د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۴۳

ټرمپ: ایران ته د هیڅ مقدار یورانیمو د غني کولو اجازه نه ورکوي


ولسشمر ډونالډ ټرمپ
ولسشمر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار وکړ چې له ایران سره په احتمالي اټومي تړون کې به د یورانیمو غني کولو ته اجازه ورنکړل شي.

څو ساعته وروسته له هغه چې امریکایۍ اکسیوس ویبپاڼې راپور ورکړ چې امریکا د ایران په خاوره کې د یورانیمو د یوې اندازې له غني کولو سره موافقه کړې ده او رویټرز اژانس راپور ورکړ چې یو ایرانی چارواکی تهران د امریکا دغه وړاندیز ته منفي ځواب چمتو کوي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار وکړ چې له ایران سره په احتمالي اټومي تړون کې به د یورانیمو غني کولو ته اجازه ورنکړل شي.

د دوشنبې په ورځ، د جون په لومړۍ نیټه، ډونالډ ټرمپ د امریکا په پخوانۍ ادارې نیوکه وکړه او په خپلې خواله رسنۍ "ټروت سوشیل" کې یې ولیکل چې په ایران کې د یورانیمو د غني کولو مخه ډیره مخکې نیول شوې وای.

ولسمشر ټرمپ په دې تړاو په خپل لنډ پيغام کې دا هم لیکلي دي چې د احتمالي تړون له مخې، متحده ایالات به تهران ته په هیڅ ډول د یورانیمو د غني کولو اجازه ورنه کړي.

د ولسمشر ټرمپ له دې څرګندونو څخه یوازې څو ساعته مخکې، اکسیوس ویبپاڼې راپور ورکړی و چې تهران ته د واشنګتن د استول شوي وړاندیز له مخې ایران ته اجازه ورکړل شوې ده چې په ټیټه کچه یوه اندازه یورانیم غني کړي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر، همداراز د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي سټیف وییټکاف تر دې مخکې هم ټینګار کړی وو چې ایران به د یورانیمو غني کولو ته پرې نه ږدي.

په روم کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي خبرو له پنځم پړاو خبرو نژدې اونۍ وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و چې ده ته خپل عماني سیال چې د خبرو منځګړیتوب کوي، تهران ته د لنډ سفر پرمهال د امریکا یوه لنډ لیک سپارلی دی او ښاغلي عراقچي د یکشنبې په ورځ وویل چې دغه وړاندیز ته منفي ځواب چمتو کوي.

په ورته وخت کې، رویټرز اژانس د یوه ایراني ډیپلومات په حواله راپور ورکړی دی چې تهران ته د امریکا وړاندیز "د منلو وړ نه دی" ګڼي او د هغې ځواب چمتو کوي.

په ایران، متحده ایالاتو او عمان کې چارواکو د امریکا د وړاندیز په محتوا یا جزیاتو تبصره نه ده کړې. ایراني او امریکایي چارواکو تر اوسه د رویټرز وروستي راپور ته ځواب نه دی ویلی.

XS
SM
MD
LG