د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۳

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د واهګه بندر د پرانیستل کېدو اجازه یوازي یو ځل وه او راتلونکی یې معلومه نه دی


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په واګه بندر یوازې د افغان سوداګرو بندو پاتې شویو کانټینرونو ته او د یو ځل لپاره د تېرېدو اجازه ورکړل شوې، د راتلونکي په اړه یې هیڅ نه دي ویل شوي.

د دغې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو سره خبرو واګه بندر افغان صادراتو په ځانګړي ډول هند ته د وچې میوې د صادراتو لپاره مهم سوداګریز بندر وباله او د دغه ستونزې د دایمي حل هیله یې څرګنده کړه.

نوموړي زیاته کړه چې په تیرو له شلو زیاتو ورځو کې افغان سوداګرو ته له دې امله لکونه ډالر زیان اوښتی دی:

"دومره ورځو کې یوازې د موټرو د درېدو له درکه افغانستان ته تر لکونو ډالرو ضرر ورسېده، بلخوا مارکېټونو ته مال ونه رسېده، دا اوس یوازې د یو ځل تېرېدو لپاره ورته اجازه ده، یعنې د اوس لپاره هماغو ۱۶۰ پورې ولاړو کانټینرو ته اجازه ورکړل شوې خو اینده یې معلومه نه ده، موږ لپاره د واګې لاره حیاتي دی دا د افغانستان لپاره تر ټولو لنډه سوداګریزه لاره ده."

د هند او پاکستان تر منځ د شخړو او تاوتریخوالي له زیاتېدو ورسته د اپریل له ۲۴ نېټې راهیسې د پاکستان له لارې هند ته د افغان سوداګرو لاریو ته د تګ راتګ اجازه نه وه ورکړل شوې.

خو د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ د مې په ۱۶ مه دغو موټرو ته چې د افغان سوداګرو ۱۵۰ ټنه وچه مېوه پکې بار وه، او د لاهور او واګې ترمنځ ولاړې وې د تېرېدو اجازه ورکړل شوه او د هند اتاري بندر ته واوښتې.

که څه هم د پاکستان حکومت د تېرې اپرېل په ۳۰ مه اعلان وکړ چې په اسلام‌اباد کې د طالبانو د حکومت د سفارت په غوښتنه یې په افغان سوداګریزو توکو بار ټرانزیټي موټرو ته له واګه بندر له لارې د اوښتو اجازه ورکړې، خو د هند حکومت له پاکستانه د هر ډول ټرانزیټي توکو په ورتګ بندیز لګولی و.

د هند د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په یو رسمي مکتوب کې ویلي وو، چې تر بل امر پورې له پاکستانه د هر ډول ټرانزیټي توکو واردول او صادرول منع شوي دي او دا پرېکړه د هند د ملي امنیت د ساتنې په هدف شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د وچې میوې د صادراتو ټولنه او افغان سوداګر هم وايي دا چې موټرې او مالونه یې ډیره موده ولاړ پاتې وو او دوی ته یې له درانه تاوانونه اوښتي دي.

د افغانستان د وچې میوې د صاداراتو د ټولنې ویاند خالد احمد رحماني ازادي راډیو ته وویل:

"د اپریل له ۲۲ مې تر اوسه هغه زیانونه چې سوداګرو ته رسېدلي، د ترانسپورت له درکه او د خاک پولۍ له درکه دي چې پاکستان ته ورکول کېدل، بل د هوا د ګرمۍ له امله وچې مېوې له خپل اصلي کیفیته وتلي دي، دا توکي چې باید په کومه بیه پلورل شوي وو هغه پیسې نه نقدوي."

د وچې میوې یو سوداګر حاجي عبدالحد هم دوی ته د اوښتو درنو زیانونو خبره کوي:

"موږ ته په لکونو ډالرو زیانونه واوښتل، دا لاره اوس یوازې د ولاړو موټر لپاره خلاصه شوې نه د تل لپاره، زموږ اندېښنه راتلونکي سوداګرۍ ته ډېره ده، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ سوداګرۍ ته زیان نه رسوي، هند او پاکستان دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ په کلني ډول هندوستان ته د واګه بندر له لارې یوازې د شا او خوا ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت وچه میوه صادرېږي.

خو دا چې ټوله سوداګري له دې لارې څومره ده په دې اړه یې مسوولینو ازادي راډیو ته جزیات نه وو ورکړي.

د یادونې ده چې شا او خوا څلور میاشتې مخکې د هند د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګرۍ لپاره د چابهار بندر یادونه هم کړې وه .

تیر جمهوري نظام کې افغانستان هند سره هوايي دهلیز هم درلود چې اوس غیر فعاله دی.

XS
SM
MD
LG