د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۶

طالبان وايي د دوحې پروسې څلورمې غونډې لپاره چمتووالی روان دی


د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د حکومت په استازولۍ ذبیح الله مجاهد د طالبانو د هییت مشري کوله.
د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د حکومت په استازولۍ ذبیح الله مجاهد د طالبانو د هییت مشري کوله.

د طالبانو حکومت وايي، په قطر کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې پروسې څلورمې غونډې لپاره چمتووالی نیسي.

د دوی د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې په کابل، دوحه او د دې پروسې ځینو غړو هېوادونو کې په دې تړاو «ملاقاتونه» پیل شوي دي.

دغه طالب چارواکي وویل، که څه هم تر اوسه د دوحې څلورمې غونډې نېټه وروستۍ شوې نه ده، خو په خبره یې «مقابل لوري» ترې د دوی د ګډون یقینې کېدو لپاره د اجنډا غوښتنه کړې ده.

یاد طالب چارواکي زیاته کړه چې دوی هم «له مقابل لوري د مشخصې اجنډا» غوښتنه کړې او په خبره یې، د دوی د حکومت د مشرانو له تایید او جانبینو له توافق وروسته به غونډه کې ګډون وکړي.

د یادونې ده چې د دوحې د پروسې مشري ملګري ملتونه او کوربتوب یې هم د قطر حکومت کوي، خو دې دواړو لوریو تر اوسه د دې پروسې د څلورمې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریې بارکزۍ چې د دوحې په لومړنیو دوو غونډو کې یې ګډون کړی و، ازادي راډیو ته یې وویل چې د دې پروسې څلورمه ناسته هغه مهال اغېزناکه تمامېدای شي چې د طالبانو تر څنګ د افغانستان نورو قشرونو او ښځو ته هم په کې د حضور بلنه ورکړل شي او د دوی غوښتنې ومنل شي.

دې ازادي راډیو ته وویل:

"توقع خو مو دا ده چې د دوحې څلورمه ناسته یوه اړخیزه ناسته نه وي، یعنې یوازې طالبان نه، بلکې نور خلک، ډلې، ښځې، مدني فعالان، سیاستوال، بېلابېل ادیان، اقوام او مذاهب په افغانستان کې شته چې باید د دې ټولو ښه استازیتوب وشي. دغه راز د سیمې هېوادونه، خصوصاً خپله ملګري ملتونه باید په ژوره توګه او د واقعیتونو پر بنسټ خپل پلانونه پر مخ یوسي."

د دوحې پروسې درېیمه ناسته د تېر ۲۰۲۴ کال د جون په ۳۰مه پیل او د جولای په لومړۍ نېټه پای ته ورسېده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې د دریمې غونډې لپاره د طالبانو د حکومت د پلاوي مشري یې هم کوله، هغه مهال کابل ته له ستنېدو وروسته په خبري غونډه کې ویلي وو، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د هېوادونو ګډونوالو استازو له دوی سره د افغانستان د خصوصي سکتور او د نشه‌یي توکو په اړه خبرې اترې کړې وې.

دغه راز د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي وو چې په تېره درېیمه غونډه کې د ۳۰ هېوادونو او سازمانونو استازي بلل شوي وو، دوی له طالبانو سره د دې مسایلو تر څنګ د ښځو حقونو په اړه هم بحثونه کړي.

خو په دریمه غونډه کې د ملګرو ملتونو، د ګډونوالو هېوادونو او سازمانونو استازو او طالبانو ترمنځ د تړلو دروازو تر شا بحثونه وشول.

تر هغه وروسته، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډيکارلو او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا له ځینو افغان ښځو، بشري حقونو مدافعانو او د مدني ټولنې له استازو سره د دوحې د درېیمې ناستې له اصلي غونډې وروسته یوه حاشیوي ناسته وکړه، چې ګڼ غبرګونونه یې لرل.

د سیاسي چارو پوهې او په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شینکنۍ کړوخېل ازادي راډیو ته وویل چې دا پروسه تر هغه بریالۍ کېدای نه شي، چې په خبره یې طالبان خپلې کړې ژمنې پوره او په پالیسو کې یې بدلون نه وي راوستی:

“له څلورمې ناستې موږ توقع نه شو کولی، ځکه چې طالبان په خپلو ژمنو او همکاریو کې پاتې راغلي، هغه شان چې دوی باید کار وکړي او په خپلو پالیسو او دریځونو کې نرمښت راولي، نه یې راوړي. که خصوصي سکتور هم دی، پرې محدودیتونه شته، همدارنګه که مخدره توکي دي یا د اقلیمي بدلون لپاره چارو په برخه کې، زه فکر نه کوم چې دې ټولو برخو کې دوی ظرفیت او یا هم اراده لري.”

د دوحې لومړۍ ناسته د ۲۰۲۳م کال په مې او دویمه هغه یې د تېر ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو د حکومت د استازو له حضور پرته ترسره شوې وې.

XS
SM
MD
LG