د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۸

د ناروي د کډوالو شورا: د افغانستان د بشري مرستو سیستم په دومره ګڼ شمېر راستنیدونکو ته د مرستو برابرولو توان نه لري


د ناروی د کډوالو شورادخبرداری ورکړی  چې د ایران له لوري د افغان کډوالو  په جبري ایستلو کې د راغلي زیاتوالي له امله د افغانستان د بشري مرستو سیستم په دې شمېر راستنیدونکیو ته د بیړنیو مرستو د برابرولو چمتوالي نه لري.

دې شورا د پنجشنبې په ورځ په یو راپور کې وویل، یوازې سږ کال تر دې دمه له ایران څخه څه باندې یو میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي، چې هغه څلور سوه زره کسان چې په همدې موده کې له پاکستان څخه ایستل شوي په کې نه دي شامل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، د جون له ۱۳مې نېټې وروسته له ایران څخه د افغانانو راستنیدو کې چټک زیاتوالی راغلی یوازې د جولای په لومړۍ نیټه په یو ورځ افغانستان ته له ایران څخه د تر ۴۳ زرو ډېرو کسانو اوښتل ثبت شوي دي.

د د ناروی د کډوالو شورا د افغانستان مشر جاکوپو کاریډي وویل: "موږ له ستړو، بې وسه او خواشینو کورنیو سره مخ یو، چې داسې یوه هېواد ته راځي چې د هغوی د جذبولو یا بیاځلي ادغام امکانات نه لري."

د کډوالو د ملاتړ دې نارویژې ادارې زیاته کړې چې، له ایران څخه په تازه راشړل شویو افغان کډوالو کې ډیرو یې لسیزې هلته ژوند کړی او ځینې په هماغه هېواد کې زیږیدلي چې افغانستان ته له لږو یا هېڅ شتمنیو سره بیرته راستنیږي او بېړنیو مرستولکه سرپناه، پاکو اوبو، خوړو، قانوني اسنادو، زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

د ناروی د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې که اوسنی بهیر همداسې دوام ومومي، د ۲۰۲۵ کال پای پورې به شاوخوا درې میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شي. کاریډي ټینګار وکړ: "نړیواله ټولنه باید افغان ولس ته شا نه کړي ځکه هم ستانه شوي او هم په کور دننه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري."

د ناروی د کډوالو شورا د افغانستان مشر جاکوپو کاریډي له کوربه هېوادونو غوښتي چې د کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې د هغوی د رضا کارانه، خوندي او باعزته ستنیدو نړیوال اصلونه رعایت کړي، او په جبري توګه یې د افغان کډوالو د ایستلو د سملاسي بندیدو غوښتنه کړې.

د ناروي د کډوالو شورا دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې ایران په دې هېواد کې مېشتو بې اسناده او د سرشمېرنې کارت لرونکو افغان کډوالو ته له دې هېواده د وتلو لپاره ورکړی وروستی مهلت پنځه ورځې مخکې، د جولای په ۵ مه پای ته رسېدلی دی.

خو ایران لا له دې نېټې مخکې د افغان کډوالو د جبرې ستنېدو پروسه ګړندۍ کړې وه.

XS
SM
MD
LG