د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۶

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې ۱۴وسله وال وژلي دي


انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې يې د عملیاتو پرمهال ۱۴وسله وال وژلي دي.

د اسوشټیډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، پوځ نن چهارشنبې د (جون دریمه) دا خبر د یو بیان په خپرولو سره ورکړی دی.

وړاندې په بیان کې راغلي، دا عملیات تیره شپه د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته ترسره شوي دي.

د پوځ په بیان کې، په عملیات کې وژل شوي کسان د "هند ملاتړ لرونکي خوارج" بللی شوي، هغه اصطلاع چې ډیر وخت د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او ورته نورو وسله والو ډلو ته کارول کیږي.

نوي ډلې تراوسه د دغو وسله والو د وژل کیدو په اړه څه تبصره نه دی کړې.

د پاکستان پوځ ویلي، د هغوو وسله والو له منځه وړو ته دوام ورکوي چې په ټکو يې د هند له ملاتړ برخمن دي.

پاکستاني چارواکي هند د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او د بلوڅو د ازادي غوښتونکو ډلو په ملاتړ تورنوي.

XS
SM
MD
LG