د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۴

د ستنو شویو افغان کډوالو په منځ کې د ناروغیو د خپرېدو په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان اندېښنه


د روغتیا نړیوال سازمان «ډبیلو اچ او» له ایران او پاکستانه افغانستان ته په ستنو شویو کډوالو کې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

له ایرانه تازه راستون شوی افغان کډوال، د فاریاب ولایت اوسېدونکی سیر له خپلې ۷ کسیزې کورنۍ سره په اسلام‌کلا کې د افغانستان غاړې ته د کډوالو په یو پنډغالي کې مېشت شوی.

دی وایي پنځه ورځې مخکې په ایران کې له نهه کلنې استوګنې وروسته له هغه هیواده په زوره رایستل شوی او اوس یې ۵ ماشومان او ګڼ نور خپل خپلوان د نامناسب وضعیت له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته او بېړنیو مرستو ته اړ دي.

ده ازادي راډیو ته وویل:

“دلته مرز کې وضعیت ډېر خراب دی، زښته زیاته ګرمي ده، بیرو بار دی، هره ورځ تر ۳۰ زرو کسان راوباسي، د پاخه عمر لرونکو، ماشومانو ټولو وضعیت بد او ګرمې هوا کې دي، اوبو ته لاسرسي نه لري، ټول ګرمیو وهلي، اسهال (نس ناستی) لري، زښته زیاتې دوړې او خاورې دي، زموږ هیله دا ده چې (اړوندې ادارې) دې ژر تر ژره د خلکو مرستو ته ودانګي او د خلکو اوبو، خوړو او له دې ځایه نورو ولایتونو ته د لېږدېدو په برخې ته دې رسېدنه وکړي.”

ها خوا د ایران په تهران کې مېشت یو افغان کډوال چې ادعا کوي کورنۍ او ټول خپل خپلوان یې ترې افغانستان ته په زور شړل شوي او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې کورنۍ یې افغانستان کې هېڅ بله سرپناه نه لري، ماشومان یې ناروغان او له تېرې یوې اونۍ راهیسې اسلام قلعه پوله کې تر خیمو لاندې اوسېږي:

"په مرز کې وضعیت ډېر بد او دوړې دي،ټوله کورنۍ ناروغه شوې، یوازې ماما مې چې له کورنۍ سره یې ایستل شوی، درې ماشومان یې ناروغان دي، مېرمن یې امیندواره وه هلته مرز کې یې ماشوم وزېږېده، دی خپله هم ناروغ دی، ټول شپږ اوه کسان همدې وضعیت کې دي."

له بل ګاوندوي هیواد پاکستانه هم ځینې تازه راستانه شوي وايي، افغانستان کې د نورو ستونزو تر څنګ د روغتیايي اسنتیاوو نه شتون ته اندېښنې اخیستي.

د پاکستان له اسلام اباده یو راستون شوي افغان کډوال چې له خپلې ۷ کسیزې کورنۍ او د خپلو خپلوانو څو کورنیو سره چهارشنبه ( د جولای په ۹ مه) راکډه شوی د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ پرون شپه د تورخم (هاغاړې) وه نن افغانستان ته راواوښتو، اوس عمري کمپ کې یو، پاخه عمر لرونکي او کورنۍ راسره ده، پاکستان اړخ کې ستونزې وې موږ شپه موټر کې تېره کړه، ځکه بل ځای مو نه درلود، اوس سرپناه هېڅ نه لرو، موږ به له صفر ژوند پیلوو، ډېر مشکلات دي، سرپناه نشته، خواړه نشته، د درملنې (روغتیایي) اسانتیاوې نشته."

دا راستانه شوي افغانان داسې مهال د بد بشري وضعیت او له امله یې د بېلابېلو ناروغیو او ستونزو په اړه شکایتونه کوي چې تازه د روغتیا نړیوال سازمان هم په یو راپور کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته په ستنو شویو کډوالو کې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو خبره کړې او په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

«ډبیلو اچ او» په خپل دې ۷ مخییزه راپور کې چې د ملګرو ملتونو د ریلیف پر وېب پاڼې د جولای په ۹ خپور کړی، ویلي چې د دې ستنو شویو تر منځ تر ټولو زیاتې راپور شوې ناروغۍ تنفسي انتانات(مېکروبونه)، شدید نس ناستی، د کرونا شکمنې پېښې او خارښت یا جلدي حساسیتونه دي چې په ټکو یې اکثریت ماشومان، ښځې او پاخه عمر لرونکي پرې اخته شوي دي.

په راپور کېد کډوالۍ د نړیوال سازمان ( ای او ایم) په حواله راغلي چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل له ۱۰ مې راهیسې له ایران او پاکستانه په ټولیز ډول ۸۳۶ زره او ۷۱۳ کسان راستانه شوی چې په ټکو یې، د جون له ۱۶مې تر ۳۰مې د دې راستانه شویو په شمېر کې د اسلام قلعه پولې په ګډون د هېواد پنځو بېلابېلو لارو نه د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

راپور کې دا هم ویل شوي چې یوازې په تېرو دوو اونیو له یادو دوو هېوادونو ۲۵۴ زره او ۲۸۰ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د جولای په ۸مه بیا په دغه وېب پاڼه خپور کړي راپور کې ویلي وو چې په راستنو شویو کډوالو کې امېندواره مېرمنې، میندې، بې سرپرسته ماشومان هم شته چې ډېری له دې ستونزو سره مخ او دوی حتا له مرزه بل ځای ته د انتقال وسه نه لري چې روغتیایي مراقبتونو، خوړو او سرپناوو ته اړ دي.

راپور زیاتوي چې د دې سازمان روغتیایي ټیمونو د صدماتو( څوک چې لاره کې زوبل شوي دي) د مېکروبونو، د بدن د اوبو د کمښت خوار ځواکۍ د زیاتوالي راپور ورکړی چې په ټکو یې اکثریت دا پېښې په ماشومانو او پاخه عمر لرونکو کې دي.

«ډبلیو اچ او» دا هم وايي چې تمه کېږي په ۲۰۲۵ کال کې، افغانستان ته د راستنیدونکو شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راشي او په ټکو یې اټکل کیږي چې شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغان کډوال به له پاکستانه او تر ۲ میلیونو پورې له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG