د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره هم مهاله یو شمېر سیاسي، پوځي او امنیتي کارپوهان وايي د دغه وضعیت دوام کولای شي د افغانستان لپاره منفي پایلې ولري ځکه د دوی په خبره دواړه هیوادونه له افغانستان سره جیوپولیټیک، اقتصادي او امنیتي اړیکې لري.
د نړیوالو اړیکو کارپوه میرویس اشفته له ازادي سره په خبرو کې د دغه جګړې د دوام د اغیزو په اړه وویل:" اول اغیز یې امنیتي دی، کله چې ترهګري زیاتیږي دا په افغانستان کې د ناامنۍ لامل کیږي، دوهم اقتصادي فشار دی، دا چې موږ له پاکستان سره سوداګریزې راکړې ورکړې لرو دا چې لارې تړل کیږي اقتصادي اړیکې اغیزمنوي، او درېیم د کډوالۍ زیاتېدل دي، که جګړه زور اخلي طبعي ده چې له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو بهیر زیاتیږي او دا پر افغانستان فشار زیاتوي. "
په ورته وخت کې د پاکستان د سنا مجلس پخواني غړي او سیاسي شنونکي افراسیاب خټک ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان په ګډون د سیمې هیڅ هیواد به د دغه تاوتریخوالي له اغیزو په امان کې نه وي: " که څه هم د پاکستان او هند جنګ کومه نوې خبره نه ده، خو جګړه د هیڅ چا په ګټه نه ده او ټوله سیمه ترې بې ثباته کیږي، دا چې افغانستان هم په دې سیمه کې دی نو طبعی ده چې افغانستان هم ترې بې اغېزې نه شي پاتې کېدای."
دا په داسې حال کې ده چې د هند دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ د مۍ ۷ مه سهار اعلان وکړ چې د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې یې د ترهګرو نهه خوندي پتڼځایونه په نښه کړي دي.
د دې وزارت د بیان له مخې دا اډې د هند په خاوره کې د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول کېدې.
خو د پاکستان پوځ اعلان کړې چې د دغه بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړې چې د دوی ځواکونو د هند په کشمیر کې په هندي پوستو غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي:"پاکستان د هند د دې بې دلیله برید په وړاندې د قاطع ځواب ورکولو حق لري، او ځواب به ورکول شي."
د هند پوځ ویلي چې د پاکستان د توپونو په ډزو کې لږ تر لږه ۸ کسان په کشمير کې پولې ته نږدې سیمو کې وژل شوي دي.
د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د اپریل په ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې د یوه مرګوني برید وروسته پیل شو، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.
له دې پېښې وروسته، هند پاکستان په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړ او د غچ اخیستلو ټینګار یې وکړ. خو پاکستاني چارواکو په دې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.
له یاد برید وروسته د هند حکومت د پاکستان پر ضد ځپونکي اقدامات وکړل، چې تر ټولو مهم یې د سند د اوبو د تاریخي تړون لغوه کول وو، چې له مخې یې پاکستان ته د سند د اوبو جریان تضمین شوی و.
د پاکستان حکومت د هند د اقداماتو په غبرګون کې پرېکړه وکړه چې د واګه بندر وتړي او د پاکستان پر فضا د هند ټولې الوتنې هم وځنډوي.