محکمې دغه طالب چارواکي د ښځو او نجونو په ځورولو تورن کړي او ویلې یې دي چې دوی په خپلو فرمانونو سره ښځې او نجونې له تعلیم او تحصیل، خصوصي حریم، د تګ راتګ له ازادیو او غږ اوچتولو محرومې کړې دي.
د محکمې مشر څارنوال کریم خان په تیره جنوري میاشت کې د دغه ډول حکم د صادرولو غوښتنه کړې وه.
طالبانو سملاسي په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو تیره جنوري میاشت کې یې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د مشر او قاضي القضات د نیولو غوښتنه یې عادلانه حقوقي بنسټ نه لري.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان بیا د دې پریکړې هرکلی کړی او ویلې یې دي، نړیواله ټولنه باید دې برخه کې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره مرسته وکړي.
د جرمونو نړیوالې محکمې داسې مهال د طالبانو د دوو چارواکو د نیولو حکم صادر کړی چې یوه ورځ وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په یوه پریکړه لیک کې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو په وړاندې ځپونکې تګلارې پای ته ورسوي.
د طالبانو حکومت د جرمونو د نړیوالې محکمې ددې اعلان په اړه په یو بیان کې ویلي چې داسې اعلانونه د دوی پر " هوډ او شرعي موقف باندې هيڅ اغیز نشي کولای. "
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې دې اعلامیه کې زیاته شوې " موږ د نړیوالې محکمې په نوم او عنوان هیڅ نهاد نه پيژنو او نه ورته کوم التزام لرو."
د جرمونو نړیواله محکمه چې انګلیسي نوم یې International Criminal Court دی، یو خپلواکه عدلي بنسټ دی چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د روم د اساسنامې له مخې رامنځ ته شوی. دا محکمه د هغو درنو نړیوالو جرمونو د تعقیب، محاکمې او سزا ورکولو صلاحیت لري چې بشریت ته خطر پېښوي. دغو جرمونو کې نسلوژنه، د بشریت پر ضد جرمونه، د جنګي جرمونو او تر یوې کچې د تیري جرم شامل دي.
د جرمونو نړیواله محکمه د هالنډ په هاګ ښار کې موقعیت لري.
دا محکمه د ملګرو ملتونو له عدلي بنسټونو څخه نه ده، خو له دې سازمان سره یې نږدې همکاري لري او یوازې هغه وخت مداخله کوي چې د یو هېواد ملي عدلي سیسټمونه د یادو جرمونو څېړنه او محاکمه ونه کړي یا یې کولو ته چمتو نه وي.
د یادونې وړ ده چې د نړۍ ځینې هېوادونه لکه امریکا، روسیه، چین ، اسرایل او هند د ICC غړیتوب نه لري، خو د نړۍ له ۱۲۰ زیات هېوادونه د دې محکمې غړي دي.
د جرمونو نړیوالې محکمې تر دې مخکې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین، د اسرایلو د صدراعظم بینیامین نتنیاهو، او د حماس د خینو مشرانو د نیولو حکمونه هم صادر کړې دي.