د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ یو اوسېدونکي صلاح الدین چې د څاریو فارم لري ازادي راډيو ته وویل:
«د وچکالۍ له امله، زموږ څاروي مړه او زموږ فصلونه له منځه لاړل، موږ ډېر زیانمن شو، موږ سره باید مرسته وشي چې څاروي پرې واخلو او خپل ژوند پرې روان کړو، دلته خلک ډېر اغیزمن شوي دي.»
د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ اوسېدونکی او بزګر عبدالعظیم وايي چې په تیرو څو کلونو کې وچکالۍ دوی ته سخت زیان رسولی دی:
«کوم غنم مو چې زخیره کړي وو هغه مو نیم وکرل او نیم مو خپله وخوړل، دغه راز کومې پیسې مو چې درلودې په هغو مو ځمکه واړولې ، اوس هیڅ نه لرو، غنم هم ونه شول دا ټول د وچکالۍ له امله ځکه چې غنمو ته پوره اوبه ونه رسېدې.»
دا شکایتونه په داسې حال کې دي چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د وچکالۍ له بحران سره د مبارزې لپاره افغانستان ته د ۱۰ ملیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
د اپریل په ۲۵مه په خپل وروستي راپور کې، ویلي چې دا پیسې د مرکزي بیړني غبرګون له وجهي صندوق (CERF) څخه د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره په افغانستان کې د وچکالۍ بحران ته د رسیدو لپاره ځانګړې شوې دي.
اوچا ویلي چې د دوی لومړنی تمرکز د افغانستان په مرکزي او لویدیځو سیمو دی کوم چې د پرلپسې وچکالۍ او د اقلیم د بدلون له امله له لوړ خطر سره مخ دي.
فاریاب، سرپل، تخار او بدخشان هغه ولایتونه یاد شوي چې د پرلپسې وچکالۍ سره مخ دي.
د اوچا د راپور له مخې نړیوالو بشري چارواکو ټینګار کړی چې دا بودجه به د کرنې، روغتیا او تغذیې په برخو کې مصرف شي.
د دې اقداماتو هدف د وچکالۍ د منفي اغیزو کمول او د ناورینونو له رامنځته کېدو دمخه د د ستونزو د زیاتوالی مخنیوی دی.
د کرنې د برخې متخصصین وايي چې وچکالي په ټولنه کې د بې وزلۍ لامل کیږي، او اوس مهال په افغانستان کې ډیری بزګران او مالدارن له دی څخه ډېرې اغیزمنیږي.
له ډلې یې عمر منګل ازادي راډیو ته وویل:
«وچکالي د بې وزلۍ یو له اصلي لاملونو څخه ده، په ځانګړې توګه په افغانستان کې، چیرې چې ډیر خلک په کرنه او مالدارې بوخت دي، وچکالي د خلکو د بې وزله کېدو لامل کیږي، ځکه بزګران او مالداران خپلې ټولې کروندې او څاروي له لاسه ورکوي، وچکالي یو خطرناک بحران دی ان د اوبو کمښت د خلکو د کډوالۍ لامل کیږي.»
اوچا په داسې حال کې په افغانستان کې د وچکالۍ ځپلو سیمو سره د مرستې اعلان کړی چې امریکا د کالیفورنیا پوهنتون د مارچ په ۷مه په یوه څېړنیز راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو میاشتو کې به په افغانستان کې کم بارانونه وشي او د روان ۲۰۲۵ کال په راتلونکو میاشتو کې به دا هیواد د نورمال څخه هم کم باران تجربه کړي.
په راپور کې ویل شوې ده چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې پورې د باران کموالی کولی شي چې د افغانستان په ډیری سیمو کې د کرنې او مالدارې په برخو کې خلک له ستونزو سره مخ کړي.
افغانستان د هغو لسو هېوادونو څخه یو دی چې د اقلیم د بدلون په وړاندې تر ټولو زیانمنونکي دي او د دغه پدیدي سره د مقابلې لپاره لږې سرچیني لري.