د اوکرایین په پلازمینه کیف کې د روسیه په پرونیو بریدونو کې نهه کسان وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپیان دي.
په ټپي شویو کسان کې ۷ تنه ماشومان هم شامل دي.
د کیف یو اوسیدنکی چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي د ازادي راډیو د اوکرایین برخې ته وویل، "دا لکه د یو بالستیک توغندي د برید په څیر و، لومړی برید ډیر زورو وو، ټول يې شیشې يې ماتې کړې، او وروسته د دوه یا دریو دقیقو په منځ کې پرله پسې توغندي راغلل".
دا لکه د یو بالستیک توغندي د برید په څیر و، لومړی برید ډیر زورو وو، ټول يې شیشې يې ماتې کړې، او وروسته د دوه یا دریو دقیقو په منځ کې پرله پسې توغندي راغلل
د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها پر ملکیانو د روسیې تازه بریدونو ته پر خپلې ایکس پاڼې/ پخواني ټویټر په اشارې لیکلي، " د روسیه ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې بریدونو سره غواړي وښايي چې د سولې لپاره هر ډول هڅې ته احترام نه کوي او یوازې جګړه غواړي".
د اوکراییني چارواکو په خبره، د تیرې شپې بریدونه په وروستیو څو میاشتو کې تر ټولو پراخ بریدونه دي او څو ساعته وروسته له هغې پیل شول چې سپینې ماڼۍ اوکرایني چارواکو ته د روسیې له لورې د اوکراین د اته دیرش میاشتني یرغل د پای ته رسولو په خاطر تهدید ډوله وړاندیز وکړ.
لویدیځ چارواکو په وروستیو ورځو کې هڅې پيل کړې دي چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي یا موقتي اوربند ته لار پرانیزي.
ټاکل شوې وه چې د بهرنیو چارو یوشمیر وزیرانو او دیپلوماتانو پرون چهارشنبې په لندن کې پر همدې مسالې بحث کړی وای، خو تر غونډې مخکې د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر غونډه پریښوده.
د راپورونو له مخې مارکو روبیو وروسته تر دې دا پریکړه وکړه چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د متحد ایالتونو دا وړاندیز رد کړ چې ښایي واشنګتن د کریمیا ټاپوزمه د روسیې د خاورې په توګه په رسمیت وپیژني.
زیلینسکي وویل چې دا مساله د خبرو برخه نه ده او زموږ له اساسي قانون سره په ټکر کې ده.
بل پلو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره شپه په سپینې ماڼې کې خبریالانو ته ویلي، " فکر کوم د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره توافق ته رسیدلي یم".
ټرمپ وړاندې وویل، "فکر کوم روسیه تیاره ده چې توافق وکړو، او له اوکرایین هم باید توافق ته ورسیږو".
د ټرمپ په ټکو، له زلنسکي سره توافق کول ستونزمن دي.