د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۸

د کانګو تبې پيښې سږ کال زیاتې شوي، څنګه ځان ترې وژغورو؟


د کانګو له ویرې یوې غوا باندې سپرې شیندل، ارشیف
د کانګو له ویرې یوې غوا باندې سپرې شیندل، ارشیف

په کابل کې د انتاني روغتون مسولان وایي چې سږ کال د کانګو پیښې تېر کال ته په کتو لس تر پنځلس فیصدو پورې زیاتې شوې دي. دا ناروغي‌ د یوې کنې په وسیله انسانانو او څارویو ته انتقالیږي چې که په وخت یې تشخیص او درملنه ونه شي، وژونکې ده.

نن سبا چې خلک د قربانۍ لپاره د څارویو د خرڅلاو مرکزونو ته ځي، نو تر بل هر وخته د کانګو ناروغۍ د خپرېدو امکان ورسره زیاتیږي.

سږ کال له لوی اختر وړاندې په کابل کې د انتاني روغتون مسولانو وویل چې د تېر کال پرتله د کانګو پیښو کې لس تر پنځلس فیصدو پورې زیاتوالی راغلی دی.

د دغه روغتون مسولانو تایید کړې چې تېره یوه میاشت کې یې د کانګو شاوخوا سل مشکوکې پیښې ثبت کړي دي.

د انتاني روغتون ترینر متخصص فریدالله عمري وایي، کانګو د یوې کنې د چیچلو په وسیله په مستقیم ډول انسان ته انتقالیږي او یا هم هغه مهال چې انسان په ویروس ککړ څاروي یا یې د بدن نورو افرازاتو باندې ملوث شي." هغه کسان چې د کنې په وسیله چیچل کیږي او هغه کنه په ویروس اخته وي، ویروس همدې انسان ته انتقالیږي. یو بد خاصیت یې دادی چې که کنه په ویروس ککړه شي، ټول عمر په همدې ویروس اخته وي. زمونږ اکثره ناروغان داسې دي چې د همدې کنې په وسیله چیچل شوي وي. دویم داسې کسان دي چې که ذبح یا قرباني کوي او هغه څاروی په کانګو اخته وي، نو دغه کس د څاروي له وینې، افرازاتو او ادرار سره د تماس په وخت کې په کانګو اخته کیدای شي."

کانګو څه شی ده او نښې نښانې یې څه دي؟

کانګو، چې طبي نوم یې ( Crimean–Congo hemorrhagic fever (CCHF) ) دی، د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۰ میلادي کال کې د کانګو جمهوریت په کریمیه کې کشف شوه.

دا یوه ساري ناروغي ده چې په مستقیم ډول د کنې، په کانګو له اخته څاروي او دغه راز ناروغ انسان نه بل ته انتقالیدلی شي.

تر ډيره هغه کسان د دې ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي چې تر نورو ډېر له څارویو سره سر او کار لري.

زبیر احمد د کاپیسا ولایت اوسیدونکی دی، دی وایي اوښی یې، چې قصاب و، تازه په کانګو اخته شوی او د کابل انتاني روغتون کې بستر دی." زمونږ په ناروغ باندې اول تبه راغله. بیا د زړه بدوالی ورته پيدا شو. کله مو چې د ولایت روغتون ته یووړ او معاینه مو کړ، راته یې وویل چې کانګو باندې اخته دی. بیا مو انتاني روغتون ته یووړ او هلته بستر دی. تازه خونریزي هم ورته پيدا شوې او مونږ ورته وینه ورکوو."

څنګه پوه شو چې یو کس په کانګو اخته دی او د ناروغ کس وجود کې کومې نښې نښانې ښکاري.

دا پوښتنه د انتاني ناروغیو یو بل متخصص ډاکټر شا محمود شینواري داسې ځواب کړه. " دغه ناروغي چې ده په حیواناتو کې ډيره شدیده نه وي. یوازې شترمرغانو کې لږ شدیده وي. په انسان کې دغه ویروس چې کله داخل شي او ناروغي رامنځته کړي، دغه ناروغي له ۳ تر ۱۰ ورځو پورې دوام کوي. ناروغ له شدیدې تبې، سردرد، زړه بدوالي، کانګو سره مخامخ کیږي او د عضلاتو له درده کړیږي. د ناروغ په پوستکي یو ډول شنې ټاپې یا داغونه پیدا کوي. دا داغونه د وینې بهیدنې له امله رامنځته کیږي."

څه وخت کانګو انسان د مرګ کومې ته رسوي؟ ښاغلی شینواری وایي د مرګ خطر هغه وخت زیاتوي چې کانګو ویروس د پوزې له لارې د خونریزي او د ځیګر د تخریب لامل شي. " ناروغي یو شدید سیر اخلي، شدید پرمختګ کوي، دغه ناروغي د ځیګر د تخریب او له منځه وړلو لامل کیږي. شدیده خونریزي رامنځته کوي او له همدې کبله د ناروغ د مړینې سبب کیږي."

څنګه کولای شو له کانګو ځان وژغورو؟

روغتیا پالان وایي، د کانګو درملنه یو څه پیچلې او سخته ده نو خلک یې باید وقایې یا مخنیوي ته جدي تدابیر ونیسي.

څنګه خلک یا په ځانګړې توګه هغه کسان چې قرباني کوي، ځان له کانګو ساتلی شی؟ ډاکټر فریدالله عمري یې په اړه وایي." کله چې مونږ ځو او څاروی اخلو، مونږ باید ځان سره دستکش ولرو، ضرور نه ده چې له دستکشو پرته په څارویو لاس ووهو. ځکه ممکن د څاروي په ویښتانو کې د کانګو کنه موجوده وي. هغه کسان چې څاروی حلالوي او هغه کسان چې مرسته ورسره کوي، هغوی باید په لاس کې زخم ونه لري. ټول باید دستکش او ماسک ولري. څاروی چې حلال شي، باید پریښودل شي چې ټوله وینه یې لاړه شي. د څاروي څرمن باید پلاستیک کې ټول او ګوښې ځای کې کیښودل شي."

په کانګو اخته کورني څاروي، لکه غوا او پسه کومه خاصه نښه نه لري نو له همدې کبله روغتیاپالان وایي چې له څاروي سره په تماس کې خلک باید احتیاط وکړي.

کانګو کومه ځانګړې درملنه نه لري، خو ناروغ ته یې د ویروس ضد دارو درمل ورکول کیږي چې تر ډيره ناروغان ورسره ښه کیږي هم.

د ساینس ډایریکټ ویبپاڼې د راپور له مخې له ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې د کانګو ۴۴۴۵ مشکوکې پيښې ثبت شوي چې ۹۴۴ هغه یې مثبتې وې.

په هرو سلو مثبتو ناروغانو کې شل هغه یې مړه شوي دي.

تېر ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د مثبتو پیښو شمېر ۱۴۲ یاد شوی دی.

XS
SM
MD
LG