ځینو ازادي راډیو ته وویل، په ځلونو یې غوښتي چې خپلې سپمولې پیسې بیرته واخلي خو له ستونزو سره مخامخ شوي او له همدې امله نور پر بانکونو باور نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک تازه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانۍ انفرادي حسابونو څخه د میاشتني برداشت کچه یې تر یو میلیون افغانیو پورې لوړه کړی ده.
جزئیات په راپور کې:
د کندز ولایت یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، شکایت وکړ چې بانکونه د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې د افغانستان بانک د اعلان پر بنست اجرات نه کوي.
ده د پنجشنبې په ورځ، د (جولای په ۱۰مه) د غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په یوه خصوصي بانک کې یې پیسې درلودې، خو کله چې یې اړتیا شوه او د پیسو ایستلو لپاره ورغلی، خپلې پیسې تر لاسه نه شوې کړای:
"اوس چې موږ بانک ته ځو، یو ملیون خو پریږده، دوی موږ ته ان ته ۵ لکه افغانۍ هم نه راکوي، ځینې وخت وايي چې دومره پیسې بانک کې نشته، او کله وايي چې سیسټم خراب دی، دوی تل دا ډول پلمې کوي، طالبان باید مسولانه خبرې وکړي، چې کله یو اعلان کوي باید ویې هم څاري."
د کابل اوسېدونکې مرسل هم ورته شکایت لري او وایي چې نور یې په افغانستان کې پر بانکونو باور ختم شوی دی:
"دا چې دوی اعلان وکړ چې خلک کولای شي په میاشت کې تر یو ملیون افغانیو پورې وباسي، زه فکر نه کوم چې دا به سمه وي، زموږ د کورنۍ غړي چې په بانک کې پیسې ساتي د اختر په شپه او له هغه وروسته یې څو ځلې مراجعه وکړه، خو دوی یوازې ډیرې لږ پیسې شاوخوا ۱۰ زره افغانۍ ورکړې وې، او نورې پیسې یې ور نه کړې، زه اوس اصلاً په افغانستان کې پر بانکونو باور نه لرم، په اوسني وضعیت کې ډیرې ستونزې موجودې دي."
د طبالانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان بانک د چهارشنبې په ورځ (د سرطان ۱۸مه) د یوې اعلامیې له په خپرولو سره ویلي چې د انفرادي حسابونو څخه د میاشتني برداشت کچه یې له ۵۰۰ زرو افغانیو څخه یو میلیون افغانیو ته لوړ کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دا پریکړه د هېواد د بانکي سکتور د ښه والي لپاره شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک سږکال د جوزا په پای کې هم د پیسو ایستلو پر محدودیتونو یو څه نرمښت راوستی و.
دغه بانک اعلان وکړ چې حساب لرونکي کولای شي تر ۳۵۰ زرو افغانیو یا ۵۰۰۰ ډالرو پورې هره اونۍ وباسي.
همدارنګه، د افغانستان بانک سرپرست نوراحمد آغا، هغه مهال په یوه ویډیويي پیغام کې، چې د د دغه بانک اکس (پخوانی ټویټر) خپور شوی و ویلي و، هغه شرکتونه چې له ۳۰۰ زره ډالرو یا ۲۰ میلیونه افغانیو څخه کمې سپماوې لري، کولای شي تر ۲۰ سلنې پورې پیسې وباسي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته د خلکو پر بانکي سپماوو پراخ محدودیتونه ولګول.
په پیل کې یې اعلان وکړ چې انفرادي حساب لرونکي یواځې کولی شي په اونۍ کې ۲۰۰ ډالر یا ۱۰ زره افغانی وباسي.
ځینې افغانان وایي که دا ستونزې همداسې دوام ومومي او و نهشي کولای خپلې د اړتیا وړ پیسې له بانک څخه واخلي، نو له دې وروسته به د خپلو پیسو ساتلو لپاره بانک ته مراجعه ونه کړي او خپلې پیسې به په بله خوندي ځای کې وساتي معاملې به هم د صرافیو له لارې کوي.
مخکې تر دې، یو شمېر اقتصادي پوهانو ازادي راډیو ته ویلي و، چې د خلکو د باور خپلولو لپاره باید نور اقدامات هم وشي، تر څو خلک تشویق شي چې خپلې پیسې بېرته بانکونو ته وسپاري، چې دا پانګې بیا دوران کوي او د افغانستان اقتصادي حالت ښه کولی شي.