د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۱

افغانستان کې د شري/سرخکان ناروغي ۴۰ فیصده زیاته شوې


شري یا سرخکان باندې یو اخته ماشوم
شري یا سرخکان باندې یو اخته ماشوم

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شري د ناروغۍ د زیاتېدو خبر ورکړی دی. ډبیلو ایچ او په خپل تازه راپور کې چې د اپریل په ۲۵ یې خپور کړی ویلي چې یوازې په تېره میاشت کې په دې ناروغۍ له ۱۲ زره ډېر ماشومان اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي ډبیلو ایچ او وايي په تېره یوه میاشت کې په دې هیواد کې د شري ناروغۍ پېښې څه باندې ۴۲ سلنه ډېرې شوي دي.

دغه سازمان په خپله تازه راپور کې چې د اپریل په ۲۵ یې خپور کړی ویلي د یوې میاشتې په موده کې په افغانستان کې له ۱۲۵۳۵ ماشومان په شري اخته شوې دي چې دا بې ساری زیاتوالی دی.

د دې راپور له مخې یوازې د مارچ په میاشت کې د دغه ناروغۍ له امله ۸۲ تنه مړه شوي دي چې ډیری یې ماشومان دي.

د راپور په ټکو په دې سره په روان میلادي کال کې د شري د ناروغۍ له امله د مړو شویو ټولیز شمېر ۱۹۳ تنو ته رسېدلی دی.

بادغیس کې په شري اخته ناروغان
بادغیس کې په شري اخته ناروغان

په همدې حال کې د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ وايي چې په وروستیو کې د دوی په سیمو کې د شري ناروغي زیاتې شوې او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

د کابل اوسېدونکې مریم ازادي راډيو ته وویل چې څو ورځې وړاندې یې یو وراره د دغه ناروغۍ له امله مړ شو.

«سختې تبې یې کولې، بیا مو ډاکتر ته یوړو، ډاکتر وویل چې دا په شري ناروغۍ اخته شوی دی، تبو هم ډېر کمزوری کړی وو دوا هم کمزوری کړی وو»

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ یوه اوسېدونکې معاذ ازادي راډيو ته وویل د کلي په نږدې هر کور کې یې یو ماشوم په شري اخته دی.

«په وروستیو کې د شری ناروغي زیاته شوې ده، زموږ په کلي کې په هر دوهم درېیم کور کې یو ماشوم په شري اخته دی، د خلکو اقتصادي وضعیت هم خراب دی، نه شي کولای چې ماشومان په شخصي روغتونونو کې تداوي کړي، او په دولتي روغتونونو کې امکانات هغسې نشته.»

شری یوه ساري ناروغي ده چې د پرنجي، ساه اخیستلو او ناروغ انسان سره د اړیکې له لارې روغ انسان ته انتقالیږي.

ماشومان، امیندوارې میرمنې او هغه کسان چې د معافیت سیستم یې کمزوری وي د دې ناروغۍ له لوړ خطر سره مخ کیږي.

متخصص ډاکتران د دې ناروغۍ پرمهال تر ډېره د دردونو د مخنیوي لپاره پاراسیتامول یا د درد ضد درمل تجویزوي.

دوی دغه راز د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسین ترلاسه کول مهم بولي، او وايي چې ناروغ ماشومان باید له روغو لیرې وساتل شي.

متخصص ډاکتر حبیب اروال:

«تبه، لړمې، ټوخې، سرې سترګې او د اوښکو بهېدل د دې ناروغۍ لویې نښې دي، د مخنیوي لپاره یې واکسین ډېر اړین دي، واکسین نه کول د خطر علامه ده، که چېرې د والدینو د بې غورۍ له امله ماشوم له واکسین پاتې شي ماشوم له خطر سره مخ کېدای شي.»

د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي چې د شري د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره واکسین له مهمو لارو بلل کیږي.

دغه سازمان د هوا سړېدل او دغه راز افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدل د دې ناروغۍ د زیاتېدو مهم لاملونه بللي دي.

یو شمېر روغتیا پوهان هم وايي چې د کډوالو بې سارې ستنېدل د شري او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو ویره ډېره کړې ده.

په افغانستان د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو دغه وزارت تېر کال په نومبر میاشت کې ویلي وو چې په ماشومانو د شري د ناروغۍ مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال په یو راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۵۲ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي وو.

XS
SM
MD
LG