ډېریو دولتي او نادولتي ادارو کې له کاره د ښځو راګرځولو بندیزونه شامل دي.