فرانس پریس اژانس د هندي پوځیانو په وینا څرګندوي چې پاکستاني پوځیانو د سپکو وسلو ډزې وکړې او هندي پوځیانو هم په سپکو وسلو ځواب ورکړ.
د دې ډزو له امله د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.
نوی ډیلی اسلام اباد تورنوي چې د هغو ترهګرو ملاتړ کوي چې له کرښي د هند لور ته اوړي.
د سې شنبې په ورځ د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې وسله والو شپږ ویشت ګرځندویان ووژل. پاکستان په دې برید کې خپل لاس لرل رد کړې دي.
بل لور ته هندي ځواکونه د هند تر واک لاندې کشمیر کې کورونه او ځنګلونه پلټي او هڅې کوي چې په پهلګام کې د ترسره شوي برید عاملان پيداکړي او ونیسي.
که څه هم هند د پهلګام په پیښه کې په رسمي ډول پاکستان نه دی تورن کړی خو د پنجشبې په ورځ په کشمیر کې پولیسو په دې برید کې څلور تنه تورن کړل او د هغوی له ډلې یې د دریو رسم شوې څيرې له رسنیو سره شریکې کړې، په دوی کې د هند تر واک لاندې کشمیر کې د پولیسو په وینا دوه تنه یې پاکستانیان دي او ټول د پاکستان د لشکر طیبه ډلې غړي دي.
د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وړمه شپه هم په کشمیر کې د کنټرول لاین په اوږدو ډزې تبادله شوې، د هغو نښتو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
هندي پولیسو د دغو کسانو په هکله د معلوماتو په بدل کې د نژدې ۲۵ زرو امریکايي ډالرو انعام ټاکلی دی.
ملګرو ملتو پر دغو دواړو اټومي قوتونو غږ کړی دی چې تر وسه وسه له زغمه کار واخلي. د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا پرون دا لانجه جدي ونه بلله او ویې ویل چې دا ستونزه به په یوه نه یوه ډول هواره شي.